د نفتو او ګازو لنډه تاريخچه

لومړى ځيني عمومي معلومات :

نفت :

دغه ماده په پښتو او دري د نفت، په عربي د نِفْط په انګرېزي د Naphtha او Naptha او په فرانسوي د Naphte په بڼه ليكل كيږي. ځيني دغه لفظ يوناني او ځيني يې فرانسوي ګڼي. نفت يو ډول ژر اور اخيستونكې ماده ده چي د مځكي په ځينو برخو كي كابو (۱۸۰۰) متره كښته پيدا كيږي. كله كله د مځكي د دننني فشار او ايشېدو له امله له مځكي د باندي راوزي. د نفتو د را ايستلو لپاره ژور څهان كيني او كله چي نفتو ته ورسيږي دغه مواد په خپله ځني راوزي او يا يې په نورو وسايلو ځني را باسي. نفت تر را ايستلو وروسته د نلونو په واسطه تصفيه خانو ته لېږدوي او هلته په ځانګړو دېګونو كي تودوښه وركوي چي په دې توګه يې سپك مواد تبخيريږي او په مايعو موادو بدليږي. بيا په ډول ډول لارو چارو ډول ډول تېل لاس ته ځني راوړي.

انسانانو له ډېر پخوا څخه نفت پېژندل. خو سره د دې يو مهال د دې مادې په څرنګوالي نه پوهېدل. ځينو انسانانو چي له شپږو تر اتو زرو كالو دمخه د فرات د سيند په څنډو كي اوسېدل د نفتو د راوتلو له ځايونو څخه هغه تر لاسه كول او د خپل ابتدايي ژوندانه ځيني لومړنۍ اړتياوي يې په پوره كولې.

هيرودوت چي د تاريخ پلار يې بولي په خپلو آثارو كي په هند، شام، چين، فارس او نورو ځايونو كي د نفتو د شتون په هكله خبري كوي. په تاريخونو كي لولو چي په لرغوني ايران كي ځيني اورتونونه وه چي تل به د اور لمبې ځني پورته كېدلې. دغه اورتونونه د نفتو او ګازو د راوتلو پر سوريو جوړ سوي وه، خو عامو خلكو چي د هغو په څرنګوالي نه پوهېدل، هغه ماوراى طبيعت ته منسوبول او له اروپا، هند او منځني ختيځ څخه به يې زيارت ته ورتلل.

ځيني تاريخ ليكونكي وايي : كله چي نوح علیه السلام خپله بېړۍ جوړه كړه، نو د دې لپاره چي هغې ته د اوبو د ور ننوتلو مخه نيول سوې وي د دغي مادې ځيني مشتقات يې په ووهل. دغه راز ويل كيږي په كوم صندخ كي چي يې موسىٰ علیه السلام د هغه د ماشومتوب پر مهال اچولى وو په هغه يې هم دغه مواد وهلي وه.

دغه راز مسلمانانو د صليبي جګړو په دوران كي د نفتو او كيمياوي موادو څخه چاودېدونكي او توغندوى ډوله وسلې جوړولې او د صليبي جګړه مارو سره به يې په جګړو كي كارولې.

طبيعي ګاز (Natural Gas) :

طبيعي ګاز ښايي د لومړي ځل لپاره د ۶۰۰۰ق.م. څخه تر ۲۰۰۰ق.م. په شاوخوا كلونو كي په ايران كي كشف سوي وي. خو د ډېرو پخوانيو تاريخ ليكونكو د څرګندونو سره سم د طبيعي پټروليمو د زېرمو ځاى باكو (اوسنى آذربايجان) ښوول سوى دى.

د ګازو په هكله هم په تاريخونو كي لولو چي په لرغوني ايران كي د اورپالو په ځينو اورتونونو كي داسي سوري وه چي تل به د نفتو يا ګازو د راوتو له امله د اور لمبې ځني پورته كېدلې. خو عامو خلكو به دا چاره له ماوراى طبيعت څخه ګڼل.

ځينو تاريخونو د ۹۰۰ق.م. په شاو خوا كي په چين كي هم په ۲۱۱ق.م. كال د طبيعي ګازو د استعمال يادونه كړې ده.

په اروپاكي يې تر ۱۶۵۹ع. كال د مخه طبيعي ګاز نه پېژندل. په دغه كال په برتانيه كي طبيعي ګاز كشف سول. خو بيا هم په اروپا كي ګاز په پراخه كچه نه كارېدل. بلكي له ۱۷۹۰ع.كال را په دې خوا هلته د كوڅو او كورونو د رڼا كولو لپاره په ابتدايي بڼه د ګازو كارول دود سول.

په شمالي امريكا كي په ۱۸۲۱ع.كال د پريډونيا د يوه لږ ژور څا طبيعي ګاز د پټروليمو د محصولاتو د لومړنيو سوداګريزو وسايلو په كار اچولو سره استعمال سول. د دغه ځاى ګاز د يوه كوچني فلزي نل له لاري رانيوونكو ته وېشل كېدل او په رڼا كولو او پخلي كي كار ځني اخيستل كېدى.

ډيزل (Diesel):

ډېزل هغو تېلو ته وايي چي تر پټرولو ارزانه دي او په ډول ډول انجنونو كي په كاريږي. خو اصلي خبره داده چي الماني مخترع روډولف ډيزل (Rudolf Diesel) په ۱۸۹۲ع.كال د انجنونو داسي يو سيسټـم اختراع كړ چي د پټرولو پر ځاى په هغو تېلو چلېدى كوم چي موږ اوس ډيزل ورته وايو. خواصلاً د ده اختراع سوى انجن ده ته منسوب دى. دغه انجنير د ۱۸۵۸ع. كال د مارچ پر ۱۸مه د فرانسې په پاريس كي وزېږېد او د ۱۹۱۳ع.كال د سپټمبر پر ۲۹مه د برتانيې د چينل د ټاپوګانو شاوخوا په سمندر كي ومړ.

پټرول (Petrol) :

يو ځانګړى ډول تېل دي چي له مځكي څخه راوزي او تر تصفيه كولو او چاڼولو وروسته د بېلو بېلو انجنونو د چلولو لپاره په كاريږي.

په امريكا او اروپا كي د نفتو را ايستل څنګه پيل سول؟

په اتلسمه او نولسمه ميلادي پېړۍ كي چي لاسي كارونه په ماشيني كارونو واوښتل نفتو او له هغو څخه ګټي اخيستني ته پاملرنه زياته سوه. په ۱۸۳۳ع.كال يوه امريكايي چي بنجمين سلي نومېدى څه اومه نفت په خپل ازميښت ځي كي تقطير كړل او وپوهېدى چي له دې اومو نفتو څخه كېداى سي سپك نفت تر لاسه سي څو په ډېوو كي وكارول سي. دغه مهال په فرانسه او المان كي د نفتي څراغونو په اختراع سره د دې مادې ارزښت نور هم څرګند سو او څنګه چي امريكايانو هم د دغو موادو زياتي زېرمي درلودې، د ځينو امريكايانو پام ور واوښت.

د نولسمي پېړۍ تر لومړۍ نيمايي پوري نفت او ګاز له مځكي څخه په ابتدايي بڼه را ايستل كېدل. بيا د ۱۸۵۹ ع.كال په شاوخوا كي امريكا، المان او كاناډا په يوه وخت كي په نسبتاً نوې بڼه د نفتو څهان وكيندل او د هغو را ايستل يې پيل كړل. اِډوين ل. ډريك (Edwin L. Drake) لومړنى سړى وو چي د پنسلوانيا د نفتو ستر څا يې په ساده توګه او د اوبو د څا غوندي وكيندى.

وروسته له دې چي له نفتو څخه ګټه اخيستنه پيل سوه هغو ته اړتيا او تقاضا زښته زياته سوه او مځكپوهانو د دې مادې د استخراج لپاره علمي لاري چاري ولټولې. په ۱۸۶۱ع.كال د امريكا د نفتو لومړنۍ بېړۍ اروپا ته ورسېده. بيا د پنځه دېرشو كالو په موده كي د دې هيواد نفت په ټوله نړۍ كي خرڅلاو ته وړاندي سول او تقريبا په هر كور كي چي ډېوه وه د امريكا په نفتو بلېده. د ۱۸۶۱ ع. كال په لومړيو كي نفتو تقريباً د ډبرو د سكرو ځاى ونيو او د دې سره سم د دې توري طلا د كشفولو او موندلو لپاره د امريكا او لوېديز د سترو ځواكونو تر منځ پراخ رقابت پيل سو. په بېلو بېلو هيوادونو كي يې ډول ډول فعاليتونه پر لار واچول او په دغو هيوادونو كي يې پر دغي حياتي مادې باندي په ولكې ټينګولو سره د دغو هيوادونو اقتصادي شريانونه په خپلو لاسونو كي ونيول. په دې توګه د نفتو ارزښت د اقتصادي ژوندانه د دوام لپاره په تېرو څو لسيزو كي نور هم څرګند سو.

ويل كيږي چي لومړى د نفتو د كشف او استخراج په هكله رقابت تر بل هر ځاى زيات په امريكا كي پيل سو. مختلفو اشخاصو د نفتو داسي څهان چي ډېر ژور نه وه كيندل او له هغو څخه را ايستل سوي نفت به يې په يو ډول كوچنيو چاڼ ځايونو كي تر تصفيه كولو وروسته خرڅول. د نفتو د استخراج او د هغو د چاڼ او لېږدولو كار ساده وو او ګټه يې هم لږ وه. خو په دغه حال كي د نفتو د چاڼ ځايونو د څښتنانو تر منځ رقابت دونه شديد سو چي د نفتو بيه ډېره را ولوېده او د دې كار ګټه بېخي لږ سوه. ځكه نو بايد په دې كار كي بدلونونه راوستل سوي واى. دغه اند د نفتي ټرسټونو او كارټلونو جوړولو ته لار اواره كړه. ( ټرسټ (Trust): د څو يو له بله ورته كاركوونكو تجارتي يا صنعتي كمپنيو اتحاد او هغه ګډ كار وبارته وايي چي انحصار را منځته كړي. كارټل (Cartel): د رقابت د مخنيوي لپاره د څو شركتونو اتحاديې ته وايي).

په ۱۸۶۳ع.كال جان ډي. راكفلير(John D. Rockefeller) چي د يوه سوادګريز شركت منشي وو د موريك بي. كلارك (Maurice B. Clark) او سامويل انډراوز (Samuel Andrews) سره يو تجارتي شركت جوړ كړ، چي بيا دغه شركت د نفتو په كار وبار بوخت سو او د سټنډرډ آيل كمپني اينډ ټرسټ (Standard Oil Company end Trust) په نامه د يوه لوى شركت په ايجادولو سره يې تر لسو كالو په لږ موده كي د نفتو زيات چاڼ ځايونه تر خپلي ولكې لاندي راوستل او د نفتو يوه نل ليكه يې هم وغځول. چي په دې ډول يې لومړنى نفتي ټرسټ رامنځته كړ.

د نفتو دغه نوي صنعت چي د امريكايانو لخوا رامنځته سو د انګرېزانو كوچنى صنعت چي د ځانګړو كاني ډبرو څخه د نفتو پر استخراج ولاړ وو له منځه يووړ او بيا د امريكايانو دغه صنعت دونه پياوړى سو چي د روسيې په بازارونو كي يې د هغه هيواد د نفتو سره سيالي كول. ان چي د روسيې په شمالي سيمو كي يې نفت د هغه هيواد تر نفتو ارزانه وړاندي كول. پاى د امريكا سټنډرډ آيل كمپني اينډ ټرسټ په داسي يوه شركت واوښت چي د نړۍ د نفتوسوداګري يې تقريباً په خپل ځان پوري منحصره كړه او په ټوله اروپا، امريكا، آسيا او آسټراليا كي يې د خپلي سوداګرۍ جال وغوړاوه. خو كله چي په روسيه، د انډونيزيا په ټاپوګانو او مكزيك كي د نفتو نوى صنعت رامنځته سو د سټنډرډ آيل كمپني اينډ ټرسټ د شركت پنځه ويشت كلن تجارت ته يې ستره ضربه وارده كړه او د دغه شركت ولكه او انحصار يې تر يوې پولي مات كړ. ځينو غير روسي كمپنيو د روسيې د نفتو استخراج ته ملاوتړل او د سټنډرډ آيل كمپني اينډ ټرسټ څخه يې د نفتو بازار ونيو. دغه راز د هالينډ او برتانيې دوونفتي كمپنيو(Royal Dutch /Shell Group) هم د انډونيزيا په ټاپوګانو كي د سټنډرډ امريكايي شركت مخه ونيول او د ليري ختيځ په بازارونو كي يې هم رقابت ورسره پيل كړ. دغه مختلط شركت په ۱۸۹۰ع.كال د هالينډ په پلازمېنه لاهه كي تاسيس سو او لومړى يې د انډونيزيا په سموترا او جاوا كي د نفتو په راايستلو او چاڼولو پيل وكړ. هالينډيانو او برتانويانو د ډيټر ډينګ (Hendrix W.A. Deterring) تر مشرۍ لاندي د دغه مختلط شركت په جوړولو سره د امريكا د نوموړي شركت انحصار د شلمي پېړۍ په لومړيو لسو كالو كي محدود كړ. دغه راز د ماركوس سامويل) (Marcus Samuel په نامه د لندن يوه يهودي هم د حمل ونقل يو شركت تاسيس كړ او د امريكا د نوموړي شركت سره يې سيالي پيل كړه.

د نفتو ارزښت انګرېزان اړ كړل چي په هر ډول چي كولاى سي بايد د نړۍ د نفتو د زېرمو يوه برخه تر خپله ولكه لاندي راولي، څو د نفتو په چارو كي د امريكايانو لوړتيا را ټيټه كړاى سي. په دې لړ كي په منځني ختيځ كي د ايران پر تېلو باندي د انګرېزانو ولكه د دوى لومړى برى وو.

په ايران او منځني ختيځ كي د نفتو را ايستل څنګه پيل سول؟

په ايران كي د ۱۸۷۲ع. كال د جولاى پر ۲۵مه د لومړي ځل لپاره ناصرالدين شاه د يوه انګرېز سره چي بارون جوليوس ډو رويټر(Baron Julius de Reuter) نومېدى، د بانكوالۍ، د اوسپني د پټلۍ،
د نفتو د را ايستلو او نورو فعاليتونو په هكله تړون لاسليك كړ. دغه امتياز نوموړي كس ته د ايران په ټوله مځكه كي د سرو او سپينو زرو او ډېربيو ډبرو پرته د ټولو كاني منابعو د را ايستلو په هكله د اويا كالو لپاره ور كړه سو. رويټر څلوېښت زره ليره سټرلينګ ناصرالدين شاه ته وركړل. خو كله چي ناصر الدين شاه سن پټرزبورګ ته ولاړ، د روسيې دربار د دې معاملې په هكله ناخوښي وښوول، نو له دې امله په ۱۸۷۳ع.كال دغه تړون بېرته لغو سو، خو پيسې بېرته رويټر ته ور نه كړل سوې. بيا د دغه انګرېز سره په ۱۸۸۹ع.كال يو بل داسي تړون لاسليك سو چي د لومړي تړون په پرتله ډېر محدود وو. خو لس كاله وروسته له هغه څخه نفتي آسانتياوي او وسايل بېرته واخيستل سول. د ۱۹۰۱ع.كال د مى پر اته ويشتمه د مظفرالدين شاه لخوا د نفتو په هكله يو بل تړون د يوه بل انګرېز سره چي ويليام ناكس ډارسي(William Knox D’Arcy) نومېدى د هغه د استازي لخوا لاسليك سو.

د دې تړون موده شپېته كاله وه او د نفتو د پلټنو امتياز يې په ۵۰۰،۰۰۰مربع ميله مځكه كي وو. د نفتو پلټني په ۱۹۰۳ع.كال پيل سوې او د ۱۹۰۸ع.كال د مي د مياشتي پر ۲۶مه د مسجد سليمان له لومړي څا څخه د سوداګرۍ په كچه نفت راووتل چي د دې سره ټولو ته جوته سوه چي ايران د نفتو د سترو زېرمو درلودونكى دى.

په دغه كال په ايران كي او په دېرشمو كلونو كي په عربستان، بحرين او كويټ كي د نفتو كشف د منځني ختيځ سيمه د يوه مهم سوق الجيشي هدف او د نړۍ د سترو ځواكونو د رقابت او مخامخ كېدو د ډګر په څېر را منځته كړه. د لومړۍ نړيوالي جګړې په پاى كي چي عثماني امپراتوري ړنګه سوه ولجې او غنايم يې د فاتحينو، په ځانګړې توګه د فرانسې او انګلستان تر منځ ووېشل سول. لكه څنګه چي مو ولوستل د ايران پر نفتو دمخه لا د انګرېزانو ولكه ټينګه سوې وه او د عراق سره هم فرانسې او انګرېز ځانګړې علاقه درلوده. البته په سيمه كي د سترو ځواكونو رقابت د نفتي شركتونو د سياليو په بڼه منعكس كېدى. خو امريكايي شركتونه سيمي ته په زور ننوتل. ور پسې په څو كلونو كي عربستان او كويټ د نفتو د توليدوونكو په لومړۍ ليكه كي ودرېدل او په دې توګه منځنى ختيځ تر پخوا لا زيات د نړيوال اقتصاد د محور په بڼه را څرګند سو او تر ۱۹۶۰ع. كلونو وروسته د ابوظبي، قطر او عمان د نفتو توليداتو د منځني ختيځ موقعيت نور هم حساس كړ.

په افغانستان كي د نفتو او ګازو د را ايستلو سوابق :

د ځينو مځك پېژندونکو د معلوماتو له مخي د افغانستان په شمال كي د هرات له تېرپل څخه د بغلان تر ولايت پوري د نفتو او ګازو يوولس ډګرونه سته چي د نفتو او ګازو كچه يې څو مليارډه متر مكعبه اټكل سوې ده. پر دغو تثبيت سوو زېرمو سر بېره د كټواز، فراه او سيستان په سيمو كي هم د نفتو او ګازو زېرمي سته. د ”افغانستان ومداخلات خارجي“ كتاب ليكوال مير آقا حقجو د دغه كتاب په (۱۰۱ـ۱۰۲) مخونو كي ليكي :”د خداى بخښلي محمد داود خان د جمهوريت په پېر كي د فرانسې د توتال كمپنۍ لخوا د افغانستان په سهيل كي د نفتو داسي زېرمه كشف سوه چي د پاكستان تر شمال پوري رسيږي. خو د روسانو د فشار له كبله دغه خبره چوپه پاته سوه، څو دغي سيمي ته د لوېديزو شركتونو لار پيدا نه سي“.

په افغانستان كي د ۱۹۳۷ع.كال د مى په مياشت كي د لومړي ځل لپاره د نفتو د پلټني او را ايستني انحصاري امتياز په ټول هيواد كي د پنځه اويا كالو لپاره يوې ستري امريكايي كمپنۍ ته د يوه تړون له مخي ور كړه سو. دغه كمپنۍ چي امريكان انلينډ ايكس پلورېشن آيل كمپنۍ (American Inland Exploration Oil Co.) نومېده د سي بورډ آيل كمپنۍ (Seaboard Oil Company) او د ټكسيكو (Texaco) د دوو سترو شركتونواو يو شمېر نورو كوچنيو شركتونو يوه ستره اتحاديه وه. د دې تړون له مخي دغي كمپنۍ كولاى سواى د هيواد نور ټول كانونه هم وپلټي او د مطلوبو نتايجو په لاسته راوړلو سره د بېلو تړونونو له مخي هغه را وباسي. كمپنۍ ومنل چي په لومړيو پنځو كالو كي درې سوه دېرش زره پونډ سټر لينګ او وروسته په افغانستان كي د خپلو فعاليتونو د كلنيو ګټو څخه په سل كي شل د افغانستان حكومت ته وركړي.

دغي كمپنۍ سمدستي درې امريكايي مځك پېژندونكي د نفتو د پلټنو كار ته وګومارل، خو له بده مرغه يو كال لا نه وو تېر سوى چي دغي كمپنۍ ان د لومړنيو راپورونو تر بشپړېدو دمخه دغه تړون لغو اعلان كړ. د دې تړون د فسخ كېدو عمده دليل يې دا وړاندي كړ چي د عربو سمندرګي او نورو ته د مواصلاتي كرښو د نشتوالي او د نل ليكي د غځولو په برخه كي د ستونزو له امله د افغانستان د پټرولو له زېرمو څخه د ګټي اخيستني امكانات ډېر نه دي مساعد او په لومړي پړاو كي د درو سوو مليونو ډالرو پانګوني ته اړتيا ده. خو ځيني پوهان وايي چي حقيقت دا وو چي يو خو په ۱۹۳۸ع.كال د نړيوالي جګړې د پېښېدو او په اروپا كي د شخړو د پيلېدو امكانات مخ پر زياتېدو وه او امريكايان بېرېدل چي د جګړې په بهير كي به د افغانستان د پټرولو زېرمي تر بريد لاندي راسي. بل د امريكا د نفتو كمپنۍ پوهېدلې چي دوى ته د فارس خليج په سيمه كي د افغانستان په پرتله د ګټي ښه شرايط مساعد دي. خو اصله خبره داده چي د امريكا د طاغوټي ځواكونو او استخباراتو په پلان كي وه چي روسان پر افغانستان باندي په ډول ډول چلونو يرغل كولو ته وهڅوي، د دې ځاى نيولو ته يې ورټېل وهي او دلته يې په يوه اوږده، ستومانوونكې او د اقتصاد په دړي وړي كوونكې جګړه كي ښكېل كړي، څو هغوي مات سي، نړيواله زبر ځواكي له لاسه وركړي او وروسته دوى پر افغانستان باندي په يوازي سر او بېله كوم نړيوال خنډ او مزاحمته د خپلو اهدافو د پلي كولو لپاره يرغل وكړي. ځكه يې نو نوموړې كمپنۍ دلته له پانګي اچولو څخه په شا كړه. البته ښايي پر دې سربېره نور دلايل او مسايل هم وه.

د يادولو وړ ده چي د موجودو اسنادو له مخي د هيواد په شمالي سيمو كي د نفتو او ګازو د پلټنو په هكله په ۱۳۳۷لمريز كال د افغانستان او د وخت د شوروي اتحاد تر منځ تخنيكي تړونونه لاسليك سول. په ۱۳۳۸ل.كال د نفتو او ګازو د پلټني په موخه كيندني او برمه كارۍ پيل سوې. چي په پايله كي يې په ۱۳۳۹ل.كال د ګازو لومړنۍ زېرمه د شبرغان په يتيم تاق كي كشف سوه. وروسته تر ۱۳۴۵ل. كال پوري د هيواد په شمال كي د ګازو درې نوري زېرمي وموندل سوې. په ۱۳۴۶ل.كال د نفتو لومړنۍ زېرمه د سرپل په انګوت نومي ځاى كي كشف سوه. د ۱۳۵۰ل.كال د وري په مياشت كي د جرقدق د ګازو زېرمه كشف سوه. د دغي زېرمي په موندلو سره د نورو زېرمو د موندلو زياتي هيلي هم را ژوندۍ سوې. بالاخره د ۱۳۵۳ل.كال د مرغومي تر مياشتي وروسته د هيواد په شمال كي په دېرشو ځايونو كي برمه كارۍ پيل سوې. چي په پايله كي يې د ګازو د زېرمو شمېر څلورو ته جګ سو. او په هغو كي د ګازو كچه تر (۱۲۰) ملياډو مكعبو زياته سوه. په خواجه ګوګردك او يتيم تاق كي د (۶۷) مليارډو متر مكعبو په مجموعي ظرفيت د ګازو د زېرمو موندني له دې زېرمو څخه د ګټي اخيستني امكانات مساعد كړل. په دې موخه يوه نل ليكه ( پايپ لين ) د (۳۲) انچو په پنډوالي او د (۹۷،۵) كېلومترو په اوږدوالي د پخواني شوروي تر پولو پوري د ګازو د صادرولو لپاره وغځول سوه. چي تر ۱۳۴۶ل. كال وروسته د دغي نل ليكي له لاري د ګازو صادرول شوروي ته پيل سول، اما د صادرو سوو ګازو د مقدار د معلومولو مېټر په شوروي كي نصب سوى وو. افغانستان ته دصادرو سوو ګازو اندازه د شورويانو لخوا ويل كېدل؟ پر افغانستان باندي د شورويانو د ولكې پر مهال چي ما په باختر آژانس كي د خبريالۍ دنده تر سره كول، يو وخت ما وغوښتل چي د افغانستان د نفتو او ګازو د عوايدو په هكله راپور برابر كړم. زه د معلوماتو او ارقاومو د تر لاسه كولو لپاره د كانو او صنايعو وزارت ته ورغلم، خو تر بيا بيا مراجعو وروسته د هغه مهال د كانو او صنايعو وزير راته وويل چي د نفتو او ګازو د عوايدو په هكله معلومات محرم دي ځكه يې نو موږ تاسي ته د خپرېدو لپاره نه سو دركولاى؟!

بله نل ليكه د (۱۲) انچو په پنډوالي او د (۵۵) كېلو مترو په اوږد والي مزار شريف ته د كودو او برېښنا په صنعتي موسسو كي د ګټـي اخيستني لپاره وغځول سوه.

پر دې سر بېره د ۱۳۵۶ل.كال په وروستيو كي د سر پل په بازار، قشقري او علي ګل كي د نفتو درې نوري زېرمي هم كشف سوې. بيا له ۱۳۵۸ل. كال څخه تر ۱۳۶۲ل.كال پوري په جرقدق كي د هغه مهال د شوروي اتحاد په تخنيكي او مالي مرستو د نفتو يو چاڼ ځاى د پنځو سوو زرو ټنو په ظرفيت جوړ سو. بيا د روغنياتو صنعتي موسسه جوړه سوه. دغي موسسې د موټرونو او نورو ماشينونو (۱۰) ډوله صنعتي روغنيات او (۴۲) ډوله موټري روغنيات توليدول. دغه موسسه چي كلني توليد يې (۲۰۰) زره ګېلنه روغنيات وه د افغانستان په (۵۱) فيصده او د امريكا د فاركر پټروليم او د لندن د كسټرول د روغنياتو د فابريكې په (۴۹) فيصده پانګه اچونه رامنځ ته سوه.

له پورتنيو څرګندونو څخه جوتيږي چي زموږ په هيواد كي هم د نفتو او ګازو غني منابع او زېرمي سته او دلته هم د نفتو او ګازو د موندلو لپاره هلي ځلي د منځني ختيځ د نورو هيوادونو د نفتو د پلټنو سره په يوه مهال كي پيل سوي وې، خو لكه چي څرګنديږي د هغو هلو ځلو نتيجه وركړه، اما له بده مرغه زموږ هلو ځلو د اړوندو چارواكو د بې كفايتۍ او خيانتونو او د امريكايانو او نورو بهرنيانو د خود غرضيو او شومو موخو له امله تر دې اوسه څه پايلي نه دې لرلي. هر څه د كاغذ پر مخ پاته سوي او ټول وخت په پلټنو او راپورونو وركولو تېر سوى دى. پای

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب