اسلامي نړۍ او امتټولنه

د نورو ټولنو نه متاثره کیدل څرنګه ارزیابي کیدلای شي

یو وخت و چې اسلامي نړۍ خپل یو ستر تمدن او فرهنګ درلود، هغه مهال چې اروپا په تیاره کې اوسیده اسلامي نړۍ به هغوی ته د فرهنګ او ادب نمونې ورښودلې دا هغه وخت و چې اروپایانو او د هغوی مشرانو به خپل بچیان اسلامي هیوادونو ته د زده کړو لپاره لیږل لکه څرنګه چې اوس مهال د اسلامي نړۍ اکثره هیوادونه خپل میشت هیوادوال اروپا او امریکا ته د زده کړو لپاره لیږي.

افغانستان هم یو وخت د هغه هیوادونو له جملې څخه وو چې د نورې نړۍ څخه به خلک دلته د زده کړو لپاره ته راتلل.

یواځې دا نه بلکه اروپایان تر ډیره حده د مسلمانانو له اخلاقو او علم نه متاثره شوي ول، د هند په هکله ویل کیږي چې اسلام هلته د مسلمانو او عربو تجارانو په لاسونو خپور شوی، د هندوستان وګړي د مسلمانانو له اخلاقو او صداقت نه متاثره شول او اسلام یې قبول کړ، ځینو نورو هیوادونو کې به اروپایانو د مسلمانانو لباس اغوست ځکه چې د مسلمانانو فرهنګ کچه لوړه او موثره ورته بریښیده.

په یویشتمه پیړۍ کې بیا هرڅه برعکس لیدل کیږي، مسلمانانو په ۱۹ پیړۍ کې هغه عزت او برم چې یې درلود له لاسه ورکړ او مسلمانان داسې حالت ته ورسیدل چې علمي او مادي پرمختګ مخه یې ډب شوه او په خپلو کې سره په قومي او وطني جنګونو کې مصروف شول.

د دې دوه مهمو مواردو د لاسه ورکولو له امله اوس مسلمانانو خپل فرهنګ او کلتور هم دلاسه ورکړ. د افغانستان په شمول په اکثره اسلامي هیوادونو کې مسلمانان د بهرنیانو (خصوصا) د امریکا له مادي او علمي پرمختګ ترڅنګ د هغوی له فرهنګ او کلتور نه هم متاثره شوي. هغه وخت لاړه چې مسلمانانو ته به نمونه محمد فاتح، صلاح الدین ایوبي، محمد بن قاسم یا احمدشاه ابدالي وو.

اوس مسلمانان ځانته رول ماډل خارجي فني او فلمي لوبغاړي ټاکي، مسلمانانو اوس د صلاح الدین ایوبي او سیدجمال الدین افغان په څير خلکو تاریخونه هیر کړي، هغوی د خارجي سپورتي لوبغاړو کې خپل رول ماډل لټوي.

ځیني هغه اسلامي هیوادونه چې د امریکا مستعمره پاتې شوي او امریکایي حضور هلته قوي دی د امریکا له مادي پرمختګ، کلتور او فرهنګ نه زیات متاثره شوي، هغوی فکر کوي چې د امریکا د ترقۍ لامل د هغوی لباس، خوراک، خبرې او نور شیان بولي.

د مثال په توګه، که یو مسلمان ځوان ځان پرمختللی او ماډرن ښودل غواړي نو امریکایي بوټان یا دریشي اغوندي او خلکو ته ښایي چې دا ګني پرمختګ دی، دوی که یو ځوان وګوري چې ږیره یې لویه کړې وي او یا یوه مسلمانه خور وګوري چې حجاب یې اغوستی وي نو هغه ورته وروسته پاتې والی ښکاري، ددې برخلاف چې هغه پدې خبره فکر وکړي چې د امریکا د پرمختګ عمده لامل علم دی نه د هغوۍ ظاهر ځکه کله چې مسلمانانو دا قوه درلوده نو پرمختګ یې کړی و.

د اسلامي هیوادونو نه که لږ ځني نورو هیوادونو ته یوه کتنه وکړو نو موږ ته به واضحه شي چې هغوی هم د ژوندانه مختلفو برخو لپاره خپل ځانګړی فرهنګ لري چې د امریکا په پرتله ډیر وتلی او ښه فرهنګ دی.

د مثال په توګه، د پخوانی روم یا ایټالیا وګړي یې د کار لپاره ډیر اسانه او پرسکونه فضا لري کومه چې د امریکا د کار قانون او کار فضا نه ډيره غوره ده، د یاد هیواد وګړي هرکال له ۳۵ زیات عمومي او ۱۲ ورځو ملي رخصتیانې لري، ۱۵ ورځې رخصتي د واده لپاره لري او همداسې نورې زیاتې رخصتیانې لري ترڅو د کار لپاره ښه اماده ووسي، ددې ټولو شیانو ترڅنګ جالبه نقطه دا ده چې دغه ټولو رخصتیانو کې کارمندان باقاعده معاش اخلي او یوه روپۍ یې هم له معاشه نه کمیږي.

د هرکال په اخري میاشت(ډیسمبر) کې یې کارمندان یو اضافه معاش اخلي ترڅو که کارمندان د چکر یا تفریح لپاره ځي لدې معاش نه استفاده وکړي، که چیرته یو کارمند له پورته ټولو رخصتیانو استفاده ونکړي نو هغه رخصتیانې یې بل کال ته انتقالیږي ترڅو کارمند تری بل کال کې استفاده وکړي.

ایټالیا برخلاف د امریکایي کاري سیستم نه غواړي چې کارمندانو به یې کار دومره زیات شي چې تر فشار لاندې راشي او د کار نتیجه یې کمه شي، په ایټالیه کې کارمندان د غرمې لپاره دوه ساعته وقفه لري چې په ترڅ کې یې کولای شي چې حتی کور ته د غرمې خوراک خوړلو لپاره لاړ شي، د یاد هیواد تجاران او د شرکتونو رئیسان پدې ګمان دي څومره سهولتونه او اسانتیاوې خپلو کارمندانو ته ورکړي په همغه اندازه به د کار مؤثریت او نتیجه مثبته وي.

د جرمني کارمندان بیا هره اونۍ ۳۶ ساعته کار کوي، او د کار دوران کې هم ورته زیاتې رخصتیانې او د استراحت فرصتونه برابریږي، دولت د کارمندانو حقوقو ته خصوصي توجه کوي ترڅو هغوی خوشاله او آرامه ووسي.

په جرمني کې دا جرم دی چې یو کارمند سره د رخصتۍ به جریان کې د کار په رابطه تماس ونیول شي، او که تماس ورسره ونیول شي هم کارمندان کولای شي چې خپل د وظیفې مسؤل ته هیڅ ځواب ورنکړي. جرمنیان ددې څرنګ د خپل تاریخ او فرهنګ ډير احترام لري د سرکونو په سر یې د تاریخ مهمو شخصیتونو نومونه درج کړي دي.

زموږ د خوراک فرهنګ هم به لوړه کچه له امریکا څخه متاثره شوی، زموږ خلک Fast Food یا چټکه غذاء او مشروباتو څخه زیاته استفاده کوي، نوموړې غذاء یو له قوي او شحمیاتو لرونکو غذاءګانو څخه ده چې زیات استعمال یې خصوصا کوچنیانو ته ډیر زیانمن تمامبدلاۍ شي.

دامریکا برخلاف؛ په نورو هیوادونو کې بیا د فاسټ فوډ نه ډیره کمه استفاده کیږي، د مثال په توګه په فرانسه کې خلک د فاسټ فوډ نه کمه او نورو صحي غذاءګانو نه زیاته استفاده کوي، په فرانسه کې هره میاشت د صحي او بررسي ټیمونه مکتبونو ته ځي او د هغوی د خوراک مهال ویش بررسي کوي او لازم تغیرات پکښې راوړي برخلاف بیا په امریکا او امریکا نه متاثره هیوادونه د چټکې غذاء (برګر، پیزا وغیره) او نور مشروباتو(لکه پیپسي، انرژي باب وغیره) نه حتی د مکتبونو په کچه زیاته استفاده کوي کوم چې د کوچنیانو صحت لپاره مضر تمامیدای شي.

د مکاتبو تعلیمي نظام ته که راشو نو د اسلامي هیوادونو د مکتبونو اوسنی نظام ګڼ شمیر مشکلات لري، زموږ په مکاتبو کې په زده کونکو زیات کار کیږي، برخلاف که د فنلینډ تعلیمي سیستم وګورو ددې برعکس دی د یاد هیواد زده کونکو ته ډیر کم کورنۍ دندې ورکول کیږي د زیاتې کورنۍ دندې پرځای ورباندې عملي کارونه (تفریحي برنامې، مطالعه، ورزش) او هغه کارونه کوي چې ورسره کوچنیان او زده کونکي علاقه لري.

بله جالبه نقطه پکښې دا ده چې زده کوونکي یواځې ۲۰ ساعته په اونۍ کې مکتبونو ته ځي چې تقریبا څه کم ۴ ساعته روزانه کیږي، پدغه ۴ ساعتونو کې هم په دوی زیات عملي کارونه کیږي.

د فینلینډ د ښوونکو په اند مکاتبو کې باید په زده کوونکو د امتحانونو او ډير تیوري درسونو فشار کم او په عملي کار او هغه شیانو باندې زیاته توجه وشي چې د هغوی د ذهن نه زیاته استفاده وکړي. لدې امله په یاد هیواد کې د ټولو مکاتبو انډول یو قسم ساتل شوی او هیڅ مکتب د فیس اخستلو حق نلري نو ځکه پکښې شخصي لیسې په سترګو نه لیدل کیږي.

ددې برخلاف  په امریکا او نورو هیوادونو کې تعلیم یو کاروبار دی چې د کاروبار په بدل کې هرڅه کیږي او په یوه نه یوه طریقه له زده کونکو پیسې راغونډیږي، په امریکا کې اکثره محصلین د Student Loan یعنی د محصلینو قرضې باندې ډیره توجه کړي، هر امریکایي محصل په لکونو ډالر له دولته د درس ويلو لپاره قرض اخلي او په ډيره سختۍ یاد قرضونه بیرته اداء کوي خو نور هیوادونه لکه سلوینیا بیا د مکتب نه نیولې تر پوهنتون پورې محصلینو ته د وړیا زده کړو سهولتونه وړاندې کوي.

د ټولو نه مهمه نقطه چې نن سبا په غربي ټولنو کې لیدل کیږي هغه د خپلو خلکو د صحت، تعلیم او کارموندنې تصور دی، هلته دولت پدې لټه کې دی چې د خپلو وګړو ابتدایي ضرورتونه ورپوره کړي برخلاف زموږ په هیواد کې بیا د دولت دې اړخ ته توجه ډیره کمه وي او د خپلو خلکو پرځای یې زیاته توجه او مصرف په خارجي پالیسۍ باندې وي.

هغه هیوادونه چې د امریکایي کاري او ټولنیز سیستم څخه متاثره وي نظریه یې زیاته په شخصي فایدو (زه او زما فایده لمړیتوب لري) تصور راڅرخیږي، د ټولنې او خلکو یوځای والی او اتفاق ورته مطرح نه وي، ځیني اروپایي ټولنې بیا برخلاف د شخصي فایدو پرځای ټولنیز خیر ښیګڼو او فایدو باندې توجه کوي او د زه یا زما فایدو تصور پرځای زموږ ټولو فایدې تصور لري.

ددی کوچنۍ لیکنې هدف د اروپایي ټولنې تعریف ندی بلکې هدف یې هغه مثبت شیان چې اروپایان يې له ځان سره لري هغه دی، داسې هم نده چې کوم شیان چې دوی اوس له ځان سره لري د دوی خپل دي البته دا ټول شیان اروپا له اسلامي نړۍ نه زده کړي.

د مثال په توګه په اسلام کې د کارمند سره د ښه چلند او برخورد مثالونه شته کوم چې مو پورته د لیکنې په سر کې ځینې ذکر کړل، د علم ارزښت د علم زده کونکو ته سهولتونه برابول هم یو له هغه شیانو څخه دي چې اروپا له اسلامي نړۍ زده کړي. ددې لیکنې اصلي هدف دا دی چې اسلامي هیوادونه څرنګه وکولای شي چې بیرته هغه شیان چې اروپا له موږ اخستي بیرته خپلو هیوادونو ته انتقال او بیا یي پلي کړو، ځکه چې زموږ غوره فرهنګ، علم او اخلاق هغه څه دي چې موږ سره پدې پروسه کې مرسته کولای شي.

لیکنه: کامران ملک

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: