د نړۍ ترټولو ستر پوهنتونونه کوم دي؟ ۲۰۱۳ م

 

دا سروې په ۲۰۱۳ کال کې د ټایمز مجلې لخوا ترسره شوې.

په علمي او اکاډيمک لحاظ د نوې درجه بندي له مخې چې د ټايمز له خوا  د ټولې نړۍ د پوهنتونونو د څېړلو او  ارزلو وروسته شوې ده ؛ د نړۍ ۴۰۰ مشهور پوهنتونه پکې د درجه بندي پر بنسټ په ګوته شوې دي. په دې لېست کې لومړی ځای د امريکا د کليفورنيا د ټکنالوژي اينسټيټيوټ لري، چې په نړۍ کې يو ستر پوهنتون دی، دويم ځای هم پکې د امريکا د متحده ايالاتو  د هاورډ پوهنتون دی ،درېيم ځای پکې د اکسفورډ پوهتنون،څلورم ځای پکې د امريکا سټنفورډ پوهنتون ، پينځم ځای پکې د ماساچوسسټ ټکنالوژي انسټيټوټ،  شپږم نوم پکې د پرېسټن پوهنتون، اووم د برتانيا کمبريج پوهنتون ، اتم ځای پکې د کاليفورنيا برکلي پوهنتون نيولی دی ، نهم نمبر باندې شيکاګو پوهنتون دی او په لسم نمبر امپريال کالج (لندن) راغلی دی. تر ۴۰۰ يمې درجې پورې د نړۍ پوهنتونونه پکې له علمي ، اکاډميک او نورو ټولو اړينو خواوو په نظر کې نيول شوي دي.

په دې ۴۰۰ پوهنتونونو کې د امريکا ۱۰۹ پوهنتونه راغلي دي او په لومړيو لسو پوهنتونونو کې  هم ۷ ستر پوهنتونونه په امريکا کې دي.

د برتانيا ۴۹ پوهنتونونه په دې ليست کې راغلي دي.  له برتانيا او امريکا وروسته(چې تر ۱۳ نمبرو پورې يې ليست نيولی دی)  په ۱۴ م نمبر د (ETH) زوريخ پوهنتون چې په سويس کې دی راغلی .

د کاناډا د ټورنټو پوهنتون په شلمه درجه راغلی دی .

د جرمني ۲۶ پوهنتونونه په دې ليست کې شتون لري ،چې تر نورو پينځه ويشتو  یې د مونيخ( لوډويک ماکسيميلان) پوهنتون  په  ۵۵مه درجه تر نورو مخکې دی .

د هالنډ  د لايډن پوهنتون د ۶۷ مې درجې په ګټلو سره په دې لړ کې د هالنډ مشهور پوهنتون دی ،پر دې سربېره يې په ليست کې ۱۳ پوهنتونونه نور هم شته.

ايټاليا په دې لېست کې  ۱۵ پوهنتونونه لري، چې تر نورو یې ټورينو پوهنتون مخکې دی ، چې له ۲۰۰ څخه تر ۲۲۵ پورې راغلی دی.

د فرانسې ۱۱ پوهنتونونه په دې ليست کې ښکاري چې لومړنی هغه یې په ۶۵ درجه دی.

د سويډن ۱۰ پوهنتونونه پدې ليست کې شته چې لومړنی  یې  کارولينسکا اينسټيټوټ دی چې ۳۶ نمبر دی.

دبلجيم او ډنمارک هر  يوه هېواد ۷، ۷ پوهنتونونه په دې ليست کې ځای دی . اسپانيا ۹ پوهنتونونه ، فنلينډ ۶ پوهنتونونه،  ايرلينډ ۵ پوهنتونونه ، ناروې ۴ پوهنتونونه، استونيا، چک او پولينډ هر يو  (يو،يو) پوهنتون لري.

د اسيا له لويې وچې څخه په دې ليست کې ۶۱ پوهنتونونه راغلي دي چې ،چې د ټوکيو پوهنتون د ۲۳ درجې په خپلولو سره په دې لړ کې لومړنی اسيايي پوهنتون دی او په دې سربېره د جاپان ۱۱ نور پوهنتونونه هم په دې ليست کې شته.

د سينګاپور ۳ پوهنتونونه په دې لړ کې راغلي چې تر نورو دوو ښه هغه یې د سينګاپور ملي پوهنتون دی چې په ۲۶مه درجه دی. هانګ کانګ ۱۲ پوهنتونه په دې مهم لړ کې ځای لري چې بهترين هغه یې د هانګ کانګ پوهنتون دی چې  ۴۳ م نمبر يې نيولی دی.

زموږ د ګاونډي ايران هم يو پوهنتون په دې ۴۰۰ پوهنتونونو کې راغلی چې د شريف صنعتي پوهنتون په نامه دی چې ددې ليست په ۲۷۵ نمبر واقع دی.

د هند ۵ پوهنتونونو دې ليست ته لاره پيدا کړې چې تر نورو هغو يې پنجاب پوهنتون مخکې دی چې د ۲۲۶ – ۲۵۰ نمبر پوهنتونونو په منځ کې دی. د ترکيې هم ۵ پوهنتونونه  په دې لړ کې ښکاري ، چې ښه هغه یې په ۱۹۹مه درجه دی.

د استراليا له لويې وچې څخه ۲۴ پوهنتونونه په دې لېست کې راغلي دي ، چې ۲۰ يې په استراليا پورې اړه لري،چې تر ټولو مخکې یې د ميبلورن پوهنتون دی چې په ۳۴ مه درجه دی.

د امريکا له لویې وچې څځه دری پوهنتونونو ددې ۴۰۰  پوهنتونونو په لړ کې ځای نيولی چې تر نورو دوو هغو یې د ساوپولو پوهنتون مخکې دی.چې د ۲۲۶ څخه تر ۲۵۰ نمبر پوهنتونونو کې راځي.

له ټولې افريقا څخه يوازې دری پوهنتونونو دې ليست ته لاره پيدا کړې چې تر ټولو مخکې هغه یې د سويلي افريقا کېپ ټاون پوهنتون دی چې په ۱۲۶ درجه کې راځي.

خو بیاهم ضروري نده چې په نړۍ کې همدا پوهنتونونه د اعتبار وړدي او بس، دا یوازې هغه پوهنتونونه دي چې د امریکا په تول برابر دي، ځکه خویې اول درې مقامونه پرته له امریکا څخه په بل کوم ندي لورولی.

داچې زمونږ په هېواد کې رښتیاهم پوهنتونونه په کوم اعتباري حالت کې قرار لري، دابه د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي له یوه با احساسه محصل نور الله تمیم نه واورو چې وايې: دلته اصلا پوهنتونونه سره وېشلي دي، او د پوهنتون چاپېریال کې څوک دا ګومان هم نکوي چې دابه یو اکاډیمیک ماحول وي، بلکې څوک ایران، پېرلي، څوک امریکا، او څوک بل چا پېرلي، نه استقلالیت پکې شته نه هم اکاډیمیک معیار خو چې څوک زورور وه هغه هم په حقه ده او اکاډیمیک قانون! چې ډېر د خفګان ځای ده.

بشیر چمتو

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب