
د مسلمانانو لاسته راوړنې د مختلفو علومو په ډګر کې:
په هغه وخت کې مسلمانو پوهانو په علمي محفلونو کې د ځمکې د ګردوالي، تاويدو يا ګردش، جاذبي، د سياراتو او د هغو د حرکتونو او قوانينو په اړه خبرې کولې نو د اروپائيانو عقلونه چې دا وخت خرافاتو نيولي و نو ګوته په غاښ بۀ ورته پاتې کيدل. په هغه وخت کې بۀ چې څوک د تعليم په اړه غږيدل او يا يې هم د هغوي د تحريف شوي انجيل په خلاف کوم نظر ورکاوه نو کليسا بۀ ورته د خلکو په مخکې د مرګ او يا هم په اور کې د سوځيدو سزا ورکوله. کليسا ډېرې کسان همداسي ژوندي په اور کې واچول، له وطنه يې تښتيدلو ته مجبور کړل او په همدې ډول ډېرې نور يې زندان ته وليږل چې د هغې له جملې نه جون هس، جيروم البراجي، ژان دارک، برونو او نور په سلګونه تنه دي. تر دې چې ډېرې علما يې لا د ژوند تر پايه پورې د زندان په تورو تمبو کې پټ وساتل شول ، چې د هغوې له جملې څخه ابيلارد، ګاليلو گاليله او نور د يادولو وړ دي. بعضي محققين د هغو قربانيانو شميره چې له اولسمي پيړۍ نه تر د اتلسمي پيړۍ اواخرو پورې د همدوي ښکار شوي نهه ميليونه ښيي. کليسا يوازې د هغوې په جسمي زورونه بسنه او قناعت نه کاوه ، بلکې د هغوي نظريات، تاليفات او کتابونه يې هم روغ نه دي پريښي. او په دې دوران کې ډېرې کتابونه هم وسوزول، ترڅو هغه نظريات چې د دوي له کليسا سره په ټکر دي خلک ترينه ناخبره پاتې شي. مثلاً د ځمکې د ګرځيدو نظريه، د يو الله عبادت او نور داسي ډېر مسايل چې نه يې غوښتل خلک ترينه باخبره شي. دا چې اروپا خپله منځنۍ پيړۍ د علماو په مرګ ، تبعيد، ظلم او ازار کې تيره کړه نو طبيعي ده چې د هغوي تمدن، علمي لاسته راوړنې که فکري وي او که فلسفي نو له منځه تللي دي او په دې وخت کې اسلامي علماء او پوهانو په خپل ټول توان سره په علمي څيړنه او تاليف کې مصروف ول.
اول- د فلسفي علم
چې د هغول له جملي څخه ابن رشد اندلسي، ابن طفيل ، محمد بن ماجه، قديس او همدارنګه د فلسفي په برخه کې د مشهور فيلسوف او طبيب ابو علي سينا لاسته راوړنې هيڅکله د هيريدو نه دي چې د فلسفې لوي کتاب الشفاء هم د همده تاليف ده چې د نړۍ ډيرو نورو ژبو ته ژباړل شوي هم ده .
دويم- د تاريخ په برخه کې:
ابن خلدون د تاريخ په علم کې ډېره څيړنه کړيده چې د کتابونو ترجمه د نړۍ نورو ژبو ته هم شويده او حتى د فرانسي مشهور تاريخ ليکوونکې اګوست کنت هم دده له کتابونو، مقالو او مقدمو نه ګټه اخيستي ده . همدارنګه د تاريخ بل لوي اسلامي عالم ابن حيان قرطبي په اړه عبدالواحد وافي ليکي چې:ابن حيان د تاريخ د علم په تحليل او سبک کې يې خاص لاس درلوده تر دې چې د يوې پيښې د هجرې او ميلادي سنې تر څنګ يې د ساعت يادونه هم کوله. په دې برخه کې نور اسلامي علماء لکه رازې، ابن خطيب، ابن اثير او طبري هم د يادولو وړ دي.
دريم- د جغرافيي په برخه کې:
د مسلمانانو پوهه د جغرافيې په برخه کې په چا پورې تړلي نه ده بلکې مسلمانان اولين خلک دي چې د ځمکې او بحرونو په هکله يې معلومات لاسته راوړل، چې د بعضو مسلمانانو ليکنې لا تر اوسه پورې پاتې دي. د ادريسي په نامه مسلمان عالم هغه څوک و چې د ځمکې د کرې نقره اي مودل يې جوړ کړ چې اوس هم د برلين موزيم کې ساتل کيږي .
د ځمکې د ګردوالي نظريه هم د لومړي ځل له پاره مسلمانانو وړاندې کړه او ددې خبرې د ثبوت له پاره ډېر دلايل هم وړاندې کړيدي چې دا دې تر اوسه د صدق وړ دي يعني لمر په ټولو ځايونو کې په يو وخت کې نه راخيژي او نه هم په يو وخت غورځيږي.
مسلمان جغرافيه پوهانو ډېرو ځايونو ته سفرونه هم کړي وه چې د هر يوه نقشه به يې له ځان سره جوړوله چې له دي جملې څخه د ابوالشمس المقدسي يادونه ضرور ده چې د مختلفو ځايونو نقشې يې رسم کړي وې، چې د هر هيواد سرحدات په کې ښکاره توګه ښودل شوي وه او ددې ترڅنګ يې خپلې نقشې رنګ کړي هم وي چې د لويو لارو، بيابانونو، سيندونو، غرونو او نورو ضرورې شيانو هدايات هم په ښه توګه رسم شوي و چې له اوسنيو پرمختللو نقشو سره شباهت او ورته والي درلوده.
احمد بن ماجد يو بل مسلمان جغرافيه پوه ده چې د سيندونو سفرونه يې سرته رسولي چې واسکودوګاما له همدې مسلمان پوه نه هند ته د رسيدلو لاره زده کړه. برسيره د ځمکې په ګردوالي مسلمانانو د ځمکې ابعاد او محيط هم د عباسي خليفه مامون الرشيد په وخت کې لاسته راوړل دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هيڅوک په دې کار کې نه و بريالى شوي. په دې برخه کې د رازي، ابوعبيدالبکري، العذري، الادريسي، ابن جبير او ابن بطوطه هڅې او کوششونه هم د هيريدو نه دي
څلورم- په سياراتو او نجوم کې
له هغو دليلونونه چې مسلمانان په علم نجوم کې خاص لاس درلوده يو داده چې د مثلثات د علم اساس هم دوي ايښى دي او دا ځکه چې د ځمکې د کرې محيط يې د وسايلو په واسطه چې درلودل يې عملاً محاسبه کړ همدارنګه د قطب ارتفاع يې په لاس راوړه او د اوبو او وچې اندازه يې هم په تقريبې ډول بيان کړه او ددې ټولو ترڅنګ د مديترانې بحيرې اوږدوالي هم لاسته راوړه.
مامون الرشيد د همغه وخت يو تعداد علما راغونډ کړل او له هغوې نه يې د يوې نقشې غوښتنه وکړه چې زما په نامه يې جوړه کړي. په دغه لويه نقشه کې د ټول جهان، ستورو او سيارو، وچې او اوبو، د مختلفو قومونو او مليتونو د اوسيدو ځايونه او ښارونه او ټول شيان شامل و چې له هغو نقشو چې بطليموس او مارينوس جوړې کړيدي ډېرې واضح تر او جامع تر ده.
همدارنګه مسلمانان اولين خلک دي چې د هارون الرشيد په وخت کې يې عقربه دار ساعت د فرانسي پاچا شارلمان ته وليږه چې په ليدو سره درباريان حيران شول چې په دې شي کې له کومې طريقې نه کار اخيستل شويده. ددې ترڅنګ سعد بن عريب د مستنصر بالله په وخت کې يوه جنتري په خپل نامه جوړه کړه. ويل کېږي چي عباس بن فرناس په خپل کور کې يوه ازمايشګاه جوړه کړيوه چې اسمان ته ورته وسيله په کې ايښي وه چې کتونکو يې په کتو سره د ستورو، کهکشانونو، وريځو، بريښنا او روښنائې تخيل کولي شو.
په هندسه کې د مسلمانانو لاسته راوړنې:
په رياضياتو کې:
دکتور عاشور ليکي: مسلمانان و چې اعشاري کسرونه يې په حساب کې رامنځ ته کړل او د اختصار قواعد يې ايجاد کړل. د س حرف د مجهول له پاره او د ج حرف د جذر له پاره او په مثلثاتو کې هم د مماس مفهوم همدوي رابرسيره کړيده او همدارنګه يې دريمه درجه يو مجهوله معادلي حل کړې او بيا له دې نه وروسته يې اروپا ته انتقال شوي دا ځکه چې اولينه رساله چې د رياضياتو په هکله په اروپا کې ليکل شوي وه 1493 م کال و چې هغه هم د البتانې له جدول څخه په کې استفاده شوي وه. د رياضياتو په پراخه ډګر کې د خوارزمې هڅې هم د ستايلو وړ دي ځکه چې د هغه د ثبوتونو نسخې اوس هم په اکسفورد کې ساتل کېږي چې د هغه له مرګ نه 500 کاله وروسته په قاهره کې د بودلين په مطبعه کې چاپ شويدې.
د فزيک په علم کې د مسلمانانو هڅې:
د صنعت په برخه کې يې بې سارې لاسته راوړنې کړيدي چې فقط دلته د دوه مهمو توکو يادونه فرض بولم چې د لومړي ځل له پاره مسلمانان وه چې له کاغذ او باروتو څخه استفاده وکړه.
دا چې د مسلمانانو لاسته راوړنې د کيميا، طب او طبابت ، دواسازي، صنايع، زراعت او نورو برخو کې څه دي؟ نور ورنه تيريږم کنه په څيړنيز ډول ورباندې کتنه وشي نو فکر کوم کتابونه کتابونه به ورباندې ډک شي.
له دې علمې مقالې مې مطلب همدا ده چې څومره په زړه پورې ده چې مسلمانان له خپل تاريخ نه باخبره واوسي او ځان د خپلو نيکونو په شان مسؤل وګڼي، او په همدې برخه کې د علم او معرفت څراغ انسانيت ته ډالۍ کړي او د بشريت په اسمان کې د تمدن او فرهنګ بيرغ په خوځښت راولي.
په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت د يوموټي توب او کاميابي په هيله
رپانده او هسک دي وي د اسلامي نړۍ سپيڅلې او مقدس بيرغ.
ته خالد بن وليد شه جهان ستا دى
ژباړه او لنډيز: نديم الله وحيد، د دعوت پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ محصل