د میوو جوس څرنګه د شکر ناروغي رامنځته کوي؟

که څه هم د میوو شربت د نورو شربتونو په نسبت کم تاوان لري؛ خو بیا هم د سکاټلنډ په ګلاسکو پوهنتون کې څیړونکو ثابته کړې، چې د میوو د خوږو جوسونو څښل د شکر د ناروغۍ خطر زیاتوي.

دغه څیړنه ښایي؛ چې د شرابو څښل هم د شکر په ناروغې باندې د اخته کیدو امکان څو برابره زیاتوي.

کارپیژاندي زیاتوي؛ د میوو په جوسونو کې د بورې اندازه د یخو شربتونو برابر وي، چې په همدې سره د مرضونو خطر زیاتوي. دوی وایي؛ پرله پسې درې میاشتو پورې دنیم لیټر جوس څښل د انسولین سیستم خرابوي او انسان غوښن کوي.

اوس نو هغه خلک چې هغوی اکثره چاق یا غوښن دي او د شکر په ناروغې اخته دي، لامل یې همدا دی چې یا ډیر یخ شربتونه څښي او یا هم له شرابو استفاده کوي.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب