د نفلي عباداتو لپاره له خپل ځان نه وختونه اوکیفتونه معومول بدعت دی

سوال :-ځنی صوفیان حضرات دجمعی دورځی اویاشپی ډیرزیات اهتمام کوی چی په شپه کی نفلونه کوی اودورځی روژی نیسی په شریعت نبـــوی ﷺ کښی ددی اهتمام اوتخصص حکم څه ده؟
ځواب دجمعی په ورځ د شریعت نه صرف دجمعی لمونځ ثابت ده چی ښـــار وی اوشرائط پوره وی ددی نه علاوه نورڅه تردی وختوپوری خاص ګرزول دشریعت خلاف ده حضرت نبی کریم ﷺ فرمايي قال لاتختصوالیــــــلة الجمـــــعة بقیام من بین اللـــیالی ولا تـــــخـــــتصـــوایــــوم الجمــــعة بصیام من بین الایــــام الی ان یکون فی صوم یصوم احدکم مســــــــــــــــلم ج۱ ص۳۶۱ مه خاصه ؤی شپه دجمعی په لمانځه باندی له نورو شپــــونه اومه خاصــــه ؤی ورځ دی جمعی په روژه نیولو له نـورووځونــه چی د جمعی په شپه زیـــادت لمنځونه کوی اوپـه ورځ کی يـــي روژه نیسی مګر هوکه جـمعه راغله ستاســــــــوپه هغـــوروژوکــــــــی چی دقضايي دپاره نیــــــسی یــــانــــذروغـــــیره اوجمعــــه پــــکښی راشـــی پــروا يي نشته
علامه اسحاق شاطبی (رح)لیکی
ومنهاالتزام العبادات المعینه فی اوقات معینه لم یوجدلهاذالک التعین فی شریعة الا عتصام ج۱ ص ۳۴ یعنی بعــضی له هیغوبـــدعاتونه لازمول دی عباداتودی په اوقاتو معـــینه ووکی چی شریعـــت دغـــه تعین تردغه وخته پوری نه وی ورکړی
حضرت مولاناشاولی الله صاحب (رح)لیکې
ومنهاالتشـــــــــــــــــددو حقیقة عبادات شاقــــــه والتبتل وترک النکاح وان یلتزم السنـــــــــــــــن والاداب کا لـــــــــــــتزام الواجبــــــــات فا ذاکان هذاالمتعــــــــــــــــــمق او المتشدیدمعلم قـــــــوم ورئسهم ظنواان هـــــــذا امر الشـــــرع ورضــــــــاه وهذاادارهبان الیـهودو النصری حجة الله ج۱ ص۱۲۰ اوبعضی لـــه هغـــونـــه شـــدت اختــــیارول دی اوددی حقیقت داده چی داسی مشـکل عبادات اختیارکړی چی شریعت دهـــغوی حکم نه وی کړی مثلاً همیــشه روژه نـــیول اوشپی ویــــښی تــــیرول په نفلوبـــاندی او ګوښــــګی اختــــیارول اونکـــاح پریښودل دسنــــتواوادابـوداسی التزام کول لکه دی واجــــوکه داســــی مــــتعمق اومتــــشدیــد دکوقوم لارښودیارئس وی نو قوم داګــمان کوی چی د ده دغه عمل دشــریعت حکم ده اودده خــــــوښ ده او هـــــمدغـــــه حــــــــــــال دیهودواونصــــــــری وودصـــــوفــــیانـووو بالاخــــیره دی عــــمل تـــه علماووبدعت ویلی دی په خاصوشپوروخوکی د عباداتوالتزام کول صحح ندی البته بغیردلازم والی که دجمعی په شپــه او یاورځ کوم عمل اجراشی پروانلری په شریعت کی التزام (همیــشه ګرزول ) منع دی مثلاًکه یوسړی دجمعی په شپه صلوة تسبح کوی اودجمعی پـه هره شپه يي کوی کله يي هم نه پریږی نوداالتزام ده اوپه شریعت کی منـــع ده او ددی نه بغیرجائزده یعنی بغیردهمیشه توب نه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب