
د ورځ یوه سترګه خوب قیلوله د ډیرو ناروغیو مخه نیسي!
قیلوله یا د ورځې لنډ خوب، چې ډېری وخت د غرمې له خوړو وروسته کیږي، نه یوازې د بدن د ستړیا د کمولو لپاره ګټوره ده، بلکې د یو شمېر ناروغیو د مخنیوي لپاره هم مؤثره تمامېږي. نو که تاسو وخت پیدا کولی شئ چې د ورځې لږ تر لږه ۲۰ دقیقې ویده شئ، نو دا عادت مو نه یوازې ذهنی تمرکز زیاتوي، بلکې د زړه او اعصابو روغتیا ته هم فایده رسوي.
د ورځې له مخې یوه سترګه خوب یا قیلوله د روغې سټې لپاره ګټه لري.
په استرالیا کې د یوې ترسره شوې څيړنې له مخې ویل شوي، چې د ورځې له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې خوب د انسان د اعصابو فعالیت په مثبت ډول اغیزمنوي.
د اسټرالیا دایډیلیډ پوهنتون یوې پروفیسرې میرمن فیونا کیر ویلي، چې د ورځې یوه سترګه خوب حافظه قوي کوي او د انسان ستړیا ختموي.
نوموړې زیاتوي، چې دا خوب اعصاب وینځي او ذهني ځواک زیاتوي.
د اسټرلیا هیواد د پروفیسرانو دا څیړنه زیاتوي، چې د ورځې له مخې دا د لنډ مهال خوب د د وینې د فشار او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
۱. قیلوله او زړه
څېړنې ښيي چې منظمې قیلولې د زړه ناروغیو خطر کموي. هغه کسان چې په منظم ډول قیلوله کوي، د زړه حملې یا لوړ فشار امکان یې کم وي، ځکه چې قیلوله د فشار او سټرېس کچه راکموي، کوم چې د زړه روغتیا لپاره ډېر مهم دي.
۲. دماغي تمرکز او یادښت ته ګټه
قیلوله د مغز لپاره یو ډول “ریسټارټ” ده. دا نه یوازې د دماغ تازه والی راولي، بلکې د یادښت، تمرکز، او خلاقیت کچه هم لوړوي. ډېری پوهان، محصلین او هنرمندان له قیلولې وروسته ښه کارکردګي ښيي.
۳. قیلوله او معافیتي سیستم
د کافي خوب نشتوالی د بدن معافیت کموي، خو یوه لنډه قیلوله د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کولی شي. دا مرسته کوي چې بدن د باکتریا، ویروسونو او نورو ناروغیو پر وړاندې ښه مقابله وکړي.
۴. د رواني فشار کمول
قیلوله د رواني فشار (سټرېس) د کمولو تر ټولو اسانه، ارزانه او فطري لاره ده. کله چې انسان لنډ وخت ویده شي، بدن ته د آرام سیګنالونه استول کېږي، او همدا کار د اعصابو سستوالي، اضطراب، او خپګان د کمښت لامل کېږي.
۵. قیلوله د شوګر (Diabetes) خطر کموي
څېړنو ښودلې، هغه کسان چې منظم قیلوله کوي، د دویم ډول شکرې خطر یې کم وي. قیلوله د بدن هورموني توازن ته وده ورکوي او د انسولین ښه تنظیم سره مرسته کوي. دا کار د وینې د شکر کچه ثابته ساتي، چې دا د شکرې ناروغانو لپاره ډېر ارزښت لري.
۶. د بدن انرژي بیا رغوي
کله چې بدن د ورځې په اوږدو کې ستړی شي، د تمرکز او فعالیت کچه ټیټه شي. قیلوله بدن ته دا فرصت ورکوي چې له سره انرژي واخلي، عضلې استراحت وکړي، او د مغز د فعالیت لپاره نوې قوه چمتو کړي. دا کار په ځانګړې توګه هغو کسانو ته ګټور دی چې اوږدې کاري ورځې لري یا د شپې کافي خوب نه لري.
۷. د عمر اوږدوالي سره اړیکه
ځینې څېړنې دا هم ښيي چې قیلوله کولی شي د انسان د عمر د اوږدوالي سره مرسته وکړي، ځکه چې دا د زړه، اعصابو، او د بدن نورو سیسټمونو توازن ساتي. د آرامتیا دا عادت بدن ته د زړښت پروسه ورو کوي.
۸. قیلوله او طب نبوي
پیغمبر اکرم ﷺ به قیلوله کوله، او صحابه کرامو ته به یې توصیه کوله چې د ورځې یوه سترګه خوب وکړئ. په طب نبوي کې قیلوله د روغتیا د ساتنې او د عبادت لپاره د ځواک اخیستلو یوه وسیله ګڼل شوې ده. روایتونه هم شته چې “قیلوله وکړئ، ځکه شیاطین قیلوله نه کوي.”
مهم ټکي د قیلولې لپاره:
وخت: غوره وخت د غرمې له خوړو وروسته دی (تقریباً ۱۲:۳۰ – ۲:۰۰).
موده: ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې، تر څو له خوبه وروسته د ستړیا احساس رامنځته نه شي.
محیط: آرام، تیاره یا نیم تیاره ځای غوره کړئ چې بدن ښه استراحت وکړي.
دوام: هڅه وکړئ دا عادت منظم وساتئ، حتې که هره ورځ هم نه وي، خو پرلهپسې یې وکړئ.