د نړۍ چټک انټرنيټ په کومو هیوادونو کې ده!؟

د جنوبي کوریا نږدې۸۰ سلنه وګړي د نړۍ تر ټولو چټک انټرنېت ته لاسرسی لري خو د نېټ په کارولو کې بيا له ځينو محدوديتونو سره مخ دي. د راپورونو پر بنسټ، په جنوبي کوريا کې انټرنېټي فعاليتونه په جدي توګه سانسور کېږي.

اکامې؛ د انټرنېټي اسانتیاوو وړاندې کوونکې کمپنۍ، چې د امريکا په ماساچوسټ ايالت کې موقعیت لري وایي: انټرنېټ يې په منځنۍ توګه په هره ثانيه کې ۶.۳ مېګابایټه ډېټا لوډ کولای شي. سره له دې چې په يوه ثانيه کې د ۶،۳ مېګابايټه ډېټا لوډ کېدل د انټرنېټ غوره سرعت دی او د دغسې چټک سرعت درلودونکي نېټ په مرسته د Netflex ويډيوګانې په راحتۍ سره کتل کېدای او برېښناليک پرې په اسانۍ سره استول کېدای شي، خو بيا هم دا د انټرنېټ تر ټولو غوره سرعت نه دی.

دلته به د هغو هېوادونو په اړه معلومات درکړو چې انټرنېټ پکې تر ټولو ډېر چټک دی.

جنوبي کوریا

د اکامې د راپور پر بنسټ، په جنوبي کوریا کې خلک له تر ټولو چټک انټرنېټ څخه برخمن دي. په دغه هېواد کې د انټرنېټ منځنۍ چټکتیا ۲۹ مېګابایټ پر ثانیې ده، چې د نړۍ د انټرنېټ تر منځنۍ چټکتیا ۴،۶ برابره ډېره ده. د دې معلوماتو پر بنسټ که وغواړو چې يو HD کيفيت لرونکی فلم چې ۵ ګېګابايټه حجم ولري، ډانلوډ کړو نو په جنوبي کوريا کې د دې کار لپاره يوازې دوه نيمې دقيقې وخت ته اړتيا لرو.

your ads

د جنوبي کوریا نږدې۸۰ سلنه وګړي د نړۍ تر ټولو چټک انټرنېت ته لاسرسی لري خو د نېټ په کارولو کې بيا له ځينو محدوديتونو سره مخ دي. د راپورونو پر بنسټ، په جنوبي کوريا کې انټرنېټي فعاليتونه په جدي توګه سانسور کېږي.

ناروې

د ناروې د انټرنېټ چټکتیا د تېرو څو کلونو په پرتله ۶۸ سلنه ډېره شوې او په دغه هېواد کې د انټرنېټ چټکتيا ۲۱.۳ مېګابایټ پر ثانیې ته رسېدلې ده. د انټرنېټ په دې چټکتیا سره، یو کمپیوټر کولی شي چې پنځه د لوړ کيفيت لرونکي انځورونه په یوه ثانیه کې ډانلوډ يا اپلوډ کړي.

سویډن

د سویډن د انټرنېټ چټکتیا ۲۰.۶ مېګابایټ پر ثانيې ته رسېږي. په سويډن کې د انټرنېټ سرعت اوسمهال د تېر په پرتله ۳۲ سلنه لوړ شوی دی. د سويډن وګړي يوازې هغه وخت د نېټ په کارولو کې له لږ ځنډ سره مخ کېږي چې په يوه وخت کې له څو وېبپاڼو يا اپلېکېشنونو ګټه اخلي.

هانګ کانګ

هانګ کانګ لومړنی هېواد و چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د انټرنېټ چټکتیا ۶۰ مېګابایټ پر ثانیې ته لوړه شوه. اوسمهال، د هانګ کانګ اوسېدونکي په منځنۍ توګه د انټرنېټ له ۱۹.۹ مېګابایټ پر ثانیې چټکتیا څخه برخمن دي.

لېتوانیا

د لېتوانیا د انټرنېټ منځنۍ چټکتیا ۱۸.۳ مېګابایټ پر ثانیې ده چې تقریباً دغه سرعت له نړيوال اوسط څخه درې برابر لوړ دی.

جاپان

د چټک انټرنېت لېږدوونکي کېبلونه له جاپان څخه تېرېږي چې له کبله يې د دغه هېواد خلکو ته د ۱۸،۲ ميګابايټ پر ثانيې چټک انټرنېټ برابر شوی دی. په جاپان کې خلک په يوه وخت کې له ګڼ شمېر وېبپاڼو څخه له کوم ځنډ او ستونزې پرته ګټه پورته کولای شي.

جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ۱۰۰ ګېګابایټ پر ثانیې چټک انټرنېټ څخه ګټه اخلي.

په ورته وخت کې په جاپان کې د انټرنېټي اسانتیاوو وړاندې کوونکی شرکت (So-net) دوه ګېګابایټ پر ثانیې چټک انټرنېټ وړاندې کوي چې د Google Fiber په پرتله دوه ځله چټک دی.

هالنډ

په هالنډ کې د انټرنېټ چټکتیا په منځنۍ کچه ۱۷.۹ مېګابایټ پر ثانیې ده. د هالنډ لويه برخه خلک له چټک انټرنېټ څخه برخمن دي.

چک جمهوریت

په چک جمهوریت کې د انټرنېت منځنۍ چټکتیا ۱۷.۸ مېګابایټ پر ثانیې ده چې د تېر کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاته شوې ده. په چک کې د انټرنېټ چټکتيا د امريکا په ډېرو سيمو کې د نېټ له چټکتيا ډېره ده. د چک خلک کولی شي له کوم خنډ او ځنډ پرته له ټولو وېبپاڼو او انټرنېټي خدمتونو ګټه پورته کړي.

فېنلنډ

په فېنلنډ کې وګړي له ۱۷.۷ مېګابایټ پر ثانیې چټک انټرنېټ څخه برخمن دي.

د ۲۰۱۰ زېږديز کال په اوږدو کې د مخابراتو وزارت د انټرنېټ چټکتیا ايله دومره ډېره کړه چې کېدای شي، هر وګړي ته د يو مېګابايټ پر ثانيې سرعت سره انټرنېټ ورسېږي.

خو د انټرنېټ دا سرعت دومره کم دی، چې د يوه برېښناليک د استولو لپاره بايد انتظار وباسی، د ډېر ټيټ کيفيت لرونکې ويډيوګانې په خورا سختۍ سره وګوری او د لوړ کيفيت او حجم درلودونکو فايلونو ډانلوډ يا اپلوډ کولو ته خو له سره زړه ښه نه کړی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب