د پلار کور
نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو، ویناوو، او لیکنو کې ډېر زیات یادیږي.
په خاصه توګه، زیاتره وخت یادیږي چې یو سیاسی ګوند، د هغو د متعهدینو، شریک او ګډ کور دی.
همدارنګه، ځینې وخت، ځینې خلک دا خبره هم په ځینو غونډو کې یادوي، چې وطن د ټولو شریک کور دی.
د یادولو وړ ده، چې د پلار کور، د ګوند د کور، او د وطن د کور سره، ډېر فرق لري.
د پلار په کور کې یوازې د پلار اولادونه راټولیږي. د ګوند په کور کې هغه متعهدین سره راټولیږي، چې هغه د یوه شریک سیاسی فکر، او هدف خاوندان وي، او دوی د یوې شریکې مفکورې په آساس، سره یوځای شوي وي.
همدا شانته، د وطن په کور کې، هغه وګړي سره راټولیږي، چې هغوی د هغه ملک د قانونی پېژندپاڼې، او پاسپورت لرونکي وي.
هېره د نه وي، چې په ټولو کورونو کې، د پلار کور ډېر شیرین کور وي. هېڅوک هم د خپل پلار کور، کله هم نشي هېرولای. د پلار د کور هره برخه، سړي ته هر وخت ورپه یادیږي. د پلار کور د اولادونو د خاپوړو کور وي، او همدغه د پلار کور دی، چې په هغه کې یو اولاد، د خپل راتلونکی ژوند لومړنی قدم اخلي، او په هغه کې د خپل راتلونکی ژوند دپاره، خپل ځان تیاروي. همدغه د پلار کور دی، چې اولادونه پکې د ساتنې، او آرامۍ حس کوي.
البته، پخپله پلار او مور، پدغه شریک کور کې، ډېر د اهمیت وړ تأثیر لري. یعنې، پلار او مور دي، چې دغه کور هم د خوشحالۍ، او هم د غم پر ځای بدلولای شي.
که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق ونکړي، او دوی دواړه ټولو اولادو ته په یوه سترګه وګوري، نو بېشکه، چې پدغه کور کې به هر وخت خوشحالی، اتفاق، او اتحاد موجود وي. ددغې کورنۍ پټ او ښکاره دښمنان به بیا هېڅکله ددې جرأت ونکړي، چې د دغه کور د غړو د پاشلو هلې ځلې وکړي.
هېره د نه وي، چې د یوې کورنۍ دښمنان، هر وخت د هغې کورنۍ په یوه کمکي درز پسې ګرزي، او چې کله یې دغه کمکی درز پیدا کړ، نو هغه دی چې دښمن بیا کامیاب شو، او بیا دغه دښمن شپه او ورځ لګیا وي، چې دغه درز نور هم غټ کړي.
همدارنګه، که یو پلار او مور، د خپل اولاد په منځ کې فرق کوي، او ټولو ته په یوه سترګه نه ګوري، نو پدغه کور کې به هر وخت بې اتفاقی، جنجال، او خفګان وي. ددغې کورنۍ دښمنان به هر وخت پدې هڅه کې وي، چې ددغه کور غړي په څه ډول سره، تیت او پرک کړي.
د یادولو وړ دهٔ، چې یو پلار او مور، د خپلو اولادونو ځانګړو اړتیاوو ته، خاصه پاملرنه وکړي، او دغه خاصه پاملرنې ته باید د فرق کولو په سترګه ونه کتل شي.
د مثال په توګه، که کوم اولاد معیوب وي، نو د هغه باید ډېر خیال وساتل شي، او نور اولادونه، باید داسې فکر ونکړي، چې د دوی پلار او مور، د دوی ترمنځ فرق کوي.
همدارنګه، د یادولو وړ ده، چې د یوه پلار ټول اولادونه، تر خپل وس او توان پورې، ددغه شریک کور په مقابل کی مسىٔولیت هم لري، او هغه باید په سمه توګه اداء کړي.
د یوه پلار اولادونه، باید ددغه شریک کور، قانون او اصول، هم د زړه له کومی مراعات کړي. دا پدې معنا، چې که پدغه شریک کور کې د دوی، حق شته، نو دغه شریک کور هم، په دوی باندې حق لري.
همدارنګه، ددغه شریک کور غړي، باید تر خپل وس پورې، ددغه شریک کور خدمت وکړي، او پرېنږدي، چې یو څوک دغه شریک کور ته په بده سترګه وګوري.
که چېرې خدای مکړه، یو پلار او مور په خپل کور کې سپک شول، نو هغوی به بیا په بل هېڅ ځای کې درانه ونه لیدل شي. نو د یوه پلار او مور د اولادونو دپاره، دا لازمي ده، چې د خپل پلار او مور قدر وپیژني، او د هغوی خدمت، په دواړو لېمو تر سره کړي.
هېره د نه وي، چې کله یوه لور، د پلار له کوره واده شي، نو هغې ته بیا د خپل پلار همدغه شیرین کور، بل شانته معلومیږي. نو د پلار، مور، او وروڼو دپاره لازمه ده، چې هغوی خپله لور او یا خور، هر وخت خپل پلرني کور ته، په ډېر قدر او عزت راوبلي.
د پلار کور، د هغه له مرګه وروسته، د هغه اولادونو، او ښځې (ښځو) ته، په میراث پاته کیږي، او هغه باید د دوی ترمنځ، د اسلام په رڼا کې ووېشل شي.
د پام وړ ټکي:
په افغانستان کې متأسفانه، د ځینو ماشومانو، ټول عمر په خېمو، او یا په کرایي کورونو کې تېر شوی وي، او د پلرنی کور د لرلو څخه محروم پاته شوي وي. نو کېدای شي، چې دوی د پلار د کور په قدر دومره پوه نه شي.
هېره د نه وي، چې د یوه پلار دپاره لازمه او ضروری ده، چې په کور کې، د خپلو اولادونو دپاره، تر خپلې وسې پورې، د آرامۍ او خوشحالۍ فضاء برابره کړي.
یو پلار او مور، باید هېڅکله خپل اولادونه له کوره ونه شړي. کېدای شي، ځینې پلرونه، خپل اولادونه، د اصلاح په نیت، له کوره وشړي، چې البته دغه یو سم کار ندی، او باید تر سره نشي.
همدارنګه، پلرونه او وروڼه باید واده شوې لوڼې او خویندې، هر وخت دغه شریک کورته راوبلي، او تر خپل وس او قدرت پورې، د هغوی ښه خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دویمه برخه کې به کوښښ وشي، چې د یوه بل شریک کور په هکله، چې هغه ګوندی شریک کور دی، ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، معلومات وړاندې شي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.