د مړي حيرانونکي مراسم

دا يقيني ده چې هر انسان مري، د مرګ څکه کوي، له مړينې وروسته د مذهب يا دود له مخې ځينې مراسم ورسره ترسره کېږي، له زیاترو مراسمو سره يې خلک بلد او اشنا دي؛ حيرانونکي هم دي؛ خو ځينې يې په ظالمانه ډول ترسره کېږي چې دلته يې له يو څو د بېلګو په توګه يادونه کوو.

د مړي مومايي کول: له ننه زرګونه کالونه وړاندې د مصري واکمنانو مړي د خوندي پاتې کېدلو په موخه مومايي کېدل، لومړی به يې د مړي له بدنه ځینې هغه برخې بېلولې چې اوبه لرونکې وې، وروسته به يې په خالي ډانچې کيمياوي توکي وهل او بيا به يې ډانچه د لرګي له بور څخه ډکوله او په ټوټه کې به يې پيچله. هغوی په دې ګروه وو چې له کوم مړي سره دغه مراسم ترسره شي، د هغه روح به تر راتلونکي سفر پورې خوندي پاتې وي.

کریانوکس: په پخواني پېر کې به خلکو مړ انسان يا ځناور په واورو او سړو ځايونو کې پټ ساته، هغوی په دې ګروه وو که په راتلونکي پېر کې کوم درمل پيدا شي؛ نو خپل خپلوان به پرې راژوندي کوي.

د حجرو (Cell) په پلاستيکي توکو بدلول: په کومو سيمو کې چې ساينس پرمختګ کړی و، د هغه سيمې خلکو به د مړي له بدن څخه ځينې غړي چې اوبه لرونکو حجرو جوړ شوي وو ليرې کول او پر ځای به يې مصنوعي غړي چې له پلاسټيک او سيليکون څخه به جوړ شوي و کېښودل، په دې توګه به د مړي بدن تر ډېره وخته نه خرابېده او بدبوی به يې هم نه کوه.

په سمندري کښتۍ کې د مړي سوزولو انځور

سمندري کښتيو کې د مړو رسمونه: په لسمه پېړۍ کې چې کله د اروپا پر سواحلو قزاقو واکمنۍ کوله، د قزاقي واکمنانو او مشرانو مړي به په يوه سمندري کښتۍ کې له سرو زرو او خوراکي توکي سره کېښودل کېدل او کله به غلامانو ته ويل کېدل چې د سمندر په تل کې ورته اور ورواچوي، څو روح يې په ارام شي.

په ونو کې کېښودل: په اسټرليا، برتانيه کولمبيا او سريبيا کې به ځينو قومونو مړي د ونو په ښاخونو او يا ريښو پورې تړل.

د چوپتيا څلی: د اور عبادت کوونکو به د غره په لوړه څوکه (Tower of Silence) مړی کېښوده، له څه وخت تېرېدو وروسته به چې کله د مړي بدن خاورې شو، هډوکي به يې راوړل او له چونې سره به يې ځای کړل، هغوی په دې ګروه و چې له کوم مړي سره دا چلند وشي هغه پاکېږي.

په چونه کې د مړي د هډوکو اچولو انځور

له مړي سره د خپلوانو ګوتې خښول: د لويديځې پاپواګني په داني ټبر کې د مړي له کورنۍ سره د غمرازۍ په موخه د مړي خپلوان خپلې ګوتې پرې کوي او د مړي سره يې خښوي.

د مړي له کورنۍ سره د غمرازي کوونکي تن انځور چې خپلې ګوتې يې پرې کړي دي

لويه هيله (اسپرټ آفرينگ):  ځیني اسيايي قومونو به خپل مړي د اوسېدو له ځايونو ليرې د کرکيلې په سيمه کې پټول په سر به يې لويه ډبره ورته کېښوده او د ډبرې له پاسه به يې څه تخمونه هم وشيندل؛ څو په راتلونکي کې له دې ځایه د ځناورو د اوښو لپاره ګټه واخلي، د ويتنام خلکو به له مړي سره پيسې هم اېښودې؛ څو په راتلونکي ژوند کې مړی په دغو پيسو د خپل اړتيا وړ توکي وپېري.

تر کاڼي لاندې د خښ شوي مړي انځور

ويلي کوونکی ماشين: د مړي بدن په ځانګړي ماشين کې کېښودل کېږي او ځانګړی حرارت ورکول کېږي؛ څو د مړي بدن ویلي شي او هډوکي پاتې شي، د ويلي شوي برخې ځخه کاڼی جوړوي او د مړي کورنۍ ته يې ورکوي چې په اوبو کې يې خوشي کړي. دا په امريکا کې دود و.

د هغه ماشين انځور چې مړی په کې ويلي کېږي

په فضا کې : دا دود د شلمې پېړې له سره پيل شوی دی، مړی لومړی سوزول کېږي او پاتي شوني يې په فضايي کيپسول کې کېښودل کېږي او په هوا کې ورته چاودنه ورکول کېږي، تر اوسه د يو سلو او پنځوس تنو مړي په دې ډول نمانځل شوي دي.

آسماني دود: زرګونو کالونو وړاندې تبتي بدبهکشيانو به مړي ټوټې ټوټې کول او بيا به يې ازاده سيمه کې مرغانو ته اچول؛ څو يې وخوري، اوس هم اتيا سلنه تبتي بدبهکشیان له مړوسره دغه مراسم ترسره کوي.

په فضا کې مړي د پاتې شونو د چاودنې انځور

 ټيکسي ډرمي: په دې طريقه کې مړی د ځناور په پوستکي کې له کيمياوي موادو سره يو ځای اچول کېږي، او د ژوندي ځناور څېره ترې جوړوي، که څه هم دا طريقه پخوا کارېده؛ خو اوس هم څه خلک خپلو کورنيو ته وصيت کوي چې له مړي سره يې دغه ډول چلند وشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب