د پاک لمنۍ په خاطر واده کول

قرآن کريم کې الله تعالی فرمايي:
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ ۚ إِن يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ]النور: ٣٢[ « په تاسو کې چې څوک بې واده وي د هغوى نکاح وکړئ او ستاسو په غلامانو او وينځو کې چې څوک د نکاح وړ وي هغوى ته هم».

د دې حکم څخه معلومېـږي چې الله تعالی د واده په کولو تاکيد کړی دی، او د ټولو هغه نارېنه او ښځېنه د واده حکم يې کړی دی چې واده ته اړتيا لري، تر دې چې غلام او وېنځه چې تر ډيره حده بې واکه وي د هغوى د واده کولو حکم يې هم کړی دی خو په دې شرط چې په هغوى کې د واده د غوښتنو د پوره کولو صلاحيت وي، او دا مسئوليت الله تعالی د قوم په غاړه اچولې دی تر څو د دې کار اهميت ښکاره شي، او د واده چې کومې ګټي دي ټول قوم د هغې څخه برخه من شي، او د واده د نه کولو چې کوم نقصانونه دي ټول قوم د هغې څخه وساتل شي، ځکه هيڅ يو عقل مند انسان د دې څخه انکار نه شي کولې چې که چېرې د جائز واده دروازه وتړل شي نو د ټول قوم اخلا قي حالت خرابيـږي. ((اسلام كا نظام عفت وعصمت، مولانا ظفر الدين، ص: 55)) واده کول د ټولنې د سمون لامل کيـږي، او د واده څخه سرغړونه، يا په هغې کې ورسته والې، يا د رسمونو او رواجونو له امله واده ګرانول په ټولنه کې د فساد لامل کيـږي، ځکه خو نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) ځوانانو ته د واده کولو حکم کړی دی تر څو د هغوى فطري غوښتنې په سمي او شرعي ټوګه پوره شي.

عن عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) قال قال لنا رسول الله (صلى الله عليه وسلم): “يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء” (( صحيح البخاري، كتاب النكاح، باب من لم يستطع الباءة)) عبد الله بن مسعود (رضي الله عنه) فرمايي چې مونږ ته د الله پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) وفرمايل: « ای د ځوانانو ډلې! په تاسو کې چې څوک د واده طاقت لري نو هغه دی واده وکړي، ځکه واده کول د نظر د ښکته کولو او د شرم ګاه د ساتلو وسيله ده، او که څوک د واده طاقت نه لري نو هغه دی روژې نيسى ځکه هغه د ده د شهوت کمونکې ده».

په دې حدېث کې که يو طرف ته د واده کولو حکم شوی دی نو بل طرف ته د واده ګټې بيان شوي دي چې د واده له امله پاک لمني پيدا کيـږي او انسان د حرامو څخه ساتل کيـږي. د نکاح دا تاکيدي حکم په مصلحت او حکمت باندې ايښودل شوی دی، ځکه چې د انسان په خټه کې جنسی ميلان پروت دی، چې د ځوانۍ د رسيدو ورسته د هغې‌نښې ښکاره کيـږي او ورو ورو زياتـېـږي چې د غوښتنې رنګ غوره کوي.

په خوب او ويښه، ګرځيدو راګرځيدو، ناسته ولاړه،هر وخت کې هم دغه يو احساس په ده باندې غالب او برلاسې وي، د زړه او عقل تر مينځ هر وخت جنګ وي، دطبيعي بريدونو دمراعاتولو پرته خپله غوښتنه پوره کول غواړي خو عقل هغه سمبالوي، د عقل او طبيعت په دی جنګ کی کله عقل غالب وي او کله طبيعت برلاسې شي، د بې واده توب په زمانه کې په خاص ډول د ځوانۍ په ورځو شپو کې هم دا کشمکش جاري وي.

خو کله چې انسان واده وکړي او د نفسي غوښتنو د پوره کولو جائز لاره ورته پيدا شي نو انسان د دغه کشمکش څخه خلاص شي او د دغه بې فائدې خيالونو څخه نجات بيامومي او په ګټورو کارونو کې ورته د وخت د لګولو موقع په لاس ورشي، ارام او اطمينان ورته په برخه شي، او دا يو حقيقت دی چې کوم کار په سکون او اطمينان ترسره شي هم هغه ګټور او د ښو پايلو لرونکې وي . ( اسلام كا نظام عفت وعصمت، ص: 66)) د دې حکمونو او لارښوونو څخه د اسلامي شريعت هدف دا دى چې د جنسي پراګندګۍ ټولې لارې وتړل شي، نفسي غوښتنې د واده په دائره کې رابندې کړل شي، او د دغه دائرې څخه بهر چې څومره ممکن وي جنسي فعاليتونه له مېنځه يوړل شي، او کومې غوښتنې چې طبيعي دی د هغې د پوره کولو لپاره يو مرکز جوړ کړل شي، چې هغه مرکز د سړي لپاره خپله ښځه او د ښځې لپاره خپل خاوند دی، تر څو انسان د ټولو غير طبيعي او په خپل لاس جوړې شوي ذهني پراګندکۍ او د کار د انتشار څخه وژغورل شي او په خپل ټول طاقت سره د ټولنې خدمت وکړي، او د صنفي محبت او جاذبيت کومه ماده چې الله تعالی د دې کار خانې د چلولو لپاره په سړي او ښځي کې پيدا کړي ده هغه د يوی کورنۍ په جوړښت کې مصرف کړي.

واده کول د هر اړخ څخه يو غوره کار دی، ځکه چې واده د انساني او حيواني فطرتونو غوښتنې او د الله تعالی د قانون هدف پوره کوي، او د واده څخه ډډه کول (يا ورسته کول، هغه د رواجونو او رسمونو، او ولورونو د ډير والې له امله ګرانول) يو ناوړه کار دی ځکه چې د دې له امله به يوه بدې خامخا رامينځ ته کيـږي، يا خو به انسان د فطرت غوښتنې نه پوره کوي او خپل قوت.

په د فطرت سره په جنګ کې ضايع کوي، او يا به هغه د فطرت د غوښتنو په مقابل کې بې وسه کيـږي او په هر غلطه او ناجائزه لاره به خپلې فطري غوښتنې پوره کوي ( پرده، ص: 196) له دې امله ځوانانو ته په کار دي چې د خپل پيغمبر په نصيحت عمل وکړي او د خپلې پاک لمنۍ لپاره واده وکړي او خپل صلاحيتونه د ذهني کشمکش پر ځاي د ټولنې د سمون او جوړښت لپاره په کار راولي. الله تعالی دی مونږ او زمونږ ځوانانو وروڼو ته د اسلام د دې پيغام د پوهې او پرې د عمل کولو توفيق راکړي. آمين.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(په اسلام کې د ځوان او ځوانۍ اهمیت) له کتاب څخه

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب