د ټکي لرونکې کامې (؛) او ساده کامې (،) توپير څه دی؟

که پښتو، انګلېسي يا بله هر ژبه کې لېکنه کوی نو ټکي اېښوودنه يا نقطه ګذاري او يا Punctuation په کې اړين بلل کيږي. د ټکي اېښوودنې د لسګونه نښو له منځه د کامې (،)  کارونه هم اړينه ده. دغه لېکنه کې د کامې د کارونې شپږ سم او درې ناسم ځايونه درته په ګوته کوو.

– کامه (،) Comma:

کامه په انګلېسي ژبه کې ډېر د کارونې ځایونه لري، چې ځيني يې په لاندې ډول دي.
۱- کامه د دوه خپلواکو فقرو یا Clauses ترمنځ استعماليږي. هغه فقرې چې په and, but, or, nor, or for کلمو سره تړل کيږي.

بېلګه:

They finished dinner in pin-drop silence, but Alex knew that he would have to apologize.
I wanted to watch a movie after dinner, but I could not tell her as I was confused about her reactions.

۲- کامه د يوې جملې يا نوملړ دننه شيان او نومونه سره جدا کوي چې دا يې ډېر عام استعمال هم دی.

بېلګه:

We brought pizzas, burgers, chocolate, and a chocolate cake on tour.

۳- کامه په انګلېسي ژبه کې د کوچنيو پوښتنو يا Tag Question وروسته هم راځي.

بېلګه:

They’re ready to go, aren’t they?
They’ll never do it, will they?

۴- هر کله چې يو چاته غږ او خطاب کوو، نو د نوموړي د نوم او لقب وروسته هم کامه راځي.

بېلګې:

Hey, Joe, what are you doing?
Listen, Lee, you have to bowl well today.
You know, kid, when I was your age, I used to go out a lot.

۵- انګلېسي ژبه کې هغه وخت  هم کامه استعماليږي چې جملې ته ځيني غېر ضرور کلمې، فقرې او عبارت برخې ور زياتوئ. که چېرې يادې کلمې، فقرې او عبارت برخې له جملې لېرې هم شي نو د جملې په جوړښت کې به کوم توپير نه راځي. د اصلي جملې څخه د غېر ضروري کلمو، عبارت برخو او فقرو د بېل والي لپاره هم کامه استعماليږي.

بېلګه:

There’s a palace in London, just across the river, where I visited last week.
The new player, you know him, scored a brilliant century.
I suggest if that’s okay, that you let him go.

۶ – کامه د ځای د نومونو او نېټو ترمنځ د بېلوالي لپاره هم استعماليږي.

بېلګه:

Brisbane, Queensland, is a big city.
They were married April 05, 2013, in Melbourne.

– د کامې د کارونې په اړه درې تېروتنې:

۱- کامه په يو جمله کې دوه فعلونه چې  په and او يا but سره تړل شوي وي نه جدا کوي.

بېلګه:

ناسم:  I cleaned, and painted the box.
۲- کامه په يوه جمله کې دوه نومونه، د نوم فقرې او يا د نوم عبارت برخې چې په تړنې کلمې يا conjunction سره تړل شوې وي ن جدا کوي.

بېلګه:

ناسم: My coach, and our board president both sent letters.

۳- ناخپلواکه فقرې په کامې سره نه بېليږي.

بېلګه:

ناسم:  I’ll be late, if you don’t let me go now

 

ځيني لېکوالان د د ټکي لرونکې کامې (؛) او ساده کامې (،) ترمنځ توپير کې ستونزه پيدا کوي. دغه لېکنه د ټکي لرونکې کامې (؛) د استعمال ځايونه او له ساده کامې سره يې توپير درته په ګوته کوو.

– ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon:

ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د کامې په ډول د يوې جملې دننه نظريې سر تړي او له کامې يې کارونه قوي ده. لېکنه کې د  ټکي لرونکې کامې (؛) Semicolon کارونه لېکنه ډېره علمي  کوي او لوستونکي يې په ښه ډول ترې مفهوم اخېستلی شي.

۱- ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د يوې جملې دننه نېږدې اړیکه لرونکې فقرې یا clauses سره تړي. د ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon يوې او بلې خوا فقرې د يو شان وزن لرونکې وي.

بېلګه:

Some people write with a word processor; others write with a pen or pencil.

۲- د هغه دوه خپلواکو فقرو ترمنځ (؛) استمال کړی چې د لېږد په کلمو یا conjunctive adverbs or transitional phrases سره تړل شوي وي.

بېلګه:

However they choose to write, people are allowed to make their own decisions; as a result, many people swear by their writing methods.

۳- ټکي لرونکې کامه هغه وخت استعمال کړئ، چې د یو نوملړ دننه د ورته شيانو ترمنځ کامې کارول شوې وي. دغه صورت کې یو ګروپ له بل ګروپ څخه د ټکي لرونکې کامې په وسيله جدا کړئ.

بېلګه:

There are basically two ways to write: with a pen or pencil, which is inexpensive and easily accessible; or by computer and printer, which is more expensive but quick and neat.

۴- د خپلواکو جملو ترمنځ د کامې استعمال ناسم دی.

بېلګه:

Incorrect: The cow is brown, it is also old.

Correct: The cow is brown; it is also old.

لیکوال: شمس رحمانزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب