د میرمنو پر بدن اضافي ویښتان او درملنه یې

 له افغانستان څخه قدرمن ورور احمدپوښتنه کړې
زما د ميرمنې په مخ باندې اضافي ويښتان را شنه شوي دي او بې حده ورته په تشويش او انديښنه کې يم حتى چې د شپې خوپ مې ورته تښتيدلى دى آيا د اوسنۍ ټکنالوژۍ په رڼا کې داسې کو مه لاره لري چې د هميش لپاره ددغې ستونزې څخه خلاص شم؟

قدرمنه احمده وروره لکه چې تا هم ویلي دي دښځوپه مخ کې اضافي ویښتان یوه عامه ستونزه ده چې ډیرځل…ه رواني عوراض هم له ځان سره لري خو باید وویل شي چې دا یوازې ستاسو میرمن نه ده چې د غه مشکل لري او ددغو میرمنو شمیرمخ په ډیریدو دی خو ډیری میرمنې تردې وړاندې چې ددې ستونزې اصلي علت پيدا کړي ډول ډول درملنې کوي اودرناکې یا غیر دردناکې عملې آزمايي خو له دې چې ډیر اصلي علت نه وي ختم شوی نوله لنډې مو دې وروسته دهغوي په مخ دغه ویښتان بیاپیدا کیږي.

دمیرمنو دمخ په خاصوبرخو کې له حده دډیرو ويښتانو ودې ته په طبابت کې هیرشوتیزم وايي په طبیعي توګه باید دمیرمنو دمخ وښتان کمرنګه او پاسته وي چې نه لیدل کیږي خو کله چې دهغوي په مخ کې دنارینه وپه شان غټ او تور ویښتان څرګندشي باید ډاکټرته ورشي ځکه چې دغه ستونزه پر ظاهري اړخ سربیره میرمنو ته رواني ستونزې هم پيدا کوي او ډیر ځله په بدن کې دیوې بلې ستونز ې پایله هم کیداي شي .البته تردې وړاندې چې دهیرشوتیزم تشخیص وشي باید دې مسلې ته توجه وکړو چې په طبیعي توګه دمیرمنو په مخ کې دویښتانو وده له یو بل سره توپيرکوي مثلاً هغه میرمنې چې سپین پوستکی لري دتورپوستوپه پرتله دمخ ډیرویښتان لري .

ددې ستونزې دعلت په هکله باید ووایو چې دویښتانوپیاز دتستوسترون په نامه دیوه هورمون په وسیله تحریکیږي دغه ډول هورمونونو ته اندروجن یا مردانه هورمون وايي چې په نارینه ووکې ېې سویه لوړه وي خو په ښځو کې هم په طبیعي توګه په کمه سویه موجو د وي خو ځینې وخت په بیلابیلو علتونو دغه سویه په میرمنو کې هم لوړیږي اوپه دې ډول ددې سبب کیږي چې دویښتانو پياز تحریک او ویښتان په مخ کې له حده زیاته وده وکړي .

کله میرمنې باید شک وکړي چې دغه هورمون ېې په بدن کې زیات شوی دی ؟
کله چې میاشتنی عادت یامریضي نامنظمه یا بنده شي ، یا په مخ کې وړې دانې یا ا کنې پيدا شي چې له درملنې سره مقاومت ښيي ،غږ له حده زیات پنډ او خشن شي ، دمیرمنو تي له حده زیات لوي او دویښتانو او مخ ترمنځ موجود برید نورهم دویښتانو لو ر ته په شالاړ شي په دې وخت کې باید میرمنې شک وکړي چې دمردانه هورمونونو اندازه ېې په بدن کې لوړه شوې ده پردې سربیره نورې نښې هم شته چې دلته ېې دبیانولو اړتیا نه شته .

دنارینتوب هورمونونه چیرته تولیدیږي ؟
لکه چې وویل شول دغه هورمونونه په نارینه وو کې په بیضو کې تولیدیږي خو له دې چې میرمنې دغه اله نه لري نو دغه هورمون په میرمنو کې په تخمدانونو ، دپښتورګو په سر په دوغدو ،او په مازغو کې دهیپوفیزپه نامه په یوې غدې کې تولیدیږي دمثال په توګه کله چې په تخمدان کې یو کیست پيدا شي دغه میرمنې ښايي د هورمونو دزیاتیدا له امله په مخ کې اضافي ویښتان پيدا کړي نو غوره ده په دغو میرمنو کې داضافي ویښتانو دپيدا کیدا اصلي علت پیدا شي .ددې ستونزې په هکله په تفصیل سره خبرې نه شوکولاي غوره داصلي علت دپیدا کولولپاره ډاکټر ته ورشئ خو دپوښتنې اصلي برخې یعنې معالجې ته به ېې راشو چې آیاپه اوسني وخت کې ېې دمعالجې امکان شته که نه ؟

ددې ستونزې دجرړیزې معالجې لپاره غوره ده میرمن یوه ډاکټرته ورشي چې اصلي علت ېې پيدا شي دهیرشوتیزم ډیرعلتونه داسې دي چې دعمر ترپایه اضافي ویښتان پیدا کوي خو ځینې وخت معالجه نتیجه ورکوي خو په ظاهري ډول دهیرشوتیزم په علاج کې داضافي ویښتانو ختمیدا اوس آسانه شوي .

دغو میرمنو ته پرآرایشي معالجې سربیره هغه درمل هم ورکول کیږي چې په نتیجه کې ېې دویښتانو پرپیاز یا غوټې دنارینتوب دهورمون اغیز کموي خوبیا هم ټینګار کوو چې غوره ده اصلي علت پيدا شي او ډاکټر ته په ورتګ سره معلومه شي چې ولې په دغې میرمنې کې دنارینتوب دهورمون اندازه لوړه ده .

کله چې اصلي علت پيدا شي په ارایشي او درملیزې معالجې سره دغه ستونزه په اسانه معالجه کیداي شي .
هغه میرمنې چې اضافي وزن لري دوزن په کمیدا سره ممکنه ده دهغوي دنارینتوب هورمون هم کم شي
هه میرنې چې په تخمدان کې کیست لري اویا دپښتورګو دپاسه په غده کې اویاپه هیپوفیزغده کې تومورلري که دغه تومورونه په لیزر او یا جراحي عملیاتو سره لیرې شي ښايي هیرشوتیزم ېې هم ور سره معالجه شي پردې سربیره دغو میرمنو ته دسپیرونولاکتون په نامه درمل ورکول کیږي چې دغه درمل دنارینتوب دهورمون اغیز کموي او یا دهغه تولید دروي خوسپیرونولاکتون درمل ځنې عوار ض هم لري دمثال په توګه ډیر ادرار کول ، دپوستي سوی ، دمعدې سوی ، سردرد ، اوستوماني پيداکولاي شي دنارینتوب دهورمون ضد نور درمل فیناسترید ،او فلوتامید دي خو دغه درمل تر سپيرنولاکتون ګرانه دي اوجانبي عوارض هم لري د دیان په نوم درمل هم دغو میرمنو ته وکول کیږي خو دغه درمل په خپل سر مه خورۍ او باید دډکټر په مشوره استعمال شي .دا داصلي علت دمعالجې خبره ده خو که علت پيدا نه شي میرمنې باید ظاهري او ارایشي معالجه وکړي .

پر درمیلیزې معالجې سربیره داضافي ویښْتانو دلیرې کولولپاره له الکترولیز څخه هم کار اخیستل کیږي په دې رودې کې یوه نازکه ستن دويښتانو فولیکول یا غوټې ته دننه کیږي اودبریښنا په جریان سره دویښتانو پیاز له منځه وړل کیږي دغه روده دردناکه ده او په هرځل یوازې دیوه ویښته پياز له منځه ځي نودبدن دلویو برخو لپاره اغیزمنه نه ده .

اپیلاتورس :

داد ویښتانو دختمولو مواد دي چې په دې ډول ویښتان دپوستکي له لاندې شکول کیږي ګټه ېې په دې کې ده چې داوږدې مودې لپاره دمخ ویښتان نه شنه کیږي که دغه روده په منظم ډول دمخ په یوې برخې ترسره شي ښايي ددې برخې ويښتان بیخي له منځه لاړه شي البته دغه روده څه نا څه دردناکه ده په دې روده کې باید پریږدئ چې ویښتان لږ وده وکړي چې داپيلاتور اله ېې ونیولاي شي البته دغه ر وده په مخکې ډیره نه کارول کیږي ډیر ځله دپښو او مټو ویښتان پرې لیرې کیږي خو ددې رودې له استعماله وروسته غوره ده دبدن دغه برخې په عفوني ضد موادو سره پاکې شي ځکه چې که د دویم ځل لپاره ېې استعمال کړئ ستاسو په بدن کې عفونت پيدا نه کړي .

لیزر :

د دبدن داضافي ویښتانو دلیرې کولو تر ټولو ډاډمنه او آسانه روده ده ځکه چې داسې طراحي شوې چې دویښتانو ریشو ته نفوذ کوي نو دبدن نوروبرخو ته هیڅ تاوان نه رسوي البته په درملنه کې احتیاطی تابیاوې غوره کیږي چې نورپوستکي ته تاوان ونه رسیږي .
هغه ماده چې ویښتانو ته رنګ ورکوي میلانین نومیږي دغه ماده له لیزر څخه وړانګې جذبوي او هغه په تو دوخې بدلوي دغه حرارت تردې حده دی چې دویښتانو دودوې میکانیزم غیرفعاله کوي اوهغه له کاره غورځوي او په دې ډول دویښتانو فولیکول ورسره له منځه ځي .

البته دغه روده باید څو ځله تکرارشي خو ترټولو اغیزمنه وسیله ده پردې سربیره لیزر ژر اوپه چټکتیاسره عمل کوي اوتقریباً یوه دایمي معالجه ده خو نورې رودې موقتي دي .که څه هم ویل کیږي لیزرد په هغو میرمنو کې چې تور ویښتان او سپين پوستکی لري ښه نتیجه ورکوي خو دغه روده په ټولو میرمنو کې غوره ده او یوازینۍ ستونزه په کې داده چې ګرانه روده ده اوس په افغانستان کې هم لیزر شته او خلک ترې استفاده کولاي شي .له لیزر معمولاً دوه اونۍ وروسته ویښتا ن تویږي او کابو دوه میاشتې وروسته بیرته ویښتان وده کوي کله چې پنځوس په سلو کې ویښتان بیرته شنه شول دا ددویم ځل لیزر لپاره مناسب وخت دی دغه فاصله ممکنه ده درې میاشتې وخت واخلي معمولاُ له څلورو رانیولې تراووځلونو پورې که لیزراستعمال شي دمخ اضافي ويښتان بیخي له منځه ځي تور او پنډ ويښتان ژر له منځه ځي البته تراوسه پورې دسپینو اونرمو ویښتانو په اړه لیزر قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی .

یادونه کوو که غواړئ له لیزر څخه استفاده وکړي ترمعالجې یوه میاشت مخکې ویښتان له ریشې مه شکوئ ځکه چې دلیزر وړانګه دهغوویښتانو په پياز ښه تاثیرکوي چې دودې په حال کې وي
که څه هم لیزر ګرانه روده ده خو ترټولو ډاډمنه روده ده نولومړی هڅه وکړئ ددې چارې اصلي علت پيدا کړئ چې ولې ستاسو په میرمنې کې دنارینتوب هورمون زیات شوی دی که مو دغه علت پيدا نه کړاي شو ترټولو آسانه او غوره روده ېې لیزر دی که څه ګرانه ده خو ارزښت ېې لري چې خپله میرمن له دې ستونزې خلاصه کړئ .
په درناوي

داکټر نویدالله خپلواک‎

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب