ژوند راز

د نېکمرغه ژوند رازونه

د سعادت او نېکمرغۍ کلمه پر ژبه ډېره آسانه او هر چا ته خوښه کليمه ده.
نېکمرغي په حقیقت کې هغه داخلي شعور او انګېزه ده چې له کبله یې انسان ته یو لړ داخلي اطمئنان او ډاډګېرنه حاصلیږي، او د زړه د آرامتیا، د سینې د پراختیا او د ضمیر د سپېڅلتیا لامل ګرځي.

په ګرده نړۍ کې به هېڅ داسې انسان ونه موندل شي مګر دا چې په ژوند کې به د نېکمرغۍ او سوکالۍ هیله مند وي.

په واقعیت کې هر انسان د نېکمرغۍ په اړه یو ځانګړی تعریف لري، خو په ټولنیزه کچه ډېری وګړي داسې انګیري چې نېکمرغي په زیات مال او شتمنۍ کې نغښتې ده، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ماډرنیزم یا عصریتوب پلویان دي، نېکمرغي په زرینو قصرونو ، عصري وسایلو او په زړه راښکونکو موټرو او مادي وساېلو پورې منحصره ګڼي.

بل لوري ته ځیني بیا داسې اعتقاد لري چې نېکمرغه انسان هغه دی چې ګڼ شمېر اولاد ولري، یا هم په لوړ دولتي پوسټ او مقام باندی کار وکړي.د ځینو نورو په آند په ژوند کې د یوې ښکلی پیغلې سره واده کول چې هم مال او هم کمال ولري نېکمرغي ده، ځیني نور چې په ټولنه کې د وجاهت او شــهرت د لرلو تږي دي نېکمرغې د ټولنې په سیادت او قیادت پورې تړلې بولي.

که اصلي او مقصودي خبرې ته راوګرځو، نو راته په ډاګه به شي چې دنیوي ملذات ( خوندونه) هغه لنډ مهاله خوندونه دي چې څه موده وروسته له منځه ځي، او هر هغه څوک چې په ژوند کې د همدې مؤقتي خوښیو لپاره ژوند تېرول غواړي، هېڅ کله به د ريښتينې نېکمرغۍ او سعادت خوند ونه څکي، او نه به هم د آخرت لپاره دا ډول وګړي څه زېرمه ولري.

نېکمرغي په مال کې نه ده، که داسې وای نو قارون به ډېر نېکمرغه وای، او نه هم په لوړو منصبونو او چوکیو کې ده، کنه نو هامان چې د فرعون وزیر ؤ نن به د نړۍ ډېـــــــــر نېکمرغه انسان وای، بلکه واقعي سعادت په الهي طاعت، راسخه عقیده، او د ګناه او معصیت څخه په ځان ژغورلو کې نغښتی دی، او دا ځکه چې اسلام تل غواړي دامت په زړونو کې یوه روحاني سپېڅلتیا را منځ ته کړي .
لوی پروردګار ( جل جلاله) داسې فرمائي: (( فمن زحزح عن النار و ادخـــل الجــــنة فقـــــد فاز)). سورة آل عمران آیة ۱۸۵
ترجمه: او هر هغه څوک چې د اور څخه لری کړای شو او جنت ته ور داخل کړای شو، نو په حقیقت کې بریالی شو.

که چېرې یو انسان په دنیوي ژوند کې پر نېغه لاره باندې تلل پیل کړي، او د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) د دستوراتو او آوامرو پیروي وکړي، د خپل پروردګار څخه وډار شي او په پټه او ښکاره یې د خپل ځان څارونکې وبولي، او هڅه وکړي چې د ګناه په خوندونو یې لمن ککړه نه شي… په حقیقت کې دا هغه څه دي چې انسان پرې د کامیابۍ تر درشله رسېږي او نېکمرغي پرې پیلوي.

په نړۍ کې به ډېر کم داسې خلک ومیندل شي چې هغوي د واقعي نيکمرغۍ په حقیقت پوهېدلي وي ،او د هغې د لاس ته راوړلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې وي، او دنیوي ژوند یې د آخرت لپاره یو پل ګرځولی وي،خو هر هغه څوک چې دريښتیني سعادت په حقیقت پوهیدلي وي، دوي هغه کسان دي چې هېڅ کله هم د دنیاد دې لنډ مهاله ژوند په مقابل کې خپل د آخرت تلپاتی ژوند له لاسه نه ورکوي، لکه چې لوی څښتن تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایي:

((من کان یرید الحیاة الدنیا و زینتها نوف الیهم اعمالهم فیها وهم فیها لا یبخسون ـــ اولئک الذین لیس لهم فی الآخرة الا النار و حبط ما صنعوا فیها و باطل ما کانوا یعملون )). سورة هود ۱۵ ـــ ۱۶

ترجمه:کوم خلک چې یواځې دهمدې دنیا د ژوند او دهغې د ښکلاو غوښتونکي دي، د هغو کړو وړو ټوله مېوه مونږ همدلته ورکوو، او په دې کې به د هغوی سره هېڅ کمی نه کېږي، او په آخرت کې ددغه راز خلکو لپاره له اوره پرته نور څه نشته، هلته به معلومه شي هر هغه څه چې دوي په دنیا کې کړیدي هغه ټول خاورې ایرې شول، او اوس د هغوی ټول کړه وړه محض باطل دي.

که څوک په ريښتیني توګه په ژوندانه کې نېکمرغي غواړي نو باید د هغو لارو چارو پلټنه او څارنه وکړي چې سعادت ته لاره هواروي.

شیخ عبدالرحمن السعدي (رحمه الله) د نېکمرغۍ د څو مهمو محورونو یادونه کړېده چې دلته یې په لنډه توګه د یو څو یادونه کوو.

(۱): ایمان او نېک عمله چارې :

لوی څښتن تعالی فرمائي(( من عمل صالحا من ذکر او انثی و هو مؤمن فلنحیننه حیاة طیبة و لنخزینهم اجرهم بأحسن ما کانوا یعملون ). سورة النحل ۹۷
ترجمه: هر څوک چې ښه عمل وکړي، که هغه نارینه وي او که ښځینه په دې شرط چې مؤمن وي، په هغه باندې به مونږ په دنیا کې سپېڅلۍ ژوند تېر کړو، او په آخرت کې به دغسې خلکو ته د هغو اجر ډېرو ښو عملونو سره سم ورکړو.
نېکمرغه او خوشحاله ژوند د اهل ایمان او د نېک صالحه عملونو د سرته رسوونکو کسانو په برخه وي، اما له دې پرته که څه هم یو تن ډېر آسوده ژوند ولري، ولې په حقیقت کې د ده ژوند له کړاونو څخه ډک دی.

مؤمن انسان که څه هم چې په ژوند کې به د راز راز آزمېښتونو سره مخامخ کېږي، ولې بیا به هم د بې ساری خوښۍ او سوکالۍ احساس کوي.
په اسلامي زرین تاریخ کې هر کله که د شیخ الاسلام (ابن تیمیة (رحمه الله) ژوند ولټول شي نو جوته به شي چې د نوموړي ژوند له ډېرو کړاوونو او سختیو څخه ډک ؤ، ډېرې سختۍ یې د اسلام لپاره وګاللې، څو ځلې د اسلامي پولو نه ددفاع په پلمه د زندان تر دروازو پورې کش شویدی.

د اسلام دښمنه ځواکونو په لاس څوځلې دده د مرګ او ترور نقشې په لاره اچول شویدي، خو ددې ټولوپه مقابل کې به یې ویل: زما سره د خوښیو باغ (ایمان) زما په زړه کې دی، او هر چېرته چې سفر کوم زمانه نه بیلیږي،که دښمنان مې زندان ته راکش کړي، نو دا زما لپاره تجرد (ځانله توب ) دی، او دا تجرد زما لپاره یوه غوره فکري ځاله ده، که مې ووژني نو شهید به شم ، او که مې له خپل هېواد او خاورې نه وشړي، نو دا د خپل ځان لپاره سیاحت بولم.

په یو بل ځای کې نوموړی داسې وایي: ريښتینی زنداني هغه څوک نه دی چې په زولنو تړل شوی وي او د زندان د تورو تمبو شاته ژوند تېروي، بلکې اصلي بندي هغه دی چې زړه یې د لوی څښتن تعالی (جل جلاله ) د یاد څخه خالي وي، او د شهوت په کړیو او زنځیرونو تړل شوی ، او لمن یې د ګناه په خوندونو ککړه شوي وي.
ابن القیم (رحمه الله ) د شیخ الاسلام ( ابن تیمیة) په اړه داسې زیاتوي: (واللـــه ما رأیت احدا أطیب عیشا منه ــ مع ما کان ضیق العیش ، فهو من اطیب الناس عیشا و أشرحهم صدرا و اقواهم قلبا و أسرهم نفسا، تلوح نضرة النعیم علی وجهه).

زما دې په لوی پروردګار باندې سوګند وي چې ما له ده څخه د یو نېکمرغه ژوند درلودونکی نه ؤ لیدلی، که څه هم چې ډېرې سختۍ یې وګاللې، او ژوندنیزو ستونزو به یې کله کله ژوند ګواښاوه، ولې بیا هم د مسکا نه ډکې سترګې، پراخه سینه او د یو زړور زړه خاوندؤ، دیو داسې خوشحاله ژوند درلودونکی ؤچې د خوښۍ او د تبسم نښې نښانې به یې له ورایه پر مخ ځلیدلې.

(۲): دخلکو سره پر ژبه او عمل باندې ښېګڼه کول:

د خلکو سره په ښېګڼې او نیکي کولو سره د انسان غمونه او اندېښنې را کمېږي، او لوی څښتن تعالی له یوه بنده سره په هغه ډول چلند کوي په کوم ډول چې دی یې د هغه له بنده ګانوسره کوي .
امام ابن القیم ( رحمه الله ) فرمائي: ( من رفق بعباد الله رفق الله به ، و من رحمهم رحمه، و من أحسن الیهم احسن الیه… و من نفعهم نفعه ، ومن سترهم ستره، من منعهم خیره منع خیره ).

چا چې د الله ( جل جلاله) د بندګانو سره د نرمۍ نه کار واخست، او پرې ورحمېده ،لوی پروردګار به هم ورسره نرمي وکړي او پرې وبه رحمېږي، او چا چې له دوي سره ښېګڼه وکړه نو له دوي سره به هم ښېګڼه وشي، او هر هغه چا چې دوي ته نفع او سودمنتیا ورسوله، نو دی به هم سودمن شي، او هر هغه چا چې پر دوي پرده واچوله نو د ده په خطاء ګانواو تېروتنو به هم پرده واچول شي،او هر هغه چا چې له نورو سره د خیر چارې پرېښودې نو دی به هم ښاد نه شي).

(۳): د ګټور علم زده کول:

د انسان د نېکمرغۍ د لاملونو څخه یو لامل د ګټور علم زده کول دي، په ځانګړې توګه هغه علم چې په یوه ټولنه کې ډېر خلک ورته اړتیا لري، دا ځکه چې په دې سره په ژوند کې د اندېښنو ګراف را ټیټیږي، انساني غمونه شاته پاتې کېږې، او انسان ته خوښي ورپه نصیب کېږي.

(۴): د نن کار نن سر ته رسول:

د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه مه کوه، او د ماضي غمونه دې شاته وغورځوه، په دې توګه سره به دې نن اصلاح شي، او د خپل اوسني ژوند څخه به خوند واخلې، خوږ پېغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایي: ( احرص علی ما ینفعک، واســـتعن با الله و لا تعجز وان اصابک شئ فلا تقل لو انی فعلت کذا و کذا، ولکن قل قدر الله و ما شآء فعل، فان لو تفتح عمل الشیطان )). رواه مسلم.

ترجمه: په هر هغه څه باندې چې تاته ګټور وي تلوار کوه او حریص اوسه، او له خپل بښونکي خدای (جل جلالهّ) څخه دې د مرستې غوښتنه کوه، او ناتوانه کېږه مه، او که څه غم درپېښ شي نو مه وایه چې که چېرې مې داسې کړي وای او هغسې کړي واي، بلکې داسې ووایه ( قدرالله و ماشآء فعل )، یعنې د الله (جل جلاله) د تقدیر پریکړه همداسې وه او هغه څه یې وغوښتل تر سره یې کړل ، دا ځکه چې د ( که چېرې) کلمه د شیطان لپاره د عمل دروازه خلاصوي).

(۵): د الله (جل جلاله) یادونه په کثرت سره تر سره کول:

د سینې د پراختیا او د ډاډه ژوند د تر لاسه کولو لپاره یو له مهمو لارو څخه په کثرت سره د لوی الله ( جل جلاله) یادونه ده، لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې فرمائي (( ألا بذکر الله تطمئن القلــــــوب )). سورة الرعد ۲۸ آیت.

(۶): په ژوند کې د ځان څخه ټیټو خلکو ته کتل:

د دولت مندۍ او صحت مندۍ په هکله په ژوند کې د ځان څخه تل ټیټو خلکو ته ګوره،هغو خلکو ته چې ستا په څېر نه مال لري او نه هم صحت او ځواني. په دې هکله پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) داسې فرمایي(( انظروا الی من اسفل منکم ولا تنظروا الی من هوفوقـــکم ـــ فهو أجدر ان لا تزدروا نعمة اللــــه )). رواه مســــلم.

هغه چا ته تاسې وګورۍ چې تر تاسو ټیټ وي، او هغـــه چا ته تاسې مه ګورۍ چې له تاسې پورته وي،د هغه لپــــاره دا ډېره غوره او منـــاســبه ده چې تر څو د الله (جل جلاله) دنعمت پر وړاندې بې اعتنائي او بې پروائي ونه کړي.

نو له پورتني حدیث شریف څخه معلومېږي چې یو انسان ته نه ښائي چې په ژوند کې دولتمندو او ځواکمنو خلکو ته ځیر شي، بلکې ده ته ښائي چې پخپله ټولــــنه کې هغه بې وزله او مسکینه خلکو ته پام وکړي چې د یوې خیمې پرته بل هېڅ نه لري، هغه خلک چې نه لاس لري او نه هم پښې، او که چېرې داسې ونه کړي نو بیا به انسان د ټولو هغو نعمتونو څخه بې پروا شي چې لوی څښتن تعالی پری لورینه کړېده.

(۷): هڅه وکړه تر څو د هغو سببونو څخه ځان لرې وژغورې کوم چې غمونه را جلبوي:

د نېکمرغه ژوند لپاره د خوښۍ لاملونه او سببونه ولټوۍ، او دتېرې زمانې غمیزې هغه چې ځان ژغورل ترې ناشونی ؤ له خپل ذهن څخه دتل لپـــاره له یاده وباسئ، اوهڅه وکړۍ چې ځان ته دا قناعت او ډاډ ورکړۍ چې په دې پیــښو کې اوس تفکیر کول یواځې د خپل وخت د ضایع کولو څخه پرته بل هېڅ نه دي، نو باید ددې پر ځای دخپل راتلونکي په اړه فکر وشي چې تر څو دغه غمیزې بیا تکرار نه شي.

(۸): زړه دې ټینګ او غښتلی کړه:
د زړه د تقویت لپاره هلې ځلې پیل کړه او د ناوړه فکرونو څخه ځان وژغوره، ځکه هرکله یو انسان خپل ځان ناوړه فکرونوته وروسپاري، نو د زړه بیمارۍ به یې نورې هم زیاتې شي، بدن به یې کمزوری او حتی شونې ده چې پر عصبي تکلیفونو مبتلا شي.

(۹): پرخپل خدای (جل جلاله) باندې اعتماد وکړه:
پر خپل لورونکي خدای (جلت عظمته ) باندې ښه ګمان کوه، او ورباندې ټینګ باورمند اوسه او هېڅ کله بې باروۍ ته ځان مه تسلیموه،بلکې د خپل بښونکي خدای د بې ساري لورینو په اړه هیله مند اوسه،دا ځکه چې پر لوی څښتن تعالی باندې ويسا او باور در لودل د زړه آرامتیـــا تـــــــه لاره هواروي.

(۱۰): د یوې ناوړه پېښې سره د مخامخ کېدلو په صورت کې ( د غم د یادولو پر ځای دې ) دیني او دنیوي نعمتونه په خپل ذهن کې منقوش( انځور) کړه

په دې توګه به درته جوته شي چې لا اوس هم د ډېرو نعمتونوڅخه برخمن یې.
په پای کې د خپل لوی او بښوونکي خدای (جلت عظمته) څخه دعاء کوو چې مونږ ټولو ته دنېکمرغه ژوند د تېرولو توان راپه برخه کړي،او په پای کې مو جنت په برخه شي، او هم په دنیا او هم په آخرت کې مو بریا په نصیب کړي.

لیکنه : د/ سعود بن نفیع السلمي
ژباړه: محمد خالد ملکزی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: