د ویښتانو ستونزه لرئ؟ لاندې خواړه مو مرسته کولی شي

ویښتان د انسان د ښایست یوه مهمه برخه ده. انسان کولی شي د ځینو روغتیايي خوړو خوړلو سره له ځنډ او خنډ پرته د خپل خوښې ویښته ولري. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د ویښتانو زرغونیدو او پیاوړې کیدو کې مرسته کوي اشنا کوو.

سالمن (Salmon) نومې کبان

دغه ډول کبان د اومیګا ۳ (Omega-3) نومې غوړ اسید یو له غوره منابعو څخه دی کوم چې د سر د پوټکی روغتیا په ساتلو کې ډیره مرسته کوي. دغه مواد د ویښتانو بیرته زرغونیدو کې مهم رول لوبوي. دغه ډول کبان زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) او امینو اسید (Amino Acid) هم لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکوي.

اووکادو (Avocado) میوه

په دغه میوه کې شته غوړ مواد ویښتانو ته ډیره لږه موده کې ځانګړی ځلا او ښکلا ورکوي. دغه میوه هم خپل ترکیب کې اومیګا ۳ نومې غوړ اسید لري کوم چې د سر پوټکی په روغ ساتلو کې ډیره مرسته کوي. په مسقیم ډول په پوټکي د دغې میوې وهل د کولیجن (Collagen) او الاستین (Elastin) نومې پروټینونو تولید کوم چې د سر د پوټکي لپاره ډیر زیات ګټور دی کې مرسته کوي.

د هګۍ ژیړ

د هګۍ ژیړ په کافي اندازه د اومیګا ۳ غوړ اسید او بایوتین (Biotin) نومې مواد لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکولو سربیره په ډیره لږه موده کې يي اوږدوي. کوښښ وکړئ د خپلو ویښتانو له امله په زیاته اندازه د هګۍ سپینه برخه مه استعمالوئ ځکه چې د هګۍ دغه برخه د بایوتین (Biotin) نومې موادو جذب له خنډ سره مخ کوي.

بادام

بادام هم بایوتین نومې مواد لري. په ورځنی ډول یو کوچنی ګیلاس په اندازه بادام د ښکلی او پیاوړی ویښتانو په لرلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

خوږ کچالو

خوږ کچالو خپل ترکیب کې بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري کوم چې د ویټامین اې (Vitamin A) او نور ټول هغه مواد چې د ویښتانو په زرغونیدو او پیاوړی کیدو کې مرست ه کوي جذبولو کې مرسته کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب