پښتو ګرامر

د نوم حالتونه

په عمومي ډول دوه حالتونه لري : معنوي او لفظي.

اول : معنوي حالت : د نوم مشهور حالتونه څلور دي .

۱ � فاعلي حالت : كوم نوم چې په جمله كې فاعل وي يانې له هغه څخه يو كار صادرشي يا ورپوري تړلي وي هغه حالت ته فاعلي حالت وايې لكه :
ځلمى خط ليكي تورپيكۍ كورته ځي چې په دې جملو كې زلمي او تورپيكۍ دواړه فاعلي حالت لري .
۲ � مفعولي حالت : بريالى ډوډۍ خوري ملالۍ سبق وايي . په دي جمله كې ډوډۍ او سبق په مفعولي حالت كې دي .

۳ � ندايي حالت : كه چيرې يو نوم ته غږ او ندا وركړى شي نو هغه نوم په نداي حالت كې دي لكه : اي وروره ا هلكه ا خوركۍ ا تاته وايم.
په دي جملو كښي ورور ـ هلك او خوركۍ نداي حالت لري.

۴ � ارتباطي حالت: كه چيرې يو نوم د ارتباط له حروف سره وكاريږي او د ارتباط توري ور څخه د مخه او وروسته راشي نو هغه نوم ارتباطي حالت لري لكه : له كوره راغلم .
بازارته ځم ملالۍ ته قلم وركړه. په دې بيلګو كې كورـ بازار او ملالۍ ارتباطي حالت لري او د ارتباطي توري په كي .
په پښتوكې د اړيكي ( ارتباط ) توري دي بې ـ په ـ پر ـ د ـ تر ـ له ـ ته ـ لره ـ څخه ـ ځنې ـ سره .
كه چيرې دوه نومونه د (د) په واسطه له يو بل سره ارتباط پيداكړي نو هغه وخت ورته اضافي ارتباط وايي . په اضافي ارتباط كې لومړى مضاف اليه او وروسته مضاف راځي لكه : د اختر ورځ ـ د زروگوته ـ او كه مضاف اليه د ( مې ـ دي ـ يي ) ضميرونه وي نو بيا مضاف د مخه راځي لكه : قلم مي راكه كتاب دې څه شو . زړه پريشان دى .

دوم : د نوم لفظي حا لتونه : 

په پښتو كې نومونه د پاى د بدلون له پلوه .
۱ � هغه نوم چې په نرمه (ى) ختم شوي وي په ندايي حالت كښي مفتوح راځي او فتحه (زور) په ( ه ) ليكل كيږي په فاعلي او ارتباط حالت كې د جمعې په شكل اوړي يعني نرمه ( ى ) په څرگنده (ي) بدليږي او په نورو حالاتو كې په اصلي شكل راځي لكه :
ندايې حالت : اي زلميه ! ، اي سړيه ! .
فاعلي حالت : زلمي خط وليكه ، توريالي سبق ووايه . 
ارتباطي حالت: په منگي كې اوبه نشته ، ته څه وايې ، توريالى يې بوته .
۲ � كوم نومونه چې په صحيح حرف پاى ته ورسيږي او جمع يې په (ان ـ ونه) راځي په ندايې حالت كې مفتوح او په نورو حالاتو كې په اريز (اصل ) ډول راځي لكه : 
اې ځوانه ! ، اې هلكه !.
اې باده ! ، اې كوره ! . 
۳ � هغه صفت چې په منځ كې يې (واو) وي په ندايي حالت كې يې مفتوح او په فاعلي او ارتباطي حالت كې د جمعې په صورت كې راځي لكه :
اې پښتونه ، كوچني هلك وخندل .
بې ننګي د پښتانه مرگ دى .
يادونه: دغه راز د (له ـ تر ـ بې ـ نا) له حروف سره هم مفتوح راځي لكه : بي فكره سړى دى ، ناشكره دى ، تركوره پورې ځم ، له كوره راغلم.
۴ � سماعي مونث او په (هه) او څرگند (ي) مختوم مونث په ندايي ـ فاعلي ـ ارتباطي درې واړو حالتونو كې په جمعه بدليږي لكه : اې ميرمنې! دښمنۍ ډير كورونه وران كړل ، نن د ښادي ورځ ده . ، اې ملګريه ! هغوى لاړل يا نن د مياشتې شلم دى .
۵ � هغه معنوي مونث چې په صحيح حرف ختم وي په ندايي حالت كې يي پاى پر اوږدې (ې ) زياتيږي د (له ، بې، تر) سره مفتوح او په نورو حالتوكې په خپل شكل راځي لكه : اې مورې ! اې خورې! له موره بل څوك خوږ نشته.
دا هلك بې موره دى .، داډالۍ ( تحفه ) ترموره ورسوه .
۶ � اسم جنس او جمع نومونه چې په څرگنده (ي) يا (ه) مختوم وي ندايي ، فاعلې او ارتباطي حالاتو كې د پاى (ي) او (هه) په اوږده (واو) بدليږي لكه : اې سړو! ميلمنو ډوډي وخوړه .
دغوړو بيه زياته شوې ده . زما خويندو ميندو ! اې ښځو! خپل حقونه وغواړئ . 
اې ملګريه !دمېلمنو كوټه چېرې ده .
۷ � جمع مذكر او اسم جنس چه په صحيح حرف ختم وي په ندايي ، فاعلي او ارتباطي حالاتوكې يي پاى ته كوچنى (واو) زياتيږي لكه : اې هلكا نو ! نورو هلكانو سبق ووايه ، اې ځوانانو ! دغو ځوانانو ډير كار وكړ .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: