بیولوژينباتات

 د نبات عکس العملونه                                                                                          

 د نبات عکس العملونه

کله چې په تاسو تبه راشي نو تاسو څه حس کوۍ؟ ایا یخ مو کیږي او بدن مو لړزیږي، هر هغه شی چې ستاسو په وجود کې د یو عکس العمل لامل کیږي له محرک یا تحریک کوونکي څخه عبارت دی. آیا نباتات هم د محرک په مقابل عکس العمل ښايي!

هو، نباتات هم د محرک په مقابل کې عکس العمل ښايي. د بیلګې په ډول نباتات د رڼا، د ځمکې د جاذبې او د موسمونو د دبدلون په مقابل کې عکس العمل څرګندوي. ددې درس په لوستلو سره به وکولای شئ چې:

پر نباتي هومونونو، د تروپیزم پر ډولونو او د منبهاتو په مقابل کې د نباتاتو پر عکس العمل باندې به پوه شئ او اهمیت به يې درک کړئ.

نباتي هورمونونه

د یو نبات وده او رشد زیاتره د هورمونونو په واسطه تنظیمږي. په نباتاتو کې ځینې هورمونونه ترشح کیږي چې د نباتاتو د رشد سبب کېږي. همدارنګه ځينې هورمونونه شه چې د نبات د ودې د مخنیوي لامل کېږي، د بیګې په توګه: په زیاترو نباتاتو کې د یو شمیر هورمونونو د تحریک په اثر په ځینو ترکیبونو، نوکلیک اسید او د حجرې په ویش کې چټکتیا صورت نیسي، خو یو ډله نور هورمونونه د هغوی د سرعت مخه نیسي په دې ترتیب توازن پر خپل ځای ستي یا دا چې د ځینو هورمونونو غلظت د حجرو د اوږدیدو  سبب کیږي، لکه د اکسین هورمون. له بلي خوا له حد څخه د حجرو زیاتو اوږدیدو مخه نیسي له همدې ډول تنظیم او توازن له لارې په نباتاتو کې د ودې عملیه منظمه کنترولیږي نو له دې کبله ځینې پوهان د هورمون د کلمي پر ځای دو ۍ د ودي د تنظیموونکو په نامه یادوي. نباتې هورمونونه زیاتره په دوو ډلو ویشل شوي دي.

  • د ودې هڅوونکی هورمون: درې ګروپونه کیمیاوي مرکبات چې د اکسین، ګېبرلین او سایتوکنین په نامه یادیږي، شته چې د حجروي ویش په عملیه ، د حجرو په اوږدیدو، د نباتاتو د غړو په پیدا کېدو او ځانګړي کیدو کې فعالیت کوي. له دې ډلې څخه اکسین یې زیات دبحث وړ دی چې به لاندې ډول يې تر څیړنې لاندې نیسو.
  • د نبات هغه برخې چې وده زیاته لري، زیاته اندازه اکسین تولیدوی. اکسین په نباتاتو کې په ځانګړي ډول دوه عملیې سرته رسوي. اکسین د نباتاتو د حجرو په اوږدیدو تاثیر لري او په نبات کې د اکسین جمع کیدل د ساقې د اوږدوالي لامل ګرځي.
  • اکسین د نباتي هورمونونو له ډلې څخه یو هورمون دی چې د حجرو د تحریک سبب ګرځي. د ساقې هغه برخې چې د سیوري په طرف واقع وي زیات اکسین لري، نسبت نورو برخو ته زیاتې اوږدیږي او ددې لامل کیږي چې نبات د رڼا لوري ته کوږ شي. د نبات هغه برخې چې زیاته وده لري ډیر اکسین تولیدوي.
  • اکسین د پاڼو او میوو په تویېدلو کې مهم رول لري، ځکه چې د اکسین د غلظت زیاتوالی د میوې وده او انکشاف زیاتوي او له نبات څخه د مېوې د تویېدلو مخنیوې کوي کله چې په مني کې د اکسین غلظت کم شي، پخې شوې مېوې رالویږي او پاڼې هم په تویېدلو پیل کوي. همدارنګه د ځوانو ښاخونو د خواګانو د غوټیو د ودې په مخنیوي کې رول لري. که د ساقې د سر تېغونه پري شي، د څنګ عويۍ او تېغونه راشنه کېږي. تراوسه پورې څیړنو دا معلومه کړې چې اکسین او ځینې نور نباتې هورمونونه څنګه کولی شي په نباتې حجرو کې دغه ټول توپیر لرونکې اغېزې سرته ورسوي.
  • د ودې مخه نیوونکي هورمونونه: دغه هورمونونه برعکس د رشد د محرکونو عمل کوي یعنې د نبات د ودې مخنیوی کوي چې په دې کې اېتلین او ابسېزک اسید شامل دي. دا هورمونونه هغه عملونه کنترولوي چې د نبات، وده وروستي پړاو ته رسیدلي وي، لکه زړښت، د پاڼو توییدل، د ګلانو مړاوي کیدل او د میوو پخیدل او نور.همدارنګه په نامساعدو شرایطو کې د ودې چټکیتا، د پروتین جوړول او د معدنې مالګو لیږدونه کنترولوي.

ابسیزیک اسید: په ژمي کې د نباتاتو د تېغو په استراحت یا د ژمي په خوب کې مهم رول لري.

دغه هورمون په پاڼو کې جوړیږي، د پاڼو مېوو او د نبات د نورو برخو سقوط ته چټکیتا ورکوي. همدارنګه ابسیزیک اسید سربیره پردې د نبات وده هم ودروي. د اوبو د وچوالي په وخت کې، چې نبات بشپړ نموالی نه لري، په پاڼو کې د ستوماتا د سوریو د بندیدلو سبب کېږي او د اوبو د ضایع کیدو مخه نیسي.

ایتلین: ایتلین د کاربن او هایدروجن یو ساده مرکب دی. د هورمون دنده سرته رسوي، د مېوو پخیدو او رسیدلو ته چټکتیا ورکوي. ایتلین د نبات د القاح له عملیې څخه وروسته د ګل د برخوپه مړاوي کېدو کې رول لري او په مني کې د پاڼو تویېدلو ته چټکتیا ورکوي. اېتلین کولی شي د هوا د ککړتیا په مقابل کې د حجرو زخمونو، د نارغیو عواملو او د زیاتې مودې لپاره په اوبو کې د نبات پاتې کیدلو په مقابل کې عکس العمل څرګند کړي.

په کرنه کې له نباتي هورمونو څخه ګټه اخېستنه: په نباتي ودې او رشد کې د هورموني کنترول د اغېزې په باره کې د ساینسي سرته رسیدلو څیړنو له امله زیات معلومات لاسته راغلي چې د اقتصاد، باغوانۍ او کرنې له مخي د اهمیت وړ دي.

له ګېبرلین څخه ګټه اخېستنه: دغه هورمونونه د جاپاني څېړونکو په واسطه هغه وخت کشف شول چې د نبات د ځوانو او نوو ساقو د غیر طبیعي اوږدیدو لپاره یي څېړنې او مطالعې کولې. هغوی وموندله ګېبرلین د حجرو د اوږدوالي سبب کېږي، چې  په نتیجه کې یې ساقه اوږدیږي. ګېبرلین د هغو هورمونو له ډلې څخه دی چې په ساقو او دانو کې د دوی د ودې په حال کې تولیدیږي او مرېستم په حجرو کې د تکثر چټکیتا هم زیاتوي. له ګېبرلین څخه د بې دانه انګورو د دانو د کلکیدو لپاره استفاده کیږي او هم ددې په واسطه بې دانه مڼې، خټکي، ناک او کېنو لاسته راوړل کېږي. همدارنګه ګېبرلین په ځینو دانو کې د انزایم تولید او په ځینو نباتاتو کې د ګل تولید لامل کیږي.

که پر نبات باندې له بهر څخه وشیندل شي، نباتات له پاڼو څخه ډکېږي په همدې ډول دغه هورمون د حجرو د زوړوالي او خرابوالي مخنیوی کوي د ویروسي ککړتیا، د یخې هوا او نورو زیانمنو اغزو په وړاندي، د حجرو مقاومت زیاتوي.

د سایتوکنین له هورمونونو څخه ګټه اخېستنه: سایتوکنین د رېښو په څوکو کې تولیدیږي چې د زایلم له لارې ځوانو ساقو ته لېږدول کېږي. سایتوکنین د اکسین او ګېبرلین په شان ځینې خاص جینونه فعالوي. هغه سایتوکنین چې د ريښې په سرکې تولیدیږي، د نبات د رېښي پاڼې او تنې د حجروي ویش د تنظیم لامل کیږي او وده یې چټکوي. همدارنګه له سایتوکنین څخه د ښاخونو او ګلانو د تازه پاتې کیدو او په انبارونو کې د زیاتې مودې او د میوو لپاره سبزیجاتو په ساتنه کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي.

د اکسین هورمونونو څخه ګټه اخېستنه

اکسینونه هم توپیر لرونکې تاثیرونه لري. څو ډوله مصنوعي اکسین جوړ شوي دي چې د نبات د رېښې وده ډیره چټکوي او همدارنګه د قلمو د ريښو زیاتوالي لپاره کارول کېږي.

د میوو په باغونو کې په ونو باندې مصنوعي اکسین شیندي چې په پسرلي کې له طبعي اکسین سره یو ځای شي، ترڅو د خرابو میوو د توییدو لامل شي  او پاتې میوې له معمولي حد څخه ښه وده وکړي.

پر ونو باندې د اکسین شیندل د اوړي به پای کې د دې لامل کېږي چې میوې تر ډیره وخته په ونه کې پاتې شي او زیات اثر وکړي. د مني په وخت کې د نبات زوړوالی د پاڼو او میوو تولیدول کنترولوي او د شاخونو د جانبي زخو د ودي مخنیوي کوي.

وده او رشد

آیا وده او رشد توپیر لري؟

دلته د رشد او ودې د دقیقې پیژندنې سره اشنا کیږو.

رشد:

د رشد په عملیه کې ټولې هغه پېښې شاملې دي چې په هغې کې یو کامل  ژوندي موجود منځته راځي. د یو ژوندي موجود د جوړوونکو برخو غټیدل یا مخکینیو برخو ته ورته برخو منځته راتګ، لکه په نبات کې د ساقې یا ریښو د اوږدوالي زیاتیدل یا د نوو پاڼو، ساقو او رېښو نوې برخې پیدل کیدل دا ټول د رشد په پېښو کې شامل دي چې په نباتاتو کې په دوه ډوله سرته رسیږي. یو د حجرو زیاتوالی چې د حجروي ویش په واسطه صورت نیسي او بل د حجرو د حجم زیاتوالی چې بیا لومړني حالت ته نه راګرځي خو د اوبو د جذب په واسطه د نبات پړسیدل په رشد کې ن راځي، ځکه چې د اوبو د دفع څخه وروسته بیا خپل لومړني حال ته راګرځي. په نباتاتو کې رشد د مریستم به نامه ځانګړو حجرو پورې اړه لري چې مریستم د نبات به ځانګړو سیمو کې شتون لري. هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د لومړني جوړښت سبب کېږي، د لومړني مریستم په نوم یادیږي چې د ساقې او ریښې په څوکو کې ځای لري، په ټولو نباتاتو کې موجود دي. بل هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د قطر د رشد او جوړښت سبب کیږي د ثانوي مریستم په نامه یادیږي. دغه مریستم په استوانه یي ډول د نبات په ریشه او ساقه کې منځته راځي چې د فعالیت له رشد څخه یې د نبات د قطر رشد صورت نیسي او ضخامت پیدا کوي چې په څو کلنو نباتاتو کې زیات لیدل کیږي.

په نباتاتو کې وده

یعنې د ژوند له یو پړاو څخه تیریدل او بل پړاو ته ننوتل دي چې په هغې کې نوې برخې منځته راځي.

په نباتاتو کې د ودې فعالیتونه د حیواناتو په شان د جینونو په واسطه کنترول او تنظیمیږي خو حیواني او نباتي کنترولوونکي فعالیتونه یو شان نه دي. په حیواناتو کې د ځینو نسجونو  د ودې په سرته رسیدو سره سم کنترول کوونکي هم غیر فعالیږي. خو په نباتاتو کې د ودې کنترولونکي  جینونه داېمي فعالیت لري او د مریستم حجرې به دوامداره ډول د ویش په واسطه نوې حجرې منځته راوړي په دې ترتیب وده د نبات د عمر په اوږدو کې دوام پیدا کوي او وده له رشد سره یو ځای سرته رسیږي.

په نباتاتو کې د ودې او رشد تنظیم

په نباتاتو کې رشد د نورو ژوندیو موجوداتو په شان په دوو طریقو صورت نیسي یو د حجرو ویش او بل د حجرو د څنګونو زیاتوالي په واسطه. نباتات د رشد د لازمو موادو د برابرولو لپاره د چاپیریال خامو موادو ته اړتیا لري. څرنګه چې نباتات د ضیايي ترکیب په پړاو کې د ودې او رشد لپاره د اړتیا وړ ټول کاربوهایدریتونه برابروي او دې عملیې د سرته رسولو لپاره د دوه خامو مادو لکه اوبه او کاربن دای اکساید ته اړیتا لري . همدارنګه نباتات د حیواناتو په شان د حجروي تنفس لپاره اکسیجن ته اړتیا لري. که څه هم  دنباتاتو شنې برخې ضیايي ترکیب په عملینه کې اکسیجن تولیدوي، خو د پاڼو او ساقو د ګټې اخیستنی وړ اکسیجن زیاته برخه له هوا څخه برابروي. رېښې خپل د اړتیا وړاکیسجن د خاورو د ذرو په منځ کې له فضا څخه اخلي.

د رشد حرکت: نباتات ژوندي ساکن موجودات دي، له یو ځای څخه بل ځې ته حرکت نشي کولی خو د نباتاتو ځینې غړي کولی شي د خاصو محرکونو په ځواب کې عکس العمل ښکاره کړي، لکه د رشد حرکت، پړسوب او نور. په نباتاتو کې دوه ډوله رشد حرکت تشخیص شوی دی چې په لاندې ډول دي.

الف- ناستیک حرکتونه: د بهرني محرکونو په واسطه منځته راځي. نبات کوم خاص پلو ته عکس العمل نه ښکاره کوي، بلکې هر طرف وي، مثلا د مموزا نبات د پاڼو ناڅاپي غور ځیدل د تماس په واسطه. په دې ډول حرکت کې د نبات رشد شامل نه دی، بلکې برعکس د بهرنیو محرکونو په واسطه منځته راځي.

ب: تروپیزم: ځینې نباتات د چاپیریال محرکونو ته د ودې له لارې ځانګړو خواوو ته عکس العمل ښکاره کوي. دمحرک په طرف دیو نبات مېلان د تروپيزوم په نامه یادیږي.

تروپیزم د بهرني محرک به مقابل کې د یو نبات له عکس العمل څځه عبارت دی چې دی یو ځانګړي سمت یا طرف څخه عمل کوي. د نبات وده د محرک د جهت په طرف وي، مثلا د ريښو وده د ځمکې یا اوبو په طرف وي.

تروپیزم یا مثبت وي یا منفي وي، مثلا د نبات وده د محرک په طرف د مثبت تروپیزم څخه عبارت دی او په مخالف سمت وده منفي تروپیزم دی. تروپیزم د رشد د بېلا بېلو محرکونو له مخې په لاندې ډول دی.

فوتو او جیوتروپیزم

د رڼا پرخوا د نبات میلان د فوتو تروپیزم څخه عبارت دی او د ځمکې د جاذبې د قوې په طرف د یو نبات له عکس العمل څخه عبارت دی. ريښه معمولا مثبت جیوتروپیزم ښکاره کوي چې د ځمکې د جاذبې قوې په طرف وده کوي، خو ساقه منفې جیوتروپیزم لري.

کیمو تروپیزم

د بیلا بیلو کیمیاوي توکو په مقابل کې د نبات له، عکس العمل څخه عبارت دی

هایدروتروپیزم

د اوبو په مقابل کې د نبات له عکس العمل څخه عبارت دی.

تېګموتروپیزم

کله چې یو بهرنی عامل د یو نبات له کوم غړي سره په تماس کې شي، پاڼې یی فورا احساس کوي او له معمولي حرکت څخه خپل راټولوي، مثلا یو کیمیاوي محرک چې له پاڼې سره په تماس کې شي، دغه پېغام د تماس له ټکي څخه د پانې قاعدې ته لېږدول کیږي دهغه ځاې حجرې په چټکتیا سره خپلې اوبه له لاسه وکوي او په نتیجه کې پاڼه هپل ځان راټولوي، خو له څو دقیقو (۱۰ دقیقو) څخه وروسته پاڼې بیا خپل لومړني حالت ته راځي. ځینې دغسې حرکتونه د غوښه خورونکو نباتانو د پاڼو په واسطه د حشراتو د نیولو لامل کیږي، مثلا د ځینو حشرو د حساسو  ویښتانو د تماس په واسطه د نبات پاڼه تحریک کیږي ځان ټولوي او حشره ښکاره کوي.

(دولسم ټولګی)

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close