د پولیو (ګوزڼ) د واکسین حقیقت او بیولوژیکي جګړه (Biological warfare)

قدرمنو لوستونکو مخکې له دې چې په خپلې موضوع لیکل شروع کړم یوه خبره یادول ضروري بولم نن سبا په ټولنیزو رسنیو او انټرنیټي ویب پاڼو کې چې کومې لیکنې اوږدې وي اکثره خلک یې تر آخره نه لولي.زما لیکنه هم شاید تاسو ته اوږده ښکاره شي.خو لطفاً تر اخره یې ولولی او د پولیو د واکسین ضرر نه خبر شۍ.
تقریبا له ۱۹۸۵م کال څخه د متحده ملتونه د ادارې یونیسیف Unicef په مشرۍ د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې چې اکثره یې د منځنۍ اسیا او د مسلمانانو هیوادونه دي د ګوزڼ مرض د ضد تر نوم لاندې د پولیو واکسین Polio Vaccine په نوم مختلف النوع خطرناک څاڅکي او انجیکشنې (ستنې) د یو منظم پلان له لارې د هر عمر لرونکو انسانانو ته عاماً او کوچنیانو ماشومانو ته خاصاً ورکول کیږي.

او د واکسین دا پروګرامونه یې  په ډیرې تیزۍ سره او منظم پلان او جلب و جذب سره تر ننه روان دي. او یونیسیفUnicef په دې لار کې په اربونو ډالرې مصرفوي.
په هغو هیوادونو کې چې دوی له کلونو کلونو راهیسې د پولیو پر واکسینو بې خرته مصارف کوي تر پولیو(ګوزڼ) ډیر مضر او مرګوني مرضونه تر پولیو په ډیره اندازه شتون لري لکه ایډز،سرطان،ټي بي،ملیریا او داسې نور نو سوال دا دی چې ولې دوی د دغو نورو مرضونو خلاف هم لکه د پولیو غوندې مصارف او کوشش نه کوي.؟ ولې له اسراییلو او بعضې نورو اروپایي هیوادونو پرته په نورو هیوادونو کې په خاصه بیا په اسلامي هیوادونو کې لکه افغانستان،پاکستان، هند،سعودي عرب،مصر،یمن،نایجیریا،سوډان او داسې نورو کې د پولیو پر واکسین دومره زور راوړل کیږي.

د مال او دنیا بې کچې حریصان،لالچيان،وږي او تږي یهودان ولې د پولیو په واکسین دومره بې خرته خرچه کوي او پر مسلمانانو یې مفت تقسیموي؟
ښکاره او جوته خبره ده چې دا د مسلمانانو خلاف یو خطرناک سازش دی.
ولې د پولیو پر ضد د دوی دغو کوششونو د پولیو مرض ختم نه کړ؟

د متحده ملتونو دغو  دواړه ادارو یونیسیف او یو این او Unicef and UNO چې ځانونو ته د انسانانو خدمتګار وایي او خپل خدمات د انسانانو د فلاح او بهبود لپاره بولي په حقیقت کې د انسانانو په نسل کشۍ اخته دي.دغو دواړو ادارو په ۱۹۹۱  کال کې د خلیجي جنګونو پر مهال پر عراق د صدام حسین د واک تر اخره پورې د هر قسم دواګانو او طبي مرستو بندیزونه لګولي وو.چې په نتیجه کې یې  تر پنځو لکهو زیات ماشومان په مختلفو مرضونو اخته او په زرګونو د طبي مرستو د بندیز له امله مړه شول. سوډان په دې نیت چې د پاتې ماشومانو ژوند وژغوري په خپل هیواد کې د دوا سازۍ او د عاجلې طبي مرستو رسونې یوه غټه کمپنۍ او مرکز جوړ کړ خو امریکې پرینښوده او داسې خبرونه هم خپاره شو چې بمبار یې کړه.
د صحت نړیواله اداره (W.H.O) یعنې World health organisation چې په اصل کې د یهودانو اداره ده او د یهودانو د نړیوالې ادارې زینجر Zenger یوه څانګه ده.

مشهور اروپایي څیړونکې او د بیولوژیکي علومو ساینسدان ډاکټر الین کمپ بل Dr.Allen camp bill ویلي( چې W.H.O د صحت نړیواله اداره د واکسین Vaccine په نوم د انسانانو د بدنونو قدرتي دفاعي نظام یعنې Natural Immune system  له منځه وړي او W.H.O  د انسانانو په نسل کشۍ لګیا ده.)
په نړۍ کې تر اوسه د پولیو یا ګوزڼ پیښې ډیرې کمې ثبت شوي خو برعکس د دې د نورو خطرناکو امراضو په زرګونو زرګونو پیښې ثبت کیږي او علاج او درملونه یې هم ورځ تر بلې قیمته کیږي.
د Times Of India په حواله په ۱۸-۰۳-۲۰۰۳ کې د هند د بِهار ولایت په اتلسو  ۱۸ اولسواليو کې د پولیو فقط ۱۸ پیښې ثبت شوې له دې وروسته په بِهار ولایت کې د پولیو د واکسین پروسه نوره هم تیزه کړای شوه او ۲۰۰۴ کې یې تعداد د کمیدو پر ځای نور هم زیات شو او د ګوزڼ ۴۱ پیښې ثبت شوې.

په ۱۹۸۵کال کې د پولیو د واکسین  په ارتباط د یونیسیف Unicef دا شعار وو چې (یو څاڅکی په ژوند کې یو وار)(one drop only one time in life) خو اوس یې دا شعار داسې دی چې (دوه څاڅکي په ژوند کې هر وار)(two drops every time) پخوا دغه څاڅکي صرف تر ماشومانو محدود وو خو اوس د پاکستان په شمول ځینو هیوادونو کې لویانو باندې هم لازمي کړای شوي دي.

ډاکټر الین کمپ بل چې په درملونو کې یې هم ایم ډي Medicine M.D  کړې ده زیاتوي چې د ایډز وایروس یعنې ایچ اي وي H.I.V هم په لابراتوار کې جوړ شوی وایروس دی یعنېGeneticaly engeneered  وایروس دی.نوموړي ډاکټر  په همدې موضوع ګانو دوه کتابونه لیکلي دي چې یو یې (Aids and the doctor of death)    او بل کتاب یې (Queer blood)  نومیږي.
ډاکټر الین کمپ بل په خپل کتاب کې لیکلي چې د ۱۹۱۴-۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د یهودانو مشهور بکټیریالوجیسټ Bactrialogist جونس ایډوارډ سالک Jones edward salk نومیده چې د یهوادنو روحاني مشر او پیشوا هم وو همدغه یهودي په ۱۹۶۷م کال د امریکې په کالیفورنیا کې د لازویه په سیمه کې په خپل نوم د بیولوژیکي څیړنو په نوم یو انستیتوت (salk institute for biological studies) خلاص کړ. د دغه انستیتوت کلنی لګښت یو کروړ او شل لکه ډالره وو.په دغه انستیتوت کې تر څلور سوه پورې بایو ټیکنالوجیسټ او جینیټیک اینجنران کار کوي.(Bio technalogist and genetic engeniers)یعنې د حیاتي او بیولوژیکي علومو څیړونکي،پوهان او اینجینران.

ډاکټر الین کمپ بل زیاتوي چې ډاکټر جونز سالک د دغه انستیتوټ د جوړولو څخه څلور کاله وړاندې یعنې ۱۹۵۵م کې له هندوستان او فلپاین څخه تر ۴۰۰۰ پورې مختلف النوع بیزوګان واخستل.او د کلیفورنیا په یوه ساحلي سیمه کې یې یو خفیه او مرموز لابراتوار جوړ کړ دغه بیزوګان یې هم هلته وساتل او پر بیزوګانو یې خپل تجربات په مختلفو مرحلو او سټیجونوStages  کې شروع کړل.

په همدغو تجربو کې یې د بیزوګانو د پښتورګو(kindneys) د انساجو او حجرو  tissues and cells  څخه یو واکسین جوړ کړ او دې واکسین ته یې د پولیو polio نوم ورکړ نو په همدې ترتیب د اول ځل لپاره د پولیو نوم د جونز سالک لخوا منځته راغئ.
امریکې هماغه وخت د خپلو تبلیغاتو په کوششونو د پولیو واکسین ته نړیوال شهرت ورکړ.
په ننۍ عصر کې د پولیو واکسن د څاڅکو جوړونې تر ټولو غټه کمپنۍ (Lederle)  ده چې د دې کمپنې هم اصلي مالکان یهودان دي او دغه څاڅکي د بیزوګانو د پښتورګو (ګردو) څخه جوړوي. دې کمپنۍ د ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۹۹  پورې د شپیتو۶۰کروړو په تعداد د پولیو د واکسین څاڅکي په مختلفو هیوادونو کې په خلکو استعمال کړل او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی وو.

په ۲۰۰۰م کال کې امریکا کې د امریکې د مرضونو څخه د تحفظ ادارې (C.D.C)د پولیو په څاڅکو (O.P.D) یعنې oraly polio drops  باندې کلک بندیز ولګوه . او وجه یې دا وه چې په دغو څاڅکو کې  یې ژوندي خطرناک وایرسونه(Attenuated Viruses) موندلي وو.
ډاکټر الین بل لیکي چې دغه څاڅکي د فلج کیدو امکان کموي نه بلکې نور یې هم زیاتوي او د فلج خطرناک مرض Paralitic ploio  رامنځته کوي.په افغانستان،پاکستان،سعودي عرب،مصر،یمن،سوډان،نایجیریا کې د همدغې کمپنۍ څاڅکي په خلکو مفت څکول کیږي.حالانکه اوسطاً د Lederle د کمپنۍ د بوتل دوه څاڅکي  ۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ ارزښت لري.
اوس راځو دې خبرې ته چې دغه ژوندي وایروس کوم وایروس دي چې دغو څاڅکو کې کشف شوي دي.د دغه خطرناک وایروس نوم (ایس وي -۶۰  .SV-40) دی. او د سرطان غوندې د خطرناکو امراضو سبب کیدای شي.
دغه وایروس د پولیو په څاڅکو کې د لمړي ځل لپاره ډاکټر ټیډ ګرني (Dr.Ted gerny)  کشف کړ او دا خبره بیا تر ډیره پټه ساتل شوې وه. ډاکټر ټیډ په دغه وایروس ډیره څیړنه او تحقیق کړی دی.
په همدې طریقه د همدغو کفارو لخوا چې په سر کې یې یهودان دي ایډز Aids هم د دوی په لابراتوارونو کې جوړ شوی مرض دی او داسې نور هم ډیر geneticaly engeneered virus وایروسونه دي چې د دوی لخوا جوړیږي او د مختلفو لارو نه یې خاص کر د مسلمانانو په هیوادونو کې پاشي او انتشار ورکوي.

په قرآن کریم  کې خالق او مالک الله جل جلاله  مونږ او تاسې ته د یهودو عناد او دښمني راښیي.
۞ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ (۸۲)
خو ډیره د افسوس خبره ده چې ډیر مسلمانان هم د پیسو په طمع او لالچ له دوی سره مرسته کوي او د دوی دغه خواږه زهر sweet poison له دوی سره یو ځای زمونږ او تاسې کورنو او ماشومانو ته رارسوي.
او له همدغې طریقې یعنې د پولیو واکسینونو په واسطه د واکسیناتور په جامه کې یهودان خپل جاسوسي پروګرامونه هم مخ پر وړاندې بیایي.

مسلمانان باید ویخ شي او په دې خبر شي چې کفارو مونږ ته صرف نظامي مورچې نه دي نیولي.بلکې له نظامي او  فکري یرغلونو سره سره یې دا دی ستره (بیلوژیکي جګړه Biological warfare) هم د مسلمانانو د نسل کشۍ لپاره شروع کړې.مونږ او تاسې باید د دښمن هر پلان هره دسیسه او سازش ته متوجه شو.ځانونه هم ترې خبر کړو او خپل نور ساده لوحه مسلمانان وروڼه هم  باید له دغو ټولو دسیسو خبر کړو…په افغانستان کې هغه ساحې چې د حکومت د  واک لاندې دي هلته خو د پولیو ټیمونه ښه په درز خپل پروګرامونه مخ په وړاندې بیایي. خو څومره چې زه خبر یم او زما مشاهده ده بعضو هغو ساحو کې چې د طالبانو وروڼو په واک کې دي هلته هم د پولیو دغه چټل او له مرض ډک څاڅکي د پولیو د ټیمونو او واکسیناتورانو لخوا ښه بیغمه په خلکو څکل کیږي.نو آخره کې په ډیر احترام سره طالبانو وروڼو ته دا سوال او خواست کوم چې خپلو ساحو کې د پولیو په دغو پروګرامونو بندیزونه ولګوئ یو خوا نه اولس او نوی نسل وژغوری او بل خوا نه خپل امنیتي مشکلات هم وژغورۍ….

لیکوال : عبدالمجید جواد


یادونه: وسیع ویب کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب