بیولوژيطب

د مهمو تجربو په ياد ساتلو کې د ويده دماغ ونډه

د هالنډ د “نایمېخن” نومي ښار د “ردباود” پوهنتون اړوند اکاډميکي روغتون (UMC St Radboud)  او په دغه ښار کي د Donders Institute له خوا تر سره سوې څېړنه په ډاګه کوي چي انسان کولائ سي په دې کښي مهم رول ولوبوي چي د خوب پر مهال يې باید کومي تجربې او کوم ياداښتونه تر ټولو ښه په ذهن کي کښيني.

د Donders Institute اړوند همکار څېړونکی “خايلن فېرناندېز”  وايي : “تر ډېره وخته فکر کېدئ چي د خوب پر مهال د یوه کس یاداښتونه په عمومي ډول سره راغونډيږي، مګر داسي نه ده. حقیقت دا دئ چي دماغ اصلاً د خوب پر وخت خورا فعاله او انتخابي وي.”
د نایمخېن د څېړني عامو ګډونوالو یو ډول ذهني لوبه کوله چي په ترڅ کي يې باید د تعمیرونو او د کور د سامانو د انځورونو موقعیتونه په یاد کړي وائ. د انځورونو تر ګوښه کېدو وروسته دستي برخه والو ته وښودل سوه چي یوازي د یوې برخي د موقعیتونو یاد ته اړتیا سته، یعني که د تعمیرونو د انځورونو موقعیتونه په یاد ولري او په عیني حال کي د کور د سامانو د انځورونو موقعیتونو هېر کړي او یا برعکس، نو ستونزه نه سته، د بېلګي په توګه یو کس یوازي د تعمیرونو یا یوازي د کور د سامانو د انځورونو د صحیح موقعیت په ښودلو سره پیسې ګټلائ سوائ.

د برخه والو له ډلي څخه نیمايي برخه کسانو انځورونه په سهار کي ولیدل او د کار تر رسمي ورځي وروسته وازمایل سول. بله نیمايي برخه کسانو ته انځورونه په ماښام کي ورښکاره سول او نوموړو باید په سبا سهار ازموینه ورکړې وائ. په دواړو حالاتو کي د انځورونو د لیدو او د ازمویني ترمنځ ۱۴ ساعته فرق و.

هغو کسانو چي خوب يې کړئ وو، د هغوی هماغه برخه خورا ښه په ذهن کي پاته وه هغه چي موقعیتونه يې باید په ازموینه کي ښودلي وائ، بلکي د دوی د دوهمي برخي موقعیتونه د لومړۍ برخي د هغو په پرتله ښه یاد نه ول. د څېړني ګډونوالو ته ویل سوي ول چي د یوې برخي د موقعیتونو د صحیح ښودلو په نتیجه کي به پیسې ورکول کیږي. دغه پیسې معلومداره د دې باعث وګرځېدې چي د برخه والو په ذهن کي باید هماغه یاداښتونه تر ټولو ښه کښېني، هغه چي ډېر ورته مهم دي، يا په بل عبارت; د برخه والو باید هماغه موقعیتونه تر ټولو ښه په یاد وي، هغه چي د صحیح ښودلو په نتیجه کي ګټه ورته کوي. دغسي یو څيز ته د لومړیتوب ورکولو عمل د خوب پر مهال وده کوي، بلکي که د شپې هوسايي نه وي، نو بیا دماغ نه سي کولائ چي یو شي ته د لومړیتوب حق ورکړي. جوته سوه چي په یوه داسي حالت کي خوب ډېره مهمه ونډه لري.

د ارواپوهني د عصبي علومو د څانګي د استاد په وینا یاده څېړنیزه تجربه تر هر څه د دې لومړنی سند دئ چي یو څوک د یوه ښوونیز کتاب تر تړلو وروسته ځان ته ووايي چي زه باید په ځانګړي ډول دغه معلومات په ذهن کي وساتم او خوب به يې د دې لامل وګرځي چي هماغه معلومات يې رښتیا هم له ذهنه ونه وزي.

دغه راز د هالنډ د عصبي علومو په موسسه کي د خوب ماهر “یسبرند فن در وېرف” د یادي څېړنیزي تجربې د پایلو په اړه خورا علاقمن دئ. نوموړی چي په دغه څېړنه کي لاس نه لري، وايي:”تر اوسه نه وه جوته سوې چي ویده دماغ دي په داسي یو مستقیم ډول سره اداره کېدائ سي.” د خوب ذکر سوئ متخصص هیله لري چي د دغي موضوع اړوندي نوري څېړني ترسره سي او وايي چي د نورو ټکو د ښه کېدو تر څنګ يې باید د څېړني عام ګډونوال تر اول زیات وي.
نوموړی همداډول زیاتوي:”بېله دې چي د خوب ونډي ته ځير سو او د شپې د هوسايي رول بیان کړو، کولائ سو ووایو چي په دغه څېړنیزه تجربه کي د تیورۍ له مخي د دې امکان سته چي د ماښام زده کوونکي د سهار د هغو په پرتله په دماغ کي په خورا ښه توګه لومړیتوبونه ښودلائ سي.”

منبع : دَ فولکسکرنت –  ۳۱/۸/۲۰۱۲
لیکوال : توني مود ده
ژباړن : مختاراحمد احسان – دَ نیدرلېنډز

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close