دعوت او تبلیغشخصیتکاري ژوند او مدیریت

د نن داعي، د سبا رهبر

اسلامي امت ته د داسې لارښونكو اړتيا ده چې د اوسني عصر غوښتنې په نظر كې نيولو سره سره د الله تعالى دين پلى كړي _ د افسوس خبره دا ده چې د داسې قيادت د روزنې ادارې نشته _ او بله ستونزه دا ده چې د قيادت مفهوم مونږ يواځې تر سياسي قيادت پورې محدود كړى دى، څوك چې د قيادت وړتيا لري دهغوى توجه غالبا د دارالحكومت په لورې وي، پداسې حال كې د رهبرۍ د وړتيا جوهر اوهسته د ژوند په هر ډګر او څانګې كې وجود لري نو د دې لړۍ د تصور څرګندولو ته اړتيا ده.

قائدانه كړه وړه له حكومت پرته د خلكو پر زړونو حكومت كولى شي

يو ځلي هارون الرشيد خليفه په خپل ځاى كې وينځې (كنيزې) بازار لور ته كتل څه يې كتل؟ چې د حضرت عبدالله بن مبارك په استقبال ټول خلك ور روان دي، خليفه وپوښتل چې څه ګورې؟ مينځې ځواب وركړ : امير المؤمنين! اصلي پاچاهي د عبدالله بن مبارك ده چې د خلكو په زړونو حكومت كوي د تاسې نه ده چې د لښكرو په جبر او زور يې تر سره كوئ .حضرت عبدالله بن مبارك خپل عمر په علم، عبادت او جهاد كې تيراوه چې پايله يې په دنيا كې هم الله تعالىٰ هغه د مقبوليت لوى مقام بښلى ؤ، په حقيقت كې دا د هغه حديث مفهوم دى چې كله الله تعالىٰ د كوم بنده نه خوښ وي نو د خلكو په ژبه دهغه د نيك نوم اوازه په خپله خپريږي.

د قيادت فراخه مفهوم او تصور:

زمونږ تصور دا دى چې قيادت يواځې د سياست او حكومت نوم نه دى، او نه د فوځ او حكومت د مشرتابه نوم دى، د دې تصور ډير فراخه او وسيع دى پورتني د عمل ډګرونو ته مونږ په انگلسې كې د MACRO (لوى عالم) لفظ كاروو. مونږ پوهيږو چې د قيادت اړتيا او ارزښت د MICRO LEVEL (وړوكي عالم) څخه زيات دى . د دين پلي كيدلو لپاره يواځې په سياسي ابزارو د حكومتي ادلون بدلون پرته دغه مهال زمونږ په هيواد او په نړيواله كچه داسې نور ډير ډګرونه شته چې په هغو كې قائدانه وړتيا وي اساسي رول لوبولى شي. مونږ پداسې دور كې يو چې پكې كور، سوداګري او صنعتي ادارې، د زده كړې او روغتيا څانګې، د خدمتونو او مشورو ډګرونه په خپله په وړو وړو حكومتونو اوښتي دي كه مونږ د دغو حكومتونو قيادتونه تيار كړو نو دغه سودا نه قيمته كيږي، او د نن ورځې اړتيا هم همدا ده.

د عمل وړ غير سياسي حكومت:

له تيرو څو كلو رايسې مونږ د پورتنيو رياستونو له رياستي حكومت سره تړلي يو اومونږ يو طفيلي رول لوبوو، مونږ دانه وايو چې په دغو رياستونو كې د حكومت په ذريعه ادلون بدلون نه راولو، نه بلكې زمونږ نظر دا دى چې تر څومره چې شونې وي بايد دغه زمونږ ادارې وي مونږ بايد د غوښتونكي په ځاى د وركړې والا واوسو، زمونږ په هيواد كې دننه د داسې ادارو د چلولو قائدانه وړتياوې هم شته چې مونږ په خلكو كې زر نفوذ وكړو، د دين پلي كيدل آسانه شي. مونږ په صنعتي ادارو كې، تعليمي ځايو كې يو داسې چاپيريال جوړول غواړو چې پكې كومې ځانګړنې اوسركاري نښي( ليبل)ته پكې اړتيا نه وي بلكې په عملي توګه د داسې ادارو په ذريعه د دين دا قامي فريضه ترسره كيږي داسې نه چې مونږ خلكو ته د خپل تشخيص د ښكاره كولو كوښښ وكړو خو په داخل كې لويې تشې روانې وي.
د دې سره سره وګړي داسې وزورل شي چې هغه په راتلونكې دور كې كله هم وكولاى شي چې د خپل شخصيت، وړتيا، قائدانه ښيګڼو او دعمل د قوت ذريعه خپله فريضه ترسره كړي سياست په عملي توګه د يوه وګړي د وړتيا او رويې نوم دى او څومره يې چې اغيز زيات وي، په هماغه اندازه د فريضې او دندې ترسره كول آسانيږي.

اداره او قيادت:

دغه مهال زمونږ په وړاندې هغه مشهور حديث دى چې پكې يې فرمايلي دي: چې د تاسې هر يو شپون (راعي) دى اوله هغه څخه د خلكو په اړه پوښتل كيږي چې دى يې راعي ټاكلى دى.
د شپون په اړه كه لږ فكر وكړو : هغه سبائي وختي ډانګ په لاس ووځي اوخپلې رمې ته مخه وركوي او په خپل ذهن كې لاره او نقشه جوړوي په دغه لاره هغوى روان دي او كله له ليارې ګرځي نو د خولې په غږ او يا د ډانګ په اشاره او يا د لښتې د وهلو په ذريعه دهغوى د مخې سمولو كوښښ كوي، شين او د اوبو ځاى ته د خوراك لپاره بيا يي او آزادي هم وركوي، ماښام يې بيرته خپل ځاى ته راولي اودهغوى د ساتنې انتظام هم كوي. دغه زده كړه يعني د (راعي) شپون تصور چې اسلام يې تقريبا په هر وګړي په يوه اندازه پلى كوي دغه ښوونه، روزنه اوتجربې د منظم قوت جوړولو لپاره د تنظيم بڼه هم وركوي، پدې لړ كې دغه حديث په مخ كې لرو چې : درې نفرو ته روا نده چې په يوه ځنګله كې وي مګر دا چې يو تن خپل امير وټاكي.
له دغه دوو حديثونو څخه دا خبره مخې ته راځي چې د هر مسلمان لپاره په اصولي ډول د ادارې او منجمنت علم او تجربه اړينه ده، دې سره سره د ټولنې د پائښت په هر كچه د قيادت او رهبرۍ ثبوت او تقرر هم ضروري دى د دغه تنظيمي اوقائدانه وړتياو علم، عمل او تجربې په انسان كې راتلاى شي، مونږ د دغه عالم اصغر(وړوكې نړۍ) د قيادت په نظر كې ساتو او د قائدانه وړتياوو او غوښتنو د وړاندې كولو كوښښ كوو. د دغو وړتياو په لاسته راوړو سره شونې ده چې مونږ د اړونده وړو رياستونو په سنبالولو سره بالآخره د ټولې ټولنې مخ تاو كړاى شو. امام ابن تيمية فرمايلي دي: چې عوام الناس د ځنګله د هوسيو د رمې په څير دي لكه څرنګه چې په ځنګله يوه هوسۍ بلې پسې ځي، دغه راز خلك يو بل ته ورته پيدا شوي دي، راځئ وګورئ چې مونږ په دغه ځنګله (انساني ټولنې) كې د مخ تاولو او ورته والي پيداكولو كار څرنګ كيږي.

د رهبرۍ او قيادت پيژندنه:

رهبري په ګڼو لارو تعريفيږي:
۱-لارښوونه د خپلو ذاتي وړتياو اوپياوړتياو كابو كول او د نورو خلكو دغه ډول تر اغيز لاندې د راوستلو د وړتيا نوم دى چې هغه هم داسې فكر وكړي څه ډول چې ته فكر كوې داسې وانګيرې چې ته يې انګيرې، هغه كار وكړي چې ته يې ورته وركوي.
۲- لارښوونه په خپل ځاى يو علاحده شى دى چې ورته يواځې وړتيا اوصلاحيت كافي نه دى، د لارښوونې تخنيك تر ټولو جلا دى خو دغه فن د نور فنونو په څير هر څوك يادولى شي.
۳- ليډر او مشر دوه جلا څيزونه دي، ليډر خلكو ته لارښوونه كوي، دهغه لپاره مشري اړينه نده ليكن مشر ته ليډر كيدل اړين دى.
۴- قائد هغه دى چې خلك مخ په وړاندې روان كړي، رښتنى قائد هغه دى چې د خپلو ملګرو د فكر لارښوونه وكړي او په كړو وړو كې يې بدلون راولي داسې قائد په خپل بصيرت قيادت كوي نه د اقتداء په ځواك، كوم خلك چې خپله ټولنه تر اغيز لاندې راولي هغو ته په عام عرف كې ليډر وائي.
۵- قيادت په عامه توګه دهغو فوق العادة وړتياو منل دى چې لوړ دي، لدې كبله قائدين په عام توګه له هغو ځايو څخه ګټه پورته كوي چې دوى ته دخپلو وړتياو د ښكاره كولو موقع په لاس ورځي.
۶- قائد د نورو برخوالو په څير په خپل ګروپ كې يوه برخه لري خو هغه امتيازي حيثيت حاصل دى، د قائد د اهدافو په لاسته راوړو كې خلك هم شامل دي ولې هغه خپل انفراديت نه ضائع كوي.
۷- د انسانانو د مشترك مقصد لپاره په يوه ځاى د راټوليدو وړتيا ته قيادت وائي.
۸- قائد هغه دى چې خلكو ته د مشترك مقصد حاصلو لورته د لارښوونې وړتيا ولري.
۹- قائد هغه دى چې خپلې ملګري د ټاكلي موخې د حاصلولو لپاره په حركت راولي اوهمداسې يې وساتي.
۱۰- قائد رنګارنګ خلك سره منظموي اوهمغږي كوي او د خپل مقصد په لور يې روانوي.
۱۱- قائد په خپله د ټولو كارونو د كړو په ځاى د خلكو څخه د ډيرو غوره او ښو پايلو كار اخلي.
۱۲- قيادت د يوه شخص هغه وړتيا ته وائي چې په ذريعه يې د خپلو لاس لاندې افرادو نه په اشتياق او اعتماد سره پر كار كولو خوښ او راضي وي د اشتياق معنىٰ په توجه او د زړه له كومې كاركول او د اعتماد معنىٰ د تجربې او تخنيكي وړتيا ښودل دي.
۱۳- قائد د لارښوونې كولو اختيار لري او د اختيار معنى د فيصلې كول حق لري په جګړئيزو معاملو كې د تصفيه كولو حق لري او د فيصلو د عملي كولو حق هم لري.

د قائد ځانګړتياوې:

۱- كوم وګړي چې د نورو خلكو د لارښوونې وړتيا لري هغه كله هم د خپل لاس لاندې كاركونكو او مرستندويانو د نيمګړتياو او بي پروائۍ څخه شكايت نه كوي.
۲- قائد كله هم خپل لاس لاندې وګړي نه ذليله كوي قائد خپلې برياوې او لاسته رواوړنې خپلو ملګرو اولاس لاندې افرادو پورې تړي،قائد د خپل ګروپ سره كار كوي او تل د (مونږ) لفظ كاروي، قائد تل خدمت خپل دنده ګڼي،قائد له الله جل جلاله څخه ويريږي اود عامه ګټو لپاره كارونه سرته رسوي، قائد چې په محنت ګوري د ګروپ وګړي يې هم خپله وينه اومحنت يو كوي او كاركوي.
۳- قائد په خپلو ملګرو كې د كار جذبه اوتلوسه پيدا كوي او د هغوى په كارونو د هغوى حوصلې لوړوي، دهغوى له خطاو تيريږي، د خپلو ملګرو پسې شاه هم د هغوى ستاينه كوي، دخپلو ملګرو شخصيت لوړوي اود هغوى د وركو وړتياو دروازو د ټكولو كوښښ كوي، دهغوى په خوښيو او غمونو كې برخه اخلي او زړونو ته يې ژوند بښي.
۴- قائد په خپلو ملګرو كې د اعتماد تعمير جوړوي، هغه په ځان اعتماد هم لري او د خپلو ملګرو اعتماد يې هم حاصل كړى دى، د دې سره سره هغه په خپلو ملګرو كې په ځان د باور احساس د لوړولو هڅه كوي، هغه د خپلو ملګرو د ذات درنښت هم كوي، هغه د خپلو ملګرو مناسبه اندازه روزنه هم كوي، كومو ملګرو ته يې چې څه كار وركړى وي هغه ورپه زړه كوي هم تر څو كار د پروګرام سره سم وشي.
۵- قائد په خپل ذاتي علم اوتجربې او احساس په ذريعه خپل ملګري اغيزمن او سره متفق كوي.
۶- هغه د خپلې دندې دغوښتنو په پيژندلو كوښښ كوي، اوپه تير وخت كې په دغه منصب د وړاندې خلكو كړه شوي پر هغو هم د علم حاصلولو كوښښ كوي.
۷- د قائد فكر صاف او تيز وي هغه خپله خبره په آسانۍ سره په عام فهمه توګه بيانوي.
۸- هغه بي طرفه، له تعصب ليرې او منصفانه رويه لري، هغه له صبر نه كار اخلي، خلكو سره په تعامل كولو پوهيږي، دهغه شخصيت متوازن او منضبط وي او په ده كې نرم خوى وجود لري.
۹- قائد نوښت خوښونكى وي هغه يو كار په روايتي او زړه طريقه د كولو كوښښ نه كوي بلكې په كار كې د افاديت او دخپلو ملګرو د وړتياو په ښيرازه كولو په كوښښ كې نوې نوې طريقې پلانوي اوپه هغې عمل كوي.
۱۰- قائد د كلكې ارادې څښتن وي چې ورسره د يو مقصد اود هغه د لاسته راوړلو په اړه د زړه لګيدل هم شته، هغه د خپلو وړتياو سره سم دهغه د لاسته راوړلو لپاره په ګڼو لارو چارو كوښښ كوي.
۱۱- قائد خپل ځان پيژني اوخپله ټولنه هم پيژني.
۱۲- قائد په تعامل پوهه، عالم او انسان دوست وي.
۱۳- هغه په خپلې خوارۍ او د زړه په لګيدو ناسم حالات هم د ښوحالاتو په لور يې د تغيير كوښښ كوي، قائد تل هيله من چاپيريال پيدا كوي كه حالات څومره خطري هم وي.
۱۴- هغه دروغ خبره نه كوي خپلو غلطيو او كوتاهيو ته حكمت اوتوكل نه وائي بلكې پر هغوى اعتراف كوي.

په خپله د خپل ځان روزنه:

د قائد جوړيدو آرونه(اصول)او طريقې: د پرمختګ او ترقي كولو لپاره زمونږ په ځاى كې د حوصلې، شوق او تحمل لرل ډير اړين دي، كار پوهان د دغې حوصلې،شوق اوتحمل د پيدا كولو لپاره څلور تكتيكونه ښودلې دي:
۱- د خپل ځان لپاره داسې فرصت تياركړي چې له امله يې وكولاى شي څه ترلاسه كړي، زده كړه وكړي او خپل خيالات سم كړي.
۲- مونږ به خپل ځان سره مثبتې ارادې ساتو، او په ژبه او قلم به يې ښكاروو تر څو مو په داخل كې د عمل جذبه پيدا شي.
۳- مونږ به منفي خيالات په كلكه ردوو تر څو د ناهيلۍ او بي عملۍ ښكار نه شو لكه څرنګه چې د ځان په اړه، د خپلو حالاتو په اړه او د خپلو ملګرو په كوم منفي خيال زړه ته تياره راولي نو سمدلاسه به د كوم مثبت خيال په فكر سره هغه دفع كوو.
۴- د خپلو كارونو د ښه اوغوره ترسره كيدو په خپله ځانګړي دوسيه كې د كړو وړو د جريان جدول جوړو.
بد مرغي دا ده چې زمونږ په هيواد كې د ادارو دغه حالت دى نه مونږ قائد جوړ كړ اونه مو قائدين ځان ته جذب كړل بلكې ډيرى وخت هغه خلك چې قائد جوړيدو وړتيا لري هغوى د خپلې رويې څخه ترهوو، پايله دا شي چې تنظيم د جمود او بيروكراسۍ ښكار شي .
په تنظيمي لحاظ دغه ډول پروګرام بايد وي چې پكې د قيادت په مطلوبه وړتياو خبرې اترې وشي او پدې لحاظ وګړي وروزل شي چې له بي روحه، بي موخې او په چوټ انداز ډول د پروګرام لپاره پروګرام له كچې په تربيتي پروګرامونو كې ادلون بدلون ته اړتيا ده.

د قيادت عناصر (توكي):

الف: شخصيت: مونږ د خپل شخصيت پيژندلو كوښښ كوو د دې سره سره بايد دهغه د تعمير جوړاوي او لوړوالي هم كوښښ وشي.
۱- موخې اوپلان : پدې لړۍ كې:
(۱)په خپله د خپلو موخو اومقاصدو يوه مسوده وټاكه بلكې هغه وليكه .
(۲) خپل شخصيت د هغو موخو اومقاصدو سره سم پلان جوړ كړه.
(۳) داسې وانګيره چې په تاكې كوم كوم ناوړه اوتخريبي عادتونه دي چې هغه پريښودل غواړي يو فهرست (لړليك) جوړ كړه.
(۴) په تاكې كوم كوم ښه او تعميري عادتونه شته چې هغه بايد غوره كړې دهغو به هم لړليك جوړ كړې.
(۵) د خپل شخصيت د جوړښت لپاره كومو كومو اوزارو، كوم د (علم اوفن) سامان او كومو لارو چارو ته اړتيا ده چې هغه تاسې كاروئ.
۲- ته دخپل شخصيت د ښكاره كولو لپاره څو څيزونه پريږدې او څو خپلوې. كوم څيزونه چې پريښودل كيږي په لاندې ډول دي:
(۱) د شك حالت : دا ستاسې ارادې كمزورې كوي.
(۲) غير ضروري سوچونه: دغه د منفي ډول فكر لورته سړى بيائي د دې لامل كيږي چې شخصيت د زوال په لور روان شي، ډول ډول ناروغي منځ ته راوړي او انسان په خپله خپل ځان ملامتوي او كوم حالات، پيښې اوكارونه يې چې له اختيار نه بيرون دي په هغو كې دې فكر بالكل پريږدي.
(۳) خوف (ويره): دا نه ترقي وركولى شي او نه تيارى وركولى شي، دالله پر ذات پوره باور او بروسه لره.
(۴) د سستۍ، تنبلۍ او د ټال مټول عادت اود نن كار سبا ته د پريښودلو رويه.
۳- هغه څيزونه چې خپلول يې په كار دي دا دي:
الف : يقين : د ټولو كارونو،مصرفيتونواو د شخصيت مركزي ټكى همدا دى د دغه يقين د ټينګولو كوښښ بايد وشي.
ب: اعتماد (باور): څه چې تاته راځي اوڅه چې تاسره دي او څه چې په راتلونكي كې كاروې د دغو څيزونو په اړه بايد اعتماد او باور ولرې او د دغه اعتماد د زياتوالي كوښښ دې وشي.
ج : همت : د مخكې تګ او پرمختګ كولو جذبه او د حالاتو سره د مقابلې كولو عزم پيداكيږي.
۴- د لاندنيو ذاتي ښيګڼو د زياتوالي كوښښ دې وشي:
۱-رويه   ۲- ايجاد او نوښت ۳- مشاهده ۴-توجه (پاملرنه)
۵- تكميل  ۶- تعميري او تخليقي خيالونه ۷-د فيصلې قوت
۸- د حالاتو سره سمون ۹- انتظامي وړتياوې ۱۰- د نظر ښكاره كولو وړتيا او ۱۱- علم.
۵- دلاندنيو بديو اوخرابيو د ليرې كولو كوښښ دې وشي:
(۱)خپله ځان ملامتول (۲) حساسيت (۳) خپل غرضي (۴) بد سلوكي او چلن (۵) كمزوري (۶) نفرت او كركه (۷) بي قناعتي (۸)بي زړه توب (۹) رنج( ځوريدل) (۱۰)غصه (۱۱) رخه او بغض.
پورتني امور كم له كمه په شپږو اونيو كې پلان كړې او د هرې اونۍ لپاره دې وړې وړې موخې وويشي او تعقيبوې دي.

ب: په زړونو كې ځاى پيداكول:

د قائد جوړيدو لپاره اړينه ده چې هغه خلكو ته په ښه نظر وګوري چې كله يې د هغوى سره ملاقات اومخ كيدل وي هغوى ترې خوښ وي هغوى دا احساس كړي چې هغوى يوه ښه فرد سره مخ شول، دخلكو په زړونو كې د ځاى پيدا كولو لپاره پوره خوارۍ، سختيو او سرښندونو ته اړتيا ده، پدې لړ كې يو څو وړانديزونه كيږي:
۱- په يوې سروې كې چې وپوښتل شي چې په خلكو كې د كومو ښيګڼو په ليدو غوره كيږي نو د ډيرو ځواب په څلور نكتو كې خلاصه كيږي: (۱)ذهانت (زيركي) (۲)خوش طبعي (۳) مينه ناكه رويه او(۴)د مزاج يو والى.
۲-هر كار د الله لپاره كول په خپل شخصيت كې د رښتنولي، پاك زړي توب بي ريائي او صداقت خپلولو سره په خلكو خپل محبت او درنښت زياتولى شي.
۳- د خپل ژوند بنسټيزه او لارښوده فلسفه له ځانه سره ساته خلك ستا استقامت او پائښت ته ګوري او تا خوښوي.
۴- په معاملاتو او اړيكو كې بي پرې اوسه له خلكو اودوستانو نه ډيرې هيلې مه لره . د ښو اړيكو اوچاپيريال ساتلو لپاره له خلكو نه د هيلو كمول ډير اړين كار دى.
۵- دخلكو د ښو اوښيګڼو د كوښښ پله درنه ساته خلك د ستا په اړه هم ښه تصور كوي.
۶- خوښ او تازه اوسه، مسكا كوه، د مسكا لرونكي مخ لرل دحضور r سنت او د هغه r لارښوونه ده . د مسكا لرونكي مخ دوې ګټې دي: يوه دا چې مسكا په قدرتي ډول ذهانت او زيركي ښكاروي او بل د اچې خلك په تاسې د خپل ځان د دوست او ملګري خيال كوي.
۷- خپل احساسات بايد قابو كړې، د غصې اوقهر دې نه ښكار كيږي اوپه غير عادي حالاتو كې هم د ويرې اوپريشاني نه بچ پاتې شې.
۸- دخپل ځان درنښت وكوې، او خپل وقار لوړ وساتې، د عمر، چاپيريال اومسئوليتونو په نظر كې نيولو سره كار وكړې .
۹- خپل ظاهري شخصيت هم ښه جوړ كړې، خپلې خامۍ ليرې كړې، ناوړه حركات پريږدې، دخلكو په وړاندې په پوزه اوغوږ كې ګوتې نه وهي، غاښونه صفا ساتي، ويښته برابر جوړوي، روغتيا ته پاملرنه كوي، ساده او مناسبې جامې غوره كوي، په كاليو زياتې پيسې نه لګوي خو په نامناسبو جامو په خپل شخصيت ناوړه اغيز هم نه پريږدي.
۱۰- په خپلې وينا اود خبرو په انداز كې ښه والى راولي، په غږ كې خوږوالى پيدا كوي، خپله مورنۍ ژبه يې درسته كړې او په خپله وينا كې د نورو ژبو آچار نه جوړوي.
۱۱- عامه اخلاق اود ډول طريقو د ( ايټي كيټ) منل شوي عام اصول او قواعد د قرآن او حديث په رڼا كې خپل كړي.
۱۲- چا ته به خامخا په يوه فن اوعلم كې كمال حاصل وي كنه په راتلونكي كې به تاسې د هغه كمى احساسوئ د راتلونكي پيړۍ د غوښتنو په اړه معلومات تر لاسه كړئ او پدې لړ كې خپله اوخپل ملګري او خپل نسل وروزئ.
۱۳- د اړتيا پيژندلو نازك احساس، پيداكول، چې په اصطلاح كې ورته فراست ويل كيږي، د راتلونكو معاملو لرليد د خطرونو او دسيسو د پيژندلو وړتيا پيداكول، د فكر قوت پياوړى كول او د راتلونكي په اړه د خپل سوچ جوړولو كوښښ وشي.
۱۴- د نورو خلكو عزت نفس په پام كې نيول، دهغوى په ښيګڼو او كړو وړو كې د هغوى حوصله لوړول، دهغوى پسې شا د هغوى پر شخصيت ناروا تبصره نه كول، كه هغه شخص دغه تبصره نه اوري نو الله جل جلاله يې اوري، چې عزت اوذلت د هغه په واك كې دى.
۱۵- كه چيرې داسې خبرې اترې كيدې چې تاسې هم پكې برخوال وئ نو تاسې پكې دلچسپي مه اخلئ.
۱۶-دخپل ځان په اړه ډيرې خبرې مه كوئ.
۱۷- د اړتيا پر مهال د خپلو ملګرو څخه مشوره كوه، پداسې ډول چې هغوى ته د خپل اهميت اندازه ولګيږي، چې ته هغوى ته دقدر په سترګه ګورې او په ښه زړه له تاسره مرسته وكړي.
۱۸- د خلكو نومونه يادوه او هغوى ته په ښو نومونو آواز كوه.
۱۹- د نورو سره د مرستې لپاره هر وخت چمتو اوسه .
۲۰- خپل داخلي جوش او ولوله ثابته ساته او خپل ټول كارونه په توازن سرته رسوه.
۲۱- له خپل شخصيت نه د دغو خاميو د ليرې كولو پوره كوښښ دې وشي:
(۱)خپل غرضي (۲)په لباس اوظاهري حالت ته بي توجهي (۳)ځان خوښونه (۴) ناهيلي(۵)ځانله توب اوانزوايي توب (۶) د دروغو شيخي(۷)بي پروايي(۸)بي وفايي(۹)بد خلقي (۱۰)تشويشي او(۱۱) له كاره ويريدل .
۲۲- الله تعالىٰ ته دې داسې دعا وكړي : اى الله ! دخلكو په زړونو كې زما مينه او محبت پيدا كړې، مونږ په خپلو سترګو كې واړه او د خلكو په نظر مو غټ جوړ كړې زما ظاهر ښه او ښائسته كړې او زما باطن زما له ظاهر نه هم ښه كړې.

ج: څو نورې چارې:

د قائد جوړيدو لپاره ډاكټر هربرټ كاسن څو مشورې وكړي دي:
۱- مناسب غور او سوچ دې وشي خود فيصلو پر مهال عادي اوسئ.
۲- تل راْى د آزادي سره ساتئ او په غير ضروري ډول خپله آزادي د نورو په بند كې مه اچوئ.
۳-له ښه سوچ اوغور وروسته چې كومه رايه جوړه شي پر هغې كلك اوسه.
۴- تل خپل كوښښ او زيار جاري ساته.
۵- ماتې او ناكامۍ ته ډير ارزښت مه وركوه، بلكې له هغې نه عبرت اخله .
۶- لكه څرنګه چې په خپله ټولنه كې كار كوې او هغوى تر اغيز لاندې راولې، نو داسې كار وكړه چې خلك يې زر اهميت احساس كړي.
۷- له نورو لارښوونكو نه دوستي او مرسته تر لاسه كړه.
۸- خپلو هوډونو او ارادو ته دعمل جامې د اغوستلو په ليار كې دخطرونو پروا مه ساته .
۹- خپلو پيروانو ته د كار او وفا لرلو څه ناڅه جائزه او انعام ضرور وركوه كه څه هم د شاباس اوتعريف څو كلمې وي.
څو نورو ماهرينو د يو بل اړخ له مخې د قائدانه وړتياو د كاميابۍ لپاره چې كوم وړانديزونه كړې دي دا دي:
۱- دخپلو سترګو د قوت په ذريعه د خپل داخلي بصيرت، مشاهدې او وړاندوينې قوتونه پياوړي كړه.
۲- دخپل سوچ د قوت په ذريعه يادول،ساتل، تجربه كول او د نوښت والا چارو د سرته رسولو كوښښ دې وشي.
۳- دخپل عمل د قوت په ذريعه د كار ويش، د كار روزنه او د كار ازرونې صلاحيت او وړتياوې ښكاره كول دي.
۴- خپل پلان، د تنظيم او كار سپارلو او توريث د وړتيا لوړول او د ډله يز كار د فن زده كول دي.
۵- د كار كولو په لړ كې خلكو ته لارښوونه وشي، لارښوونه وركول د قيادت اساسي ځانكړنه ده، په خلكو كې د لارښوونو دعملي كيدو لپاره ضروري ده چې تاسې له هغوى سره ښي اړيكې ولرئ چې كوم هدايات تاسې جاري كوئ لومړى تاسې څه نا څه په عمل كې وښيئ تر څو په خلكو كې د كار ويشل، خلكو ته دخپلو مسئوليتونو پوهه او احساس وركول او د ځواب وركولو لارې چارې يې معلومول.
۶- خپل لاس لاندې وګړو ته داسې ښوونه وركړاى شي چې د هغوى د ليد زاويه پراخه شي او هغه د خپل پوښ او محدودې نه راووځي د لويو موخو اومقاصدو لپاره كار وكړي.
۷- خلكو ته د ټولنيزو ګټو او دهغوى د هيلو سره سم استازيتوب وكړاى شي.

د قيادت او مشرۍ لوازم او شرطونه:

د لاندې درج شوي اشاراتو ډيرى د اهل منصب والاو پورې تړاو لري پدې لړ كې د تفصيلي خبرو اترو په ځاى د علماو او ماهرينو ښودل شوي اصول او اشارات ليكل كيږي:
اهل علمو ويلي دي : له مونږنه تر هغه وخته د نورو خلكو د لارښوونې هيله نه كيږي تر څو چې په خپله ځان د حكومت كولو او خپل ځان ته د لارښوونې طريقه ياده نه كړو.
علامه ماوردي د قيادت لپاره لاندې شرائط ښودلې دي: دحق پلټنه، علم اوپوهه، د اجتهاد وړتيا، د نطق اوحواسو صحت، عقل اوفراست، شجاعت او زړورتيا، ښه حافظه او ياد لرل، دحقائقو تل ته د زر رسيدو وړتيا، د مافي الضمير د ښكاره كولو توان لرل، له لهو او لعب نه پرهيز او ډډه كول، دخوراك اوڅښاك د زياتې غوښتنې نه لرل، له عياشۍ نه ليري والى، رښتياو سره مينه، له استبداد او ظلم نه نفرت،د عدل خپرو قوت او د خپل مسئوليت په ادا كولو كې بي خوفه اوسي.
حضرت عمر t فرمايلي دي: دحكومت كولو وړ هغه څوك دى چې په هغه كې دغه څلور صفتونه وي:
۱- نرميوي… خونه دكمزورۍ له مخې.
۲- مضبوطي اوكلكتوب… خو نه د سختۍ په بڼه كې.
۳- كم خرچي … خو نه د بخلۍ غوندې او
۴- سخاوت … خو نه د اسراف او بي ځايه مصرف په بڼه كې.

تنبيهات:

حضرت معقل بن يسارt (د بنواميه و والي) عبيدالله ته وفرمايل چې : زه تاسې ته يو حديث اوروم چې ما د رسول الله r څخه اوريدلى دى حضور r فرمايلي دي: ( څوك چې د مسلمان رعيت حاكم ؤ او پداسې حال كې ومري چې له رعيت سره يې خيانت كړى وي نو الله تعالىٰ پر هغه جنت حراموي ).
نبي اكرم r فرمايلي دي: اى عبدالرحمن ! كله هم امارت ونه غواړې كه د غوښتنې په پايله كې در ورسيده نود نفس په رسيو كې به راګيرشې اوكه بي له غوښتنې درته حاصل شو نو د الله تعالىٰ له خوا به تاسره مرسته كيږي.
حضرت عمر فاروقt يو ځل خپلو واليانو ته په خطاب وفرمايل: اى د حكومت مسئولينو ! د قائد له نرمۍ اوتحمل نه زياته ګټه رسونكې او د الله تعالىٰ په نزد زيات غوره بل كوم تحمل او صبر نشته، دغه ډول د رهبر له بي فهمۍ په جذبې او بي سوچه او بي فكره كار كولو څخه زيات تاواني او ناغوره كومه بله ناپوهي نشته د يو حاكم له عياشۍ نه زيات د الله تعالىٰ په نزد د كوم بل چا عياشي او جهالت ناغوره ندى.

وروستۍ خبره:

يوښاغلي په خپل كور كې مطالعه كوله دهغه د پنځو اوشپږو كلو زوى څوڅو وارې دى تنګ كړ، ښاغلي څو ځلې كوښښ وكړ چې د مطالعې پرمهال دى ونه ځوروي خو هلك چيرې منله، ښاغلي په يوه تدبير فكر وكړ هغه د خپل زوى د مصروف ساتلو تدبير، تر څو هلك څو ګړۍ خپل پلار تنګ نه كړي تدبير داسې ؤ چې ښاغلي يو اخبار راپورته كړ چې د نړۍ نقشه ورباندې جوړه وه هغه دغه نقشه واخيسته اوهلك ته يې وښودله چې دلته پاكستان، دلته هماليه، دا بحر الكاهل او دا امريكا ده بيا دغه ښاغلي نقشه ټوټه ټوټه كړه او هلك ته يې وويل: اوس هغه سمه جوړه كړه او بيا يې درسره راوړه د ښاغلي هيله داوه چې هلك به څو ګړۍ پرې تيرې كړي بيا به راشي، يا كيداى شي چې نقشه بيا جوړه نكړاى شي نيم ساعت نه ؤ وتلى چې هلك په منډه خوشحاله راغى او ويويل: پلاره ! پلاره! د نړۍ نقشه سمه جوړه شوه پلار جان چې وكتله هر څيز په خپل خپل ځاى سم موجود ؤ، د زوى په ذهانت او زيركۍ هك پك شو ويپوښتل چې څه ډول ېې جوړه كړه؟ زوى يې ځواب وركړ اودغه ځواب مونږ ټولو لپاره ډير اهم دى ځواب دى : پلاره ! تاسې چې كله نقشه څيروله دغه مهال ما كتل چې تر شا يې د انسان يو تصوير اوعكس ؤ ما هغه تصوير سم كړ د دنيا نقشه په خپله سمه شوه.
كه مونږ غواړو چې د نړۍ نقشه سمه كړو راځئ چې لومړى خپل تصوير (په خپله خپل ځان) سم كړو.

ليكوال : محمد بشير جمعه
ژباړن: محمد امان “رسولي”
سرچينه: ترجمان القرآن، جون جولائي ۹۵

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: