د وینې ګروپ د انسان له شخصیت او روغتیا سره تړاو

د ارواپوهنې او روغتیا په برخو کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړاو لري. څیړنو ښودلې چې د وینې د یو ډول ګروپ خاوندان په ډیرو صفاتو، ځانګړو، خویونو او عاداتو کې ورته والی او مشابهت لري.

همدارنګه څیړونکي وايي چې د وینې هر ګروپ لپاره ځانګړې مناسبې غذاګانې شتون لري، چې که پاملرنه ورته وشي د انسان په روغتیا او صحت کې مهم رول لوبولی شي.

په لاندې ډول د وینې ګروپونه په دریوو کټه ګوریو ویشل شوي دي، او د هرې کټه ګورۍ اړوند شخصیتونو رواني او روغتیايي حالت په لنډه توګه واضحه کیږي:

د (O+ او O-) ګروپ وینه:

د دې ګروپ (مثبت یا منفي) وینې درلودونکو کسانو مهم صفتونه سخاوت او قیادت بلل کیږي. تعامل ورسره اسانه او بې تکلفه وي، په ژوندانه کې نشیط او منظم خلک وي، په لوړ همت د خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي که څه هم دا کار ورته په هر قیمت تمامیږي. مثبت فکر لري، د هیچا څخه د مرستې او کومک غوښتنه نه کوي، هیښوونکي واقعات خوند ورکوي.

د دې ډول وینې درلودونکي کسان ډیرې خبرې کوي، له خپل نظر څخه په ټینګه دفاع کوي. د ثبات او استقامت خاوندان وي او د مشرتوب او قیادت ترڅنګ ګڼ استعدادونه لري. په اسانه یې په خبره ذهن رسیږي، همیشه د مشرۍ او زعامت غوښتونکي وي، د درس له ویلو سره ډیره علاقه نه لري خو په درس یې ډیر ژر سر خلاصیږي، خو له سپورټ او ورزش سره ډیر مینه لري. که څه هم د قوي ارادې خاوندان وي خو د راتلونکي ژوند په اړه ډیر اندیښمن وي.

د ظاهري شکل او لباس ښه ساتلو ته تر اندازې زیاته توجه کوي، د ښایسته غږ او اواز درلودونکي او د نري زړه خاوندان وي، په ټولو چارو کې همیشه ګذشت ته ترجیح ورکوي، بدي ژر هیروي او هیچا ته په زړه کې کینه نه ساتي، آن د مایوسۍ او نا امیدۍ په وخت کې يې هم موسکا په شونډو غوړیدلي وي.

له بلې خوا سرزوري او سركشه خلک وي، د نورو خلکو د نظر مخالفه نظریه اختیاروي، ډیر سیالي ګر وي او تنافس خوښوي، ژر غوصه کیږي، ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او خلک تر ځان ټیټ بولي، د نن کار سبا ته ځنډوي او کله کله په (نن او سبا) کې ډیر لوی چانسونه له لاسه ورکړي.

روغتیايي حالت:

د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان د پیاوړي هاضمې سیستم خاوندان وي، د بدن دفاعي ځواک یې قوي وي، خو د الرجي او بندونو د پاړسوپ له ناروغیو سره مخ کیدای شي.

غوښې، کبان، سبزیجات میوې او پروټین لرونکي خوراکونه د دوی د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي. خو له غنمو، لبنیاتو، لوبیا، کچالو، ممپلیو څخه باید پرهیز وکړي.

د (A+ او A-) ګروپ وینه:

د دې ګروپ وینې درلودونکي کسان ټینګ او کلک شخصیتونه وي، همیشه په واقعي شیانو باندې ترکیز کوي، هر شی د عقل په تله کې تلي او د عقل پر اساس هر ګام اوچتوي، د هر کار عملي نتایجو ته ګوري او احساساتي چلند نه کوي، خو کله کله یې عقل پر عاطفې غالب شي.

پیسې، کټه خرچي، سفر، سیاحت او ښه ژوند خوښوي، ډیر زیات کوښښ کوي چې د خپل ژوندانه وضعیت ورځ تر بلې ښه کړي، په ژوند کې بانظمه او په مینه کې مخلص وي، په هر کار کې موازنه او بیلانس ساتي، نوي ابتکارات کوي.

زړه سواند او نرم زړي خلک وي، یوازې په خپل شاوخوا کسانو باندې مهربانه وي، په محبت او ازدواجي ژوند کې د ډاډ او اطمنان احساس کوي، د چلونو او چلینجونو په وړاندې مقابله کوي او شعور او احساسات یې نه متزلزل کيږي.

نمیمت او د یو چا خبره بل ته انتقالولو څخه نفرت کوي، غوڅه او واضحه خبره کوي او صریح اقدام کوي. که څه هم د بل چا لپاره قرباني ورکول خوښوي خو د ستونزې پر مهال ځان ګوښه کوي او په هر کار کې د ځان لپاره برتري او امتیاز غواړي.

له بلې خوا د منفي سوچ درلودونکي شخص وی، سرکشي کوي، ګوښه توب او یوازیتوب خوښوي، د سستۍ او تنبلۍ خوا ته میلان لري، په ځان پوره باور نه لري، د خجالت او شرم له وجې د ځینو کارونو جرئت نه کوي او د یوازیتوب په وخت کې اسانه ژړا ورځي.

روغتیايي حالت:

د هاضمې سیستم یې ډیر حساس وي، د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری دی. د کولیسټرول، سرطاني ناروغیو، کم خونۍ، روماتیزم او شکر ناروغیو له ګواښ سره مخ کیدای شي.

سبزیجات، میوه جات، غله، سپینه غوښه (وازده)، د چرګانو سینه، کبان یې د صحت لپاره مناسبې غذاګانې دي، او له سرې غوښې، لبنیاتو، شین مرچ، لوبیا، کچالو، رومي بانجان، کیلې او غنمو څخه یې پرهیز یې د روغتیا لپاره ګټور دی.

د (B+ او B-) ګروپ وینه:

د دې وینې خاوندان په نوښتګرو او مبتکرو شخصیتونو پیژندل کیږي، په هر کار کې خپلواکي او استقلال غواړي، هیڅکله دا نه خوښوي چې څوک پرې انتقاد وکړي، په ځان باندې د ویاړ او افتخار احساس لري، په ډیر لوړ همت د مقصد د ترلاسه کولو کوښښ کوي، خو د ځان لپاره مشرتوب او زعامت نه خوښوي.

د دې وینې درلودونکي کسان رومانتیک (مینه ناک)، عاطفي او نرم مزاج لري، زیاتې خو ساده او بسیطې هیلې او امیدونه لري. کله ناکله د بل چا نظر ته اهمیت نه ورکوي او د بل چا په نظر اعتماد نه کوي، ځکه خو بعضي وخت په وچ مزاج او عدم اطاعت تورنیږي. د ځمکنیو واقعیتونو سره ټکر کوي چې له کبله یې کله ناکله د خفګان او تشویشونو ښکار ګرځوي.

ځیرک، نوښتګر او مبتکر شخص وي، د هر ډول وضعیت سره په اسانۍ عیاریدلی شي، نوې تجربې خوښوي، غواړي چې د نورو په نسبت بدل وي او په بدله طریقه خپل نظر څرګند کړي.

راښکونکی (جذاب) شخصیت لري، د خلکو پام یې پر لور وراوړي، د غلي او خاموش مزاج څښتن وي، کار په دقت سرته رسوي، په خپل ځانګړي اسلوب او خاص میتود د کارونو ترسره کول خوښوي او همیشه هیښوونکې فیصلې کوي.

فکر او سوچ کول خوښوي، او هغه کار یې خوښیږي چې د سوچ او تفکر ګنجایش په کې وي، څوک یې د عکس العمل تخمین او اټکل نه شي کولی او ډیر وخت یوناڅاپي عکس العمل ښیي.

له بلې خوا حساس طبعیت لري، جنجالي سړی وي، سم اطاعت نه کوي، کله کله ځمکني واقعیتونه هم نه مني یوازې هغه کارونه کوي چې خوند ورکوي، د غوصې په حالت کې یوازیتوب خوښوي او د درناکو پیښو په صورت کې ډیر سخت تشویش او خفګان کوي. په کار کې په استقلال او خپلواکۍ باندې دومره ټینګار او افراط کوي چې کله ناکله یې دغه صفت په عیب بدل شي.

روغتیايي حالت:

د غذا او هوا له بدلون سره ځان عیارولی شي، د بدن دفاعي ځواک یې پیاوړی دی، الرجي نه لري، خو د ستړیا او شكر له ناروغیو سره مخامخ کیدای شي.

غوښې، کبان، لبنیات، سبزیجات، میوه جات یې د روغتیا لپاره مناسبې غذاګانې دي. خو د چرګانو غوښه، آم، انګور، جوار، د آفتاب پرست غوړي، غله، نخود یې د صحت لپاره مناسب خواړه نه دي.

د (AB+ او AB-) ګروپ وینه:

د دې ګروپ وینې څښتان په بخل او اجتماعي ژوند سره پیژندل کیږي. خیالي شخصیت لري، د خیالونو په دنیا کې ژوند کولو سره مینه لري خو ځمکني واقعیتونه هم له پامه نه غورزوي.

اجتماعي مزاج او شخصیت لري، په اجتماعي ژوند کې صداقت او امانت خوښوي، د شعر، ادبیاتو او هنر په برخه کې کامیاب شخصیت وي، کارونه په سرعت سرته رسوي، خو په مهمو فیصلو کې متردد او دوه زړي وي، همدا علت دی چې کله ناکله ډیر لوی چانسونه د لاسه ورکوي. د غلي مزاج خاوند دی، که څه هم اجتماعي شخص دی خو په کور کې کیناستل یې خوښیږي.

همیشه د نوو ملګرو د پیدا کولو په لټه او کوشش کې وي، د ډیپلوماسۍ قوي استعداد لري، د قوي حافظې خاوند، مهربانه او ځیرک شخص وي، شاوخوا کسان ورسره د ډاډ او اطمنان احساس کوي ځکه چې تعامل یې په صداقت او انصاف ولاړ وي، بیروبار او د خلکو ګڼه ګوڼه یې خوښیږي.

خلکو ته نصیحت کول خوښوي خو خلک یې په اسانۍ په نصیحت نه پوهیږي، د مشکلاتو څخه د راوتلو په چل ډیر ښه پوهیږي او ځان چلینجونو ته نه ورکوي، ډیر محتاط شخص وي.

یو شی یې په اسانۍ نه خوښیږي خو کله چې يې خوښ شي بیا یې همیشه خوښ وي، خپل مور او پلار پرې تر بل هر چا زیات ګران وي، د ځینو کسانو په مخ کې بې زړه خو د ځینو نورو په وړاندې بیا ډیر جرئتمند او زړور وي.

خو له بلې خوا چندان مهارت نه لري، په پریکړو او فیصلو کې متردد او دوه زړی وي، ډیر ژر غصه کیږي، جنجالي شخص وي، د زړه خبرې چا ته نه بربنډوي،خفګان او خوشالي دواړه یې تر اندازې زیاته وي.

د چا څخه ډیر نه متاثر کیږي خو په اسانۍ تسلیمیږي او کله کله داسې کارونه کوي چې هیڅوک یې په معنی نه پوهیږي.

روغتیايي حالت:

د هاضمې سیستم یې ډیر حساس دی، د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری دی، د سرطان، کولیسټرول او کم خونۍ له ناروغیو سره مخامخ کیدای شي.

کبان، سبزیجات، میوه جات، او لبنیات یې د روغتیا لپاره مناسب خوراکونه دي، اما د چرګانو غوښه، آم، انګور، جوار، نخود، او د افتاب پرست غوړي یې د صحت لپاره غیر مناسبې غذاګانې دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب