حدیثونه پښتو ژباړه

د مومن ژوند- حدیث درس

عن أبي يحيى صهيب بن سنانٍ  (رضي الله عنه) ،  قَالَ:  قَالَ رسولُ الله  (صلى الله عليه وسلم): (( عَجَباً لأمْرِ المُؤمنِ إنَّ أمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خيرٌ ولَيسَ ذلِكَ لأَحَدٍ إلاَّ للمُؤْمِن  إنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكانَ خَيراً لَهُ، وإنْ أصَابَتْهُ ضرَاءُ صَبَرَ فَكانَ خَيْراً لَهُ )).

تخريج:

د دې حديث روايت امام مسلم په خپل صحيح، کتاب الزهد، باب المؤمن آمره کله خير کې کړيدی، د حديث نمره ده:2999.

د صحابي لنډه پيژندنه:

صهيب بن سنان د عربو د بنو نمر قبيلی سره تړاو لرو، خو په کوچنيتوب کې د روميانو لخوا تـښتول شوي وو او هم هلته لوى شوى وو، نو ځکه ورته صهيب الرومي ويل کيږي، د ده پلار سنان بن مالک د فارس د امپراتور کسری لخوا د أبله نومې ځاى حاکم وو، او دوى په موصل ښار کې اوسيده، نوموړی د روميانو څخه د کلب قبيلی خلکو واخست او په مکه مکرمه کې يې په عبد الله بن جدعان خرڅ کړ، هغه آزاد کړ، د نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) له پيغمبرۍ وروسته يې په لومړو خلکو کې پر هغه ايمان راوړ، چې له امله يې د قريشو لخوا ډير تکليفونه هم وليدل، نوموړی وايي چې ما د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره د پيغمبرۍ څخه مخکې هم ملګرتوب درلود.
نوموړی مدينی منوری ته د هجرت په وخت کې د قريشو لخوا محاصره شو، ده ورته وويل: زه ښه غشي ويشتونکی يم، يو به هم را څخه روغ خلاص نشی، خو زما مال په فلاني ځاى کې پروت دی لاړ شئ هغه واخلئ او ستانه شۍ، پدغه ډول نوموړی د هغوی د محاصرې څخه روغ ووت او مدينې منوری ته ورسيد، نوموړی د لوړې مرتبې خاوند صحابی دی، په ټولو غزاګانو کې يې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) سره ګډون کړيدی، هغه د هجرت په اته ديرشم کال له دنيا څخه سترګی پتی کړی، او په مدينه منوره کې خاورو ته وسپارل شو.

د مفرداتو معنا:
عجبا: عجب او تعجب هغه حالت ته وايي چې انسان ته د يو ناآشنا شي د ليدلو او اوريدو له امله راپيښيږي.
أمر: حال.
أصابته: د (إصابة) فعل دی: که ورسيږي هغه ته.
سراء: هغه حالت ته وايي چې انسان ته خوښي ورکوي.
شکر: په وينا، عمل يا نيت سره د ښيګڼې بدله ورکولو ته وايي.
ضراء: هغه حالت ته وايي چې انسان ته تکليف ورکوي.

ژباړه:
ابو يحيی صهيب بن سنان  وايي چې: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ويلي دی: « د مؤمن په حال تعجب پکار دی، ځکه د هغه هر حالت د هغه لپاره خير دی، او دا کار د مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، ځکه که په هغه د خوښۍ حالت راشي نو شکر کوي، او شکر د هغه لپاره خير دي، او که تکليف ته ورته ورسي، نو صبر کوي، او صبر هم د هغه لپاره غوره دی».

د حديث شرح:
پدې حديث کې نبی کريم (صلى الله عليه وسلم) د مخلص مؤمن د ژوند حالت ته اشاره کړيده، چې يو مؤمن څه ډول ژوند تيروي، او د ژوند لوړې او ژورې په هغه څومره اغيزه کوي، او بايد يو مؤمن څه ډول ژوند تير کړي.
دا خبره ښکاره ده چې ټول ژوند د دوه قسمه حالتونو څخه عبارت دی، خوښي او خفګان، د يو انسان ژوند هم د دغه حالتونو څخه خالي کيدی نشي، داسې حالت کله هم د انسان په ژوند کې نه راځې چې هغه دی نه خفه وي او نه دی خوشحاله، نو ځکه بايد يو مؤمن د خپل ايمان په رڼا کې د دغه دواړو حالتونو سره داسی برخورد وکړي چې د ده ايمان يې غوښتنه کوي او هغه دا چې:
د خوښۍ په حالت کې د خوښۍ ورکوونکي ښيګړه ومني او د هغه شکر وکړي، او ښکاره ده چې اصلي ښيګڼه کوونکي هغه ذات دی چې د انسان او هغه ته د خوښۍ ورکولو دواړو پيدا کوونکی دی، نو پکار ده چې هم د دغه حقيقي احسان او ښيګڼه کوونکي عبادت پداسې توګه وکړي چې هغه پرې خوښ شي، په خپلو کړو وړو په خپله وينا او د خپل نيت په خالص کولو خپل رب رضا کړي، او داسې يو کار ونکړي چې هغه د ښيګړه کوونکي د خفګان سبب وګرځي.
د خوښۍ په حالت کې ځان لوی ګڼل، تکبر کول، د خوښۍ د سبب نسبت ځانته کول، او خپل ځان د هغې اهل ګڼل، د خوښۍ په پايله کې نور انسانان سپک او کمزوري ګڼل، په هغوی ظلم او تيری کول، او خوښی خپل کمال ګنل هغه څه دي چې د انسان د هلاکت او تباهۍ وسيله ګرځي، ځکه خو الله تعالی د دغه لوی چارۍ له امله قارون د خپل مال جائداد سره يو ځاي په ځمکه کې ښخ کړ.
کله چې قارون ته خپل قوم وويل چې د دغه مال او جائداد له امله لوی چاري مه کوه، د دنيا تر څنک د آخرت په ګټه او لټه کې شه، د خپل رب د احسان او پيروزنې بدله ورکړه، او خپل مال، دولت په ځمکه کې د فساد، ظلم او تيری لپاره مه پکاروه، نو هغه د خپل رب د احسان منلو پر ځای دغه مال او دولت خپل کمال وګڼلو، په تکبر او لوي چارۍ سره يې د خلکو سره چلند کولو، نو الله وايي چې: (فخسفنا به وبداره الأرض فما كان له من فئة ينصرونه من دون الله وما كان من المنتصرين)، ژباړه: «مونږ هغه د کور سره يوځای په ځمکه کې ښخ کړ، بيا هيڅ يوې ډلې د ده مرسته ونکړه، او نه يې خپل غچ واخسيت»

پدغه ډول يو انسان ته چې کله تکليف ورسيږي، بايد هغه د الله د رحمت څخه ناهيلی نشي، او نه د الله تعالی څخه ګيله او شکايت وکړي، او نه دا ووايي چې زه د الله عبادت کووم او هغه پر ما تکليفونه راولي، نه! پکار ده چې هغه په تکليف باندې صبر وکړي، او تکليف د الله تعالی لخوا امتحان او ازموينه وګڼي چې د ده د ايمان کچه پری معلوموي، هيڅ کله هم تکليف، خفګان او مصیبت د خپلې بدبختۍ نښه ونه ګرځوي، لکه څرنګ چې خوښي، آرامي، مال او دولت د نېک مرغۍ نښه بايد ونه ګڼي، ځکه چې تر ټولو ډير تکليفونه پر هغه چا راځي چې هغه ډير الله ته نژدې وي، ځکه خو نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) ويلي دي: «تر ټولو ډير تکليفونه پيغمبرانو ګاللي دي، بيا چې څوک  دوی ته په غوره والي کې ورنيږدې وي ».
نو معلوميږي چې تکليف، او مصيبت، غم او خفګان، غريبي او فقيري د بدبختۍ نښه نده لکه څه رنګ چې خوښې او مالداري، دولت او جائداد د نيکمرغۍ نښه نده.

يو مسلمان مؤمن بايد د ژوند د هر حالت څخه د الله د رضا لپاره ګټه پورته کړي، د خوښۍ په حالت کې په هره وسيله شکر وباسي تر څو الله خوشحاله شي، او شکر کوونکي ته د جنت لاره خلاصه کړي، او د تکليف او مصيبت په وخت کې صبر وکړي، تر څو د صبر په پايله کې پری تکليف آسان شي، رب تری رضا شي، او د هغه تکليف عبادت وګرځوي او په جنت کې ورته لويې درجې ورکړي، د دنيا او آخرت لويې مرتبې هيڅ کله هم د تکليف او ستونزو د ګاللو او پر هغې د صبر کولو پرته په لاس نه راځي.
____________________________________________________
قافله مياشتنۍ تربيتي او دعوتي مجله، ۱۳۸۹ كال د ثور مياشت

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: