د نبات ودې مهم عناصر
نباتات د خپلې نورمالي ودې لپاره ۱۷ عناصرو ته ضرورت لري. ددې عناصرو ضرورت د لاندې اصولو په اساس ذکر شویدی.
۱: نباتات د خپل ژوند دوران (life cycle) په صحیح ډول (د تخم څخه بیا تر تخم د تولید پورې) بېله دغو عناصرو څخه نه شي تکمیلولی.
۲: د یو عنصر دنده د بل عنصر په تبدیلیدو سره صورت ونه نیسي.
۳: عنصر باید مستقیماً د نبات په وده او تکثر کې برخه واخلي.
نوموړي عناصر په لاندې شکل کې کتلی شی.