د نمرود سره د ابراهيم علیه السلام  خبري او مباحثه

ابراهيم علیه السلام  په خپل ژوند کي دسختو تکليفونو سره مخ وو په دغه زمانه کي خلګ په شرک اوګمراهۍ اخته وه په دغه زمانه کي ديوه ظالم انسان يعني نمرود ظالمانه او سرکښه واکمني وه چي دخدايۍ دعوه يې درلوده په پاچاهي او لويي کي يې دالله جل جلاله  سره جګړه کول دغه سرکښه انسان چي دخدايۍ دعوه يې درلوده نمرود نومېدئ او دکنعان زوى وو . نمرود دهغه څلورو پاچهانو له ډلي څخه دئ چي پردرسته نړۍ يې حکومت کړى دئ ،  مؤرخينو ليکلي دي چي پر  درسته نړۍ باندي څلورو تنو حکومت کړى دئ چي دوه يې مؤمنان او دوه يې کافران دي . دمؤمنانو څخه يې يو ذوالقرنينرحمة الله علیه دئ چي الله جل جلاله  يې يادونه په سورة کهف کي کړې ده او  دوهم تن يې سليمان علیه السلام  دئ چي دداود علیه السلام  زوى وو . دکافرانو څخه يو نمرود او بل بخت نصر دئ . ددوى پرته بل هيچا پر درسته نړۍ باندي حکومت نه دئ کړى بلکي پر يوه ښار يا دوو ښاروو به يې حکومت وو لکه فرعون چي پر مصر يې حکومت کاوه.
مؤرخينو ليکلي دي : نمرود څلور سوه کلونه حکومت کړى دئ ، ده په خپل حکومت کي دکامل بغاوت اوسرکښۍ څخه کار اخيستى چي آن بيخي دخدايۍ دعوه يې لاهم وکړه همدا وجه  وه چي دالله جل جلاله  غوره دوست ابراهيم علیه السلام  ددغه لوى کافر نمرود سره خبري او مباحثه پيل کړه دنمرود دلائل يې باطل کړه او خپل قوي دليل يې ورته ثابت کړ. ابراهيم علیه السلام  په دغه مناظره کي پر نمرود باندي برلاسى سو . دغه مناظره هغه وخت رامنځته سو چي ابراهيم علیه السلام  دنمرود سره مخ سو ، نمرود پوښتنه ځني وکړه چي ستا خداى څوک دئ ؟ ايا ته زما پرته بل خداى لرې ؟ ابراهيم علیه السلام  په جواب کي ډېر ښه معقوله وينا ورته وکړه هغه داچي ده ورته وويل :
رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ  (سورة البقرة الاية ٢٥٨)
ژباړه : زما رب هغه څوک دئ چي مړه کېدل او ژوندي کېدل کوي.
ابراهيم  علیه السلام  نمرود ته وويل : زما داسي خداى جل جلاله  دئ چي مړي ژوندي کولاى سي او ژوندي مخلوقات وژلاى يعني کولاى سي چي دمړې نطفې څخه ژوندى مخلوق جوړ کړي ، هم کولاى سي ژوندى مخلوق بېرته مړ کړي او هم کولاى سي چي ژوندى مخلوق مړ سي بېرته يې دستي يا دڅه وخت وروسته ژوندى کړي . نمرود چي ناپوهي او جهالت يې زيات وو دا خبره يې درک نه کړه چي احياء او اماتت دالهي صفاتو څخه دئ ــ ابراهيم  علیه السلام  ته يې په بې عقلۍ سره وويل : زه هم مړه کېدل او ژوند ي کېدل کولاى سم . ابراهيم علیه السلام  پوښتنه ځني وکړه چي څنګه مړه کېدل او ژوندي کېدل کولاى سې؟ نمرود ورته وويل : دستي به يې درته وښيم ، بيا يې امر وکړ، چي داسي دوه کسان راولى چي داعدام حکم پر وتلى وي ، کله چي يې دوه داسي کسان راوستل چي داعدام حکم پر وتلى وو نو جلاد ته يې امر وکړ، چي ديوه سره ور ووهه ، جلادهم ديوه سر ور وواهه يعني مړ يې کړ، او هغه بل يې پرېښودئ ،نمرود اجازه ورکړه چي پر خپله لاره ولاړ سي . بيا نمرود ابراهيم  علیه السلام  ته وويل : وګوره ! دغه دئ يو مي مړ کړ، او بل مي ژوندى کړ، دادئ زه هم مړکېدل او ژوندي کېدل کولاى سم. ابراهيم علیه السلام  چي دده بې عقلي او ناپوهي وليدل دستي يې يو بل داسي دليل ورته ووايه چي ده ته دغه دبې عقلۍ لاره هم نه سوه پاته، ابراهيم علیه السلام  پرته له دې چي  چوپ او بې جوابه پاته سي . ده ته يي وويل:
إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ  (سورة البقرة الاية ٢٥٨)
ژباړه : ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : زما رب دختيځ لوري څخه لمر راخېژوي ته يې دلوېديز لوري څخه را وخېژوه .
دايو داسي غاښ ماتونکى دليل وو چي نمرود ددې دليل په  مقابل کي هيڅ نه سواى ويلاى نه يې کومه مجادله کولاى سواى او نه يې مکابره کولاى سواى پرته له دې چي چوپ او بې جوابه پاته سي ځکه دا يوه داسي ښکاره خبره وه چي که ته رشتيا خداى يې ، عالمي نظام اداره کوي نو ونيسه ! لمر دختيځ له خوا راخيږي او ته يې دلويديځ له خوا راوخيژوه ! په دې حالت کي نمرود وشرمېدئ هيڅ يې نه سواى ويلاى الله جل جلاله  يې داسي حکايت کوي :
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (258)   (سورة البقرة الاية ٢٥٨)
ژباړه : ايا ته نه ګورې وهغه چاته چي دابراهيم علیه السلام  سره په خپل رب کي دليل وايي او الله جل جلاله  پاچاهي ورکړې وه ، کله چي ابراهيم علیه السلام  وويل : زما رب مړ کېدل او ژوندي کېدل کوي هغه پاچا (نمرود) وويل: زه هم مړ کېدل او ژوندي کېدل کوم ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : زما رب دختيځ لوري څخه لمر راخېژوي ته يې دلوېديز لوري څخه را وخېژوه . کافر (نمرود) ناتوانه سو او الله جل جلاله  وظالم قوم ته هدايت نه کوي.
په همدې ترتيب ددغه مباحثې په  پايله کي دحق اواز په فضا کي منعکس  او نشر سو، دباطل ږغ چوپ اوخاموش سو. اخر داچي حق څرګند اوروښانه سو ، باطل چوپ او سره وپېچل سو.
سديرحمة الله علیه ليکي : دغه پېښه يعني دنمرود اوابراهيم علیه السلام  مباحثه او مناظره هغه وخت رامنځته سوه چي ابراهيم علیه السلام  داور څخه راوواتى ، نمرود په هغه ورځ نه وو موجود کوم چي ټول خلګ سره راټول سوي وه او دابراهيم علیه السلام  سره يې دبتانو دماتولو په اړه محاکمه کول.
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب