د واده لپاره د ښځو څو مهم خصلتونه

هغه مهم خصلتونه چې که چیري په یوه میرمن کې وموندل شي،نو جرګې مرکي به هم پری زیاتی شي:
(۱): دین (۲) اخــــــــــــلاق (۳) جمال او ښائست ولري (۴)مهر ئی کم او اندک ټاکل شوی وي (۵): پیغلتوب .

۱: واده او ازدواج ددی امت د ځواکمنتیا او قوت یو ښه سمبول دی چې د بیا راژوندي کیدو او ددښمن د ډارولو سبب کیږي؛ ځکه چې له یوی خوا د نوي نسل د تکثیر او ډیرښت سبب کیږي، او له بلې خوا دځمکې د عمران او آبادۍ غوره وسیله ده؛ له همدی کبله خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) خپل پیروان د هغو میرمنو سره واده ته کولو ته هڅولي دي چې ولوده میرمن وي ( ډیر اولاد راوړي). او په دی اړه فرمائي: (( تزوجوا الولود الودود، فانی مکاثر بکم الامم یوم القیامة )) [ابوداؤد، نسائی ، احمد] .

ترجمه: تاسی د ډیر اولاد راوړونکو میرمنو سره او دهغو میرمنو سره چې د خپلو مړونو سره زیاته مینه پالي واده وکړۍ، ځکه چې زه به د قیامت په ورځ پر ټولو امتونو باندی د خپل امت په کثرت او ډیرښت باندی ویاړم )).

۲ــ د ازواج او واده له کبله د کورنیو تر منځ یو پیوند او اتحاد را منځ ته کیږي، او ددی په نتیجه کې د مسلمانانو تر منځ د الفت او دوستي مزي مظبوتیږي، لوی پروردګار (جل جلاله ) فرمائي: ((یآ ایهاالناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبآئل لتعارفوا، ان اکــــــرمکم عندالـــله اتقاکم ، ان الله علیم خبیر ). [ سورة الحجرات / ۱۳].

ترجمه: ای خلکو! ما تاسی له یوه نارینه او یوی میرمنی څخه پیدا کړي یاست، او بیا می تاسی ولسونه ولسونه اوقبیلې قبیلې ګرځولي یاست تر څو یوبل وپیژنۍ، په حقیقت کې پر تاسې کې بهترین خلک هماغه دي څوک چې د زیاتې تقوا لرونکي وي، او لوی پروردګار په هر څه باندی زیات پوه او زیات خبر لرونکې دی )).
د واده د بې شمیره ګټو څخه یوه هم داده چې: زیاتره مهال د مختلفو پرګنو او ټبرونو تر منځ شخړی او اوږدی کشالې پرتې وي ،خود همدې واده له امله د کدورت او جنګ دغه خړه پړه فضا په صمیمیت او دوستۍ باندی بدلیږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب