د معرفت وږمې | شعر
زه چې کله ډوب شمه ، د ناز په خــیالونو کې
لاړ شمه ، بیا ورک شمه په خپلو جهانونو کې
کله شــــم ژورې ته ، او کله شمه ، هسکې ته
کله غوپه وخـــورم، د فـــطرت په دریابونو کې
څوک به می راورســي، انداز د خــــیالونـــو ته
زه چې ژورسـوچ کې ، وزنګیږم، په ټالونو کې
نه وړي بیخودی می، د مستۍ او د جنون په لور
زه نه یمه خود کې؟ یا څه چل دی، شرابونو کې
کله د غــــرقاب ځیني وباســـــم ، د معنی ګوهر
کله شمـــه ورک، د سمـــندر ، په توفــانونو کې
ویني حقـــــیقت کې ،عارفان می عـــاجزۍ مقام
کله چې ډوبیږمه ، د اوښـــکو ســــــیلابونو کې
هغه کیفیت هم ، چې په درک د عاجزۍ کې شته
کله یې مــــوندلی شـــي شاهان ، په محــلونو کې
زه لـــکه د ګل په څـیر، وږمې د محــــبت شیندم
هر لوري یې لیږم ، په شــــعرونو پیــغامونو کې
زه چې حکمــــــتونه، په هـر پاڼي د ګلـشن ویــنم
څوک یې میندی نشي ، په نســـخو او کتابونو کې
بوی د معــرفت می لـــه وینا، صـــاحبدلان اوري
زه یمـــــــه دیره، لــــکه وږمـــه لا په ګــلونو کې
سید عبیدالله نادر