د هوا ککړتیا څه شی دی؟- د کابل د هوا ککړتیا

د هوا ککړتیا څه ته وايي؟

د کابل د ککړې عوامل څه دي؟

په جنګ ځپلو هیوادونو او ښارونو کې د هوا د ککړتیا لوی لامل په چټکه توګه ښاري ژوند ته د راګرځیدو هوس او تلوس ده؛ چې نا پلان شوې ښاري پراختیا رامنځ ته کوي او دې ټکو ته پام نه کیږي چې  د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي فابریکو جوړول، زراعتي سیمي او شنې ساحې په پآم کې نه نیول، د نفوسو چټکه وده په پام کې نه نیول، چې په  راتلونکو نږدې کلونو کې څومره چاپیریال ککړولی شي؛ چې ښه مثال یی د کابل هوایی میدان په څو کیلومترۍ کې د سرک نو او پکتیا کوټ سیمه ده چې د کابل اکثر صنعتي فابریکې پکې آبادې دي د دغې سیمي تر څنګ یی د کابل د هوا په ککړیدو کې ستر رول لوبولی دی.

دویم قدم کې  د کابل ښآر د هوا د ککړوالي لوي لامل  ښاري ټرانسپورټ دی. په ښاري ټرانسپورټ کې  په موټرو کې د ټیټ کیفیته تیلو څخه ګټه اخیستنه،  د زړو موټرو زیاتوالی او د ترافیکي مدیرت نه شتون دی، دریم لوی لامل د کابل د ککړي هوا د سون لپاره د لرګیو او ډبرو سکارو کارول دي، په کابل کې  ښارګوټي  او د ودونو هوټلونو کې تصفیخانې نه دي   نصب شوي او داسي توکې د سون لپاره کاروي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، څلورم لامل د په کابل ښار کې د شنو ساحو کمښت او نشتون دی او د دې برسیره د وګړو ناغیړي هم ده چې د خپلو کورونو خځلې په خلاصو ساحو کې اچوي. په کابل کې د نفوسو د شمیر زیاتوالی هم  د هوا د ککړیدو عمده لامل شوی دی چې  په ډیره کمه سیمه کې ډیر زیات وګړي هستوګن دي، د نفوس تراکم د دې باعث ګرځیدلی چې د کابل  غرونه غونډۍ او شنې ساحې په رهایشي سیمو بدلې شي. بل   داچې د کابل له ښاره غرونه را چاپیر دي او دغه شاوخوا غرونه د دی عامل ګرځیدلي  ترڅو ګرد او دود پری نږدی چی د کابل له ښاره ووځي.

د کابل ښار  هوا د ککړیدو مخنیوي

د افغانستان په څیر جنګ ځپلی او جګړه کې ښکیل هیواد پلازمینه کې د پورته یادو شويو لاملونه  مخنیوی اسان کار هم نه دی ځکه دلته ښه حکومتولي، نتیجه وره پالیسي او اړینه تکنالوژي نشته، اقتصادي مافیه برلاسې ده، د زړو موټرو د ترمیم منظم سیستمونه نشته، له بلې خوا دا زاړ موټرونه د بیوزلو هیوادولو لپاره د روزۍ پیداکولو وسیله ده. او د  له منځه وړلو په بدل کې یی د تاوان ورکولو وس په موجوده دولت کې نشته.
خو که اراده او له شته امکاناتو څخه سالمه استفاده او تخصص شتون ولري د امکان تربریده یی مخه نیول کیدای شي.

تر ټولو لومړی یوه ستراتیژک پلان ته اړتیا ده، چې په دې کې د ځمکو څخه د تل پاتې ګټې اخیستنې  پلان مهم توکی دی؛ تر څو په راتلونکو کلونو کې  هغه ساحې چې تر خطر لاندې وي په نښه او خوندي کړاي شي. د مثال په توګه په هغه ساحو کې باید ساختمانونه جوړ نه شي چې د ښار د اوسیدونکو د اوبو زیرمې تر خطر لاندې راولي. بل  دا چې  د ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې  د ښاري ټرانسپورټ په واسط د رامنځ ته شوي ککړتیا د اصلاح لپاره موټرونه په تکنالوژۍ سمبال او د هغو د تیلو په کیفیت تمرکز وشي او ښاري ترافیک کنټرول شي.
د برېښنا او ګاز کمیت او کیفیت ته پام وشي او بیه یې راښکته شي،  تر څو خلک مجبور نه شي چې د کورونو د ګرمولو لپآره په بخاریو کې د ډبروسنکاره او نور ککړونکي توکي وکاروي.

په څاګانوکې د فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره قوانین او مقررات  جوړ او پلي شي. د اوسیدو ساحو کې نږدي صنعتي کار خونې وتړل شي . خام سړکونه او کوڅې پخې او د څنګ ویالې یې جوړې او د باران  اوبه مدیرت شي په ښار کې  فاضله مواد  سم راټول، انتقال او پروسس شي.
اوسنی کابل ښار باید  پراخه کړی شي. ټولې شنې ساحې بیا ورغول شي په کوڅو، د سرکونو غاړو، ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کې نیالګې ولګول شي.
دغه پورته موارد هغه وخت شوني کولی شو چې دولت اراده  ولري او د ولس همکاري جلب کړي .

عبدالرحمن احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب