د مسلمان کور اساسي قانون
يادونه: څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د ښځو د حقوقو په اړه يوه پریکړه وکړه چې په هغې کې د مسلمانې کورنې د ړنګيدو په اړه يې يو شمير پریکړې کړې وې، او زيات شمير هيوادونو پرته له څيړنې هغه ومانه ، دا دې د قافلې مجلې يوه داسې لیکنه چې په کې په اسلام کې د کورني نظام په اړه شرعي احکام د یوه قانون په اړه ليکل شوي دي.
تسويد: دکتور رشاد لاشين
ژباړه: غنچه ګل ارمان
د الله تعالی په رسۍ په منګولو لګولو سره؛
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو پسې په اقتدا کولو سره؛
د راشده خليفه ګانو، تابعينو او له هغو وروسته نيکانو پر لارې تللو سره؛
په دې قناعت لرلو سره چې د اُمت سمون د کورنۍ له سمون څخه پيليږي؛
د دې په درک کولو سره چې پر سالمو بنسټونو ولاړه مسلمانه کورنۍ هغه کلکه کلا، هغه امينه غيږه او هغه کارنده توليدي واحد دی چې د رجالو د روزنې، د نسلونو د فارغونې او د اتلانو د جوړونې له لارې اُمت ته نوی ژوند بخښي، او تير پرتم او برم يې راګرځوي؛
د هغو شديدو يرغلونو د خطر په پيژندلو سره چې پر مسلمانې کورنۍ د هغې د جوړښت د ړنګولو، د هغې د غوټې د خلاصولو، او د هغې او د هغې د رسالت د تر سره کولو تر مينځ د خنډ اچولو په موخه تر سره کيږي؛
او د ګران اُمت په هغه نوي ويښتابه کې په ونډې اخيستلو سره چې د بريالۍ صالحې کورنۍ له جوړونې څخه پيليږي؛
په لاندې توګه د مسلمان کور د اساسي قانون مواد وړاندې کوو او له الله تعالی څخه غواړو چې په دې سره هر مسلمان کور ته ګټه ورسوي، د ګران اسلامي اُمت په خير يې تمام کړي، او ټول انسانيت يې له خير څخه برخمن کړي:
لومړی باب:
د بريالي مسلمان کور جوړول او په اسلامي اُمت کې د هغې ځای
لومړۍ ماده:
بريالی مسلمان کور هغه دی چې له دوو صالحو عناصرو څخه چې هر يوه پکې خپل ملګری له شرعي معيارونو سره سم په غوره توګه ټاکلی وي، جوړيږي.
دوهمه ماده:
مسلمانه کورنۍ د اسلامي امت جوړيز واحد دی.
دوهم باب:
رسالت او اهداف
لومړی فصل:
د مسلمانې کورنۍ رسالت
درېيمه ماده:
د مسلمانې کورنۍ رسالت د داسې مسلمان نسل د جوړولو له لارې د الله تعالی د عبادت تحقق او د ځمکې ابادول دي چې د اسلام په رسالت ايمان ولري او د اسلامي خلافت د اقامې له پاره کار وکړي.
دوهم فصل: د مسلمانې کورنۍ اهداف
څلورمه ماده:
د پاک لمنۍ او عفت تحقق او د ناموس ساتنه؛ او د داسې اولاد روزل چې د نسل ساتنه وکړي، نسل ته دوام ورکړي او د اسلام د صحيح فهم د توريث له پاره کار وکړي.
پنځمه ماده:
د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم په مينه د بچيانو روزل؛ په هغوی کې د توحيد د عقيدې کښينول؛ د الله تعالی له خوا د څارل کيدنې احساس ورکول؛ د هغوی د ضمير جوړول او د الله د شعائرو په تعظيم يې تربيه کول؛ او د لمانځه او نورو عبادتونو په اقامه کولو يې هغه ډول روزل چې الله تعالی پرې امر کړی.
شپږمه ماده:
په ټولو اړخونو (بدني، عقلي، روحي، عاطفي، ټولنيزو، سياسي… او نورو) کې د بچيانو د شخصيت هراړخيزه او متوازنه جوړونه؛ په هغوی کې د مسلمان فرد د عناصرو تحقق او د اسلامي ارزښتونو ځای په ځای کول؛ او په هغوی کې غوره اخلاقو او ښايسته ذوق ته وده ورکول.
اومه ماده:
د اسلامي هويت ساتنه؛ د نسلونو په زړونو کې له اسلامي هويت سره د تړاو ټينګول او پر هغه د وياړ ځای په ځای کول؛ د شکونو، فکري جنګ، د نړيوالتوب او لويديځ فرهنګ د څپو او د نورو د ناروا تقليد په وړاندې د هغوی مدافعه ځواک غښتلى کول.
اتمه ماده:
د بچيانو په زړونو کې د هيوادپالنې او له لوی اسلامي وطن سره د مينې کرل.
نهمه ماده:
په لوړو ارمانونو، پياوړي هوډ، تمدني برلاسۍ، د ژوند په ادارې او د ټکنالوژۍ په جوړونې د بچيانو روزل.
لسمه ماده:
د معاملاتو او اخلاقو، د خير د کارونو د خپرونې له پاره کار کولو او اسلامي فکر ته د هڅونې په برخې کې ټولنې ته د بيلګې وړاندې کول.
يوولسمه ماده:
د هر فرد په داسې توګه توجيه کول چې په ژوند کې هدف ولري؛ او د اسلام رسالت ته د اوږو ورکولو، د امت د خدمت، او ټول انسانيت ته د ګټې په رسولو کې رول ولري.
دولسمه ماده:
جهادي روزنه؛ د پريکړې کولو وړتيا او لوړ همت ځای په ځای کول؛ د نارينتوب او زړورتيا ځای په ځای کول؛ له ستونزو سره د بلدتيا، مسؤليت ته د اوږو ورکولو، له سختيو سره د ډغرو وهلو، ظلم ته د غاړې نه کيښودلو، له ځان-غوښتنې، ذوب کيدنې او ماده پالنې سره د مقاومت په برخې کې روزنه ورکول؛ او د داسې مهارتونو ورښودل چې د مور او پلار د ناڅاپي يا دايمي نشتوالي په صورت کې ژوند په ښه توګه اداره کړی شي.
ديارلسمه ماده:
د وقايوي لارو چارو په پام کې نيولو؛ په وخت درملنې، د چاپيريال او افرادو د روغتيا ساتنې، د دوره يي روغتيايي معايناتو تر سره کولو؛ د پاکو اوبو، ښې تويې، مناسبو خوړو د مراعاتولو؛ ورزش کولو؛ ګټور لمر ته د ځان د ښکاره کولو؛ او له اسراف، نشه يي توکو او ناوړو عادتونو څخه د ځان ساتنې له لارې د عامې روغتيا اصولو ته ژمنتيا.
څوارلسمه ماده:
د شريعت پنځګونو مقاصدو (دين، نفس، عقل، نسل، مال) ساتنه.
پنځلسمه ماده:
په اسلامي اصولو د خپلو خادمانو روزل.
درېيم باب: مرجعيت، قيادت او د قيادت دنده
لومړی فصل: د مسلمانې کورنۍ مرجعيت
شپاړسمه ماده:
په مسلمان کور کې اصلي مرجعيت قران کريم، نبوي سنت، د اسلامي تاريخ په اوږدو کې تيرو شويو علماوو باوري ويناوې او کړه وړه، او بيا هر هغه نيک او ګټور (وينا/عمل) دی چې له شرعي اصولو او نننيو روزنيزو وسايلو سره برابر وي.
دوهم فصل: قيادت
اولسمه ماده: د کور قيادت (مشرتوب) د سړي (ميړه، پلار، مشر ورور، ولي) حق دی. ښځه د ميړه د نشتوالي په صورت کې د کورنيو چارو په اداره کولو کې د ميړه استاځيتوب کوي: “والمرأة راعية في بيت زوجها ومسئولة عن رعيتها” ښځه د ميړه د کور پالونکې ده او د هغې د پالنې په هکله به ترې پوښتنه کيږي. رواه البخاري ومسلم
درېيم فصل: د قيادت دنده
اتلسمه ماده: قوامة (د کور اداره کول) او انفاق (لګښت) د سړي له مسؤليتونو څخه دي: ﴿الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ﴾ (النساء: ۳۴ ايت). نارينه پر ښځو اداره چيان دي، له دې امله چې الله د هغو ځينو (نارينه و) ته پر ځينو (ښځو) لوړتيا وربخښلې ده، او له دې کبله چې نارينه خپل مالونه لګوي..
نولسمه ماده:
پالنه: “كلكم راعٍ وكلكم مسئول عن رعيته والرجل راعٍ في بيته ومسئول عن رعيته…..” رواه البخاري ومسلم. هر يو له تاسې څخه راع (شپون/ساتونکی) دی او د خپل رعيت په هکله به پوښتنه ترې کيږي، نارينه د کور پالونکی دی او د خپلو لاس-لاندې کسانو په هکله به ترې پوښتنه کيږي.
شلمه ماده:
له چاپيره مادي او روزنيزو ټولو ګواښونو څخه د کورنۍ ساتنه؛ او د دې مبارک ايت د پلي کولو په موخه د کورنۍ د دُنيوي او اخروي راتلونکې په هکله مسؤليت چې فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا..) اى مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اولاد او كورنۍ له هغه اورنه وژغورئ چې دهغه د سون مواد به انسانان او تيږې وي… (التحريم: ۶).
يوويشتمه ماده:
د مسؤلانه آزادۍ تحقق او د عامه مصلحت او ډله ايزې روحيې د ضوابطو په چوکاټ کې د فرد د استقلاليت، خصوصياتو او ځانګړي تميز درناوی.
دوه ويشتمه ماده:
د صحي چاپيريال برابرول او د مينې، زړه سوي، خبرو اترو او تفاهم له لارې د رسالت، أهدافو او دندو د تحقق لور ته د افرادو سوق کول.
درويشتمه ماده:
په کورنۍ کې د شورائيت د اصل پلي کول او د کور د کارونو د تعقيب، د کورنۍ د غړو د احوال اخيستنې او د کورنۍ د اساسي قانون د پلي کولو په موخه په نوبتي ډول د کورنۍ د شورا دايرول. دغه شورا کولی شي د مرجعيت، رسالت، أهدافو او دندو په رڼا کې د کورنۍ اساسي قانون د کورنۍ د غړو له حالت سره سم تعديل کړي.
څلرويشتمه ماده:
د کورنۍ د هر غړي د وخت اداره کول او په ګټور کار يې بوختول، او وزګار وختونه يې د ښايسته او سپيڅلې او مهذبې تفريح، د وړتياوو او مهارتونو د ودې او د کورنۍ، ټولنې او اُمت د ښيګڼې په موخه کارونې له لارې تنظيمول.
پنځه ويشتمه ماده: د بچيانو د سِن (عمر) ځانګړتياوې، طبيعتونه او خويونو په پام کې نيول او د هغوی ترمنځ د هر يوه له حال سره مناسب د فردي توپيرونو او نوعيت (نارينه/ښځينه) مراعاتول.
شپږ ويشتمه ماده:
د عدل رامنځ ته کول او په ټولو بدني، عاطفي، عقلي، روحي، ټولنيزو، ترفيهي او نورو ټولو اړخونو کې د کورنۍ د غړو اړتياوې پوره کول. د بچيانو تر مينځ عدل د مساوات په معنی نه دی بلکې د هر يوه له عمري پړاو او ځانګړو ظروفو (روغتيايي، تعليمي…) سره سم د هغوی د اړتياوو په پام کې نيولو په معنی دی.
اوه ويشتمه ماده: د شرعي اصالت او د نوي عصر د غوره پوهې سره يو ځای کولو له لارې مهارتونو ته وده ورکول او د مسلسل پرمختګ او غوره بدلون له پاره کار کول؛ په دې برخې کې له متخصصينو او پوهانو څخه مرستې غوښتنې ته پام کول، (له نويو پرمختګونو څخه) ځان په دوامداره توګه خبر ساتل؛ د متميزو روزنيزو دورو تر لاسه کول او د وړتيا لوړونې د ټولو وسايلو برابرول.
څلورم باب: کورنی نظام او اړيکې يې
لومړی فصل: عامه ضوابط
اته ويشتمه ماده:
هر فرد له شرعي ضوابطو او د واقع (حاکمو شرايطو) له غوښتنو سره سم د حقونو او وجايبو درلودونکی دی.
نهه ويشتمه ماده:
دکورنۍ د ټولو غړو او د کورنۍ د ټولو محتوياتو هراړخيز او دوامدار نظافت ساتل او له ناپاکۍ او خځلو څخه ډډه کول.usratulmuslim
ديرشمه ماده:
دايمي او تلپاتې نظام چې د مسلمان کور د ننه پر ټولو شيونو او ټولو چارو واکمن وي او د کورنۍ افراد د کور او کورنۍ اړوند هر شي د غوره ترتيب، همغږۍ، او د هغه له پاره د پلان جوړونې په برخې کې وروزي: (لکه د علم تر لاسه کولو نظام؛ د ترفيه او ساعت-تيرۍ نظام؛ د راشه درشه او ليدو، کتو نظام؛ د مکافات او مجازات نظام؛ مالياتي نظام؛ د پوښاک او کاليو نظام؛ د خوراک، څښاک، خوب، لوبو، حمام کولو او نورو نظام).
يوديرشمه ماده:
د غږ (د خپل غږ، د راديو او تلويزون غږ) ټيټول، د ارام چاپيريال رامينځ ته کول، او له داسې چيغو څخه ډډه کول چې د کورنۍ د افرادو يا ګاونډيانو د اذيت لامل شي.
دوه ديرشمه ماده: له شرعي ضوابطو سره سم په کور کې اجازه اخيستنه په پام کې نيول.
دري ديرشمه ماده:
د کورنۍ د افرادو اړوندو رازونو ساتنه، پرده پرې اچول او نه افشاء کول.
دوهم فصل: د ميرمنې او ميړه اړوند ځانګړي احکام
څلورديرشمه ماده:
هر يو بايد بل لوري ته د ارامتيا، مينې او زړه سوي وړاندې کولو ته پام وکړي.
پنځه ديرشمه ماده:
ميرمنه به له ګُناه پرته چارو کې د ميړه خبره مني او ميړه به د خپلې ميرمنې ښيګڼه په پام کې نيسي: “خيركم خيركم لأهله- ترمذي” په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه وي.
شپږديرشمه ماده:
پلارتوب او مورتوب داسې دندې دي چې په استاځيتوب نه شي تر سره کيدی. ميرمنه او ميړه مکلف دي چې د خپلې کورنۍ د روزنيزې تګلارې په هکله سره يوه خوله شي او د بچيانو په توجيه کولو کې له يوه بل سره ټکر و نه کړي.
اوه ديرشمه ماده:
د بچيانو په مخ کې له اختلاف څخه ډډه کول او دا چې د دوی چلن بايد داسې غوره بيلګه وي چې بچيان يې اقتدا پسې وکړي.
اته ديرشمه ماده:
د مينې، انسجام او خپلمينځي اړيکو دوامدار تجديد ته پام کول؛ د ستونزو د حل له پاره ګډ تفاهم ته رسيدل او د يو بل له تيروتنو څخه تيريدل.
نهه ديرشمه ماده:
په کورنيو چارو کې نورو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکول او د اختلاف په وخت کې د دواړو په خوښه د شکايت د مرجع ټاکل.
څلويښتمه ماده:
په نيکۍ سره له يوه بل سره پاک او غوره ژوند تيرول، که چيرې د يوې غاړې د بلې غاړې کوم خوی بد ايسي، أصل پکې (امساک بمعروف= په ښه طريقه ګډ ژوند کول) او د معذوروالي په حال کې (تسريح باحسان= په نيکې طريقې سره پريښودل) دی.
يوڅلويښتمه ماده:
بچيانو ته د خپلمينځي ستونزو له ورغځولو څخه ډډه کول، او د ښځې او ميړه د ګډ يا بيل ژوند په صورت کې د هغوی پر غوره پالنې او د هغوی د حقونو په ادا کولو ټينګار کول.
درېيم فصل: داخلي اړيکې
دوه څلويښتمه ماده:
د مور او پلار خبره منل په هغو چاروکې چې ګناه نه وي.
دري څلويښتمه ماده:
د مشر احترام په خاصه توګه، او د ټولو خپلمينځي احترام په عامه توګه په پام کې نيول.
څلور څلويښتمه ماده:
پر کشرانو مهرباني کول، له هغوی سره نرم چلن کول، د هغوی لوبول، او له هغوی سره ماشومانه ذوق اختيارول.
پنځه څلويښتمه ماده:
د ښځو او لوڼو په حقونو، د هغوی پر غوره پالنې او له هغوی سره په غوره چلن ټينګار کول. “استوصوا بالنساء خيرًا-بخاري، مسلم” له ښځو سره ښيګڼه وکړئ.
شپږ څلويښتمه ماده:
خپلمينځي زړه سوی؛ ښندنه؛ په نيکۍ او د تقوا په چارو کې مرسته کول؛ د مينې، دروندوالي، تيريدنې، بخښنې، نرمۍ او جديت مراعاتول.
اوه څلويښتمه ماده:
په غوره توګه له يوه بل سره اړيکې نيول؛ مينه کول؛ همدردي درلودل؛ د نورو د مشاعرو او احساساتو په پام کې نيول؛ او د خپلمينځي باور، ځغردتيا او تفاهم د پلونو جوړول.
اته څلويښتمه ماده:
مادي او معنوي تکافل (مرسته کول) او د کورنۍ د هر غړي مصلحت ته پام کول.
نهه څلويښتمه ماده:
نيکه د پلار په ځای دی او نيا د مور په ځای ده.
پنځوسمه ماده:
مشر ورور د پلار د غياب په وخت کې د پلار په ځای دی او مشره خور د مور د غياب په وخت کې د مور په ځای ده.
څلورم فصل: بهرنۍ اړيکې
يوپنځوسمه ماده:
د خپلوۍ پالنه، د تعارف (پيژندګلوۍ) او وخت په وخت ليدو کتو د دود خپرول او په دې برخې کې بچيانو ته عملي روزنه ورکول.
دوه پنځوسمه ماده:
د ميلمه عزت کول، ښه ګاونډيتوب کول، له ټولنې سره د ټاکلو ضوابطو په چوکاټ کې راشه درشه کول او په غم او ښادۍ کې يې ګډون کول.
دري پنځوسمه ماده:
له بچيانو سره د مينې، خبرو اترو، او روزنې له لارې د ښو ملګرو په ټاکنې کې مرسته کول.
څلور پنځوسمه ماده:
د بچيانو د ملګرو د احترام، د هغوی د عزت کولو او له هغوی سره د ښه راشه درشه؛ او د ميرمنې او مور او د ميړه او پلار د دوستانو د عزت کولو له لارې له نيکو خلکو سره د کورنۍ د ټولو غړو د مشروع اړيکو احترام کول.
پنځه پنځوسمه ماده:
حياء، پاک لمني او اسلامي لباس ته ژمنتيا؛ له نامحرمو څخه د ښځو حيا کول؛ او له تبرج (پرديو نارينه وو ته خپل سينګار ښودل)، خلوت (له پرديو نارينه وو سره يوازيوالی)، او اختلاط (له پرديو نارينه وو سره ښکته پورته کيدل) څخه ځان ساتل.
شپږ پنځوسمه ماده:
د وتلو او ننوتلو قوانين: له ننوتلو مخکې اجازه غوښتل او د محرم په نشتوالي کې نامحرمو ته د راتګ اجازه نه ورکول؛ د ښځې وتل له کور څخه د ميړه په اجازه او د بچيانو وتل د پلار په اجازه تر سره کيږي.
اوه پنځوسمه ماده:
د ستر اسلامي هيواد د قضاياوو ملاتړ او مرسته کول او د مظلومو مسلمانو وروڼو په څنګ کې دريدل.
اته پنځوسمه ماده:
مسلمان کور د احترام وړ ځای دی، ټول غړي يې له يوه بل سره په ښو خبرو اترو؛ يوه بل ته په ګټې رسولو؛ د يوه بل په درک کولو؛ او پر يو بل تيري نه کولو مکلف دي.
پنځم باب: اقتصادي چارې
نهه پنځوسمه ماده:
د کورنۍ نفقه چمتو کول د نارينه مسؤليت دی.
شپيتمه ماده:
د ښځې مال معافيت لري او د هغې له اجازې پرته لاس وروړل روا نه دي.
يو شپيتمه ماده:
د سړي له وجايبو څخه يو د حلالې او پاکې روزۍ د برابرونې او له سودي او ټولو شکمنو مالي معاملاتو څخه د ډډې کولو او له حرامې روزۍ څخه د کورنۍ د ساتنې له لارې کورنۍ ته د عزتمن ژوند برابرولو په موخه هڅه کول او زيار ايستل دي. ځکه هره غوښه چې له حرامو جوړه شي، اور ور ته تر هر څه مناسب شی دی (په اور به وسوځول شي).
دوه شپيتمه ماده:
د ګټې او انفاق تر مينځ د انډول ساتنې له لارې د ژوند له پاره ښه تدبير نيول؛ له اقتصاد څخه کار اخيستل؛ د وسطيت او اعتدال مراعاتول؛ د استهلاک مهارول؛ له بدخرڅۍ، اسراف او بې ځايه توی راتوی څخه ډډه کول؛ د کورنۍ له مياشتني عايد څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه بودجه ترتيبول؛ او له ډيرې شديدې اړتيا پرته له پور اخيستلو څخه ځان ساتل.
دري شپيتمه ماده:
کورنۍ بايد د لګښت په برخې کې د لاندې درې درجو په پام کې نيولو سره لومړيتوب مراعات کړي: لومړی ضروريات چې له هغو پرته انسان ژوند له لاسه ورکوي، دوهم احتياجات چې له هغو پرته ژوند ستونزمن کيږي،
او درېيم کماليات چې کورنۍ ترې په اسانۍ سره مستغني کيدی شي.
څلور شپيتمه ماده:
په مال کې د زکات، صدقاتو، ډاليو، مرستو، په نورو خيريه مواردو کې د لګونې او د نورو هغو واجبو حقونو د پر ځای کولو له لارې د الله تعالی حق مراعاتول چې د خپلوانو، ګاونډيانو، بيوزلو او مظلومانو په وړاندې يې لري، د ويش په چارو کې د بچيانو راګډول او په نيکو چارو يې روزل.
پنځه شپيتمه ماده:
اقتصادي روزنه او د مال په احترام، په هغه کې د غوره تصرف، او عامو او خاصو شتمنيو د ساتنې په هکله د بچيانو روزنه؛ هغوی ته د حِرفې (کسب) او د مالونو په کار اچونې لارې چارې ورښودل؛ هغوی په زيارکښۍ، برياليتوب، او پر ځان باور روږدي کول؛ او د نورو پر اوږو باريدنې، لټۍ، بيکارۍ او بې پروايی په مقابل کې يې پياوړي کول.
شپږ شپيتمه ماده:
د نعمتونو په شکر ايستلو، قناعت، په خپلې روزۍ رضايت او نورو ته نه کتنې يا د هغو شيانو په هوس نه درلودنې د بچيانو روږدي کول چې د دوی د کورنۍ په وس کې نه وي او دا ورښودل چې د انسان ارزښت د هغه په اخلاقو دی نه په شتمنيو.
اوه شپيتمه ماده:
دکورنۍ د عايد کموالي يا زياتوالي ته له کتلو پرته د مالونو سپمولو او د مالونو په کار اچولو ته پام کول؛ د پراخۍ له وخت څخه د تنګ وخت له پاره کار اخيستل؛ د بيوزلۍ له وېرې له سپيره توب څخه ډډه کول؛ او له بخل، سترګ-وږۍ، انبارونې او د نفسي غوښتنو له منښتې څخه ځان ساتل.
شپږم باب: مکافات او مجازات
اته شپيتمه ماده:
د ښه کارکولو له کبله د هڅونې او مکافات؛ او له شرعي او روزنيزو ضوابطو سره سم د مکافاتي او مجازاتي چلن تر مينځ د انډول ساتنې له لارې د تيروتونکي اصلاح کول، درملنه او مجازات.
نهه شپيتمه ماده:
د شيانو د مفاهيمو روښانه کولو ته پام کول او له جزا ورکولو مخکې ښوونه، روزنه او پوهای ورکول.
اويايمه ماده:
په مکافات کې د مادي او معنوي هڅوونکو تر مينځ له وږسترګۍ، اسراف او مبالغې پرته تنوع مراعاتول.
يو اويايمه ماده:
د تيروتنو د پيښيدو په وخت کې اصلاح، غچ نه اخيستنه؛ تهذيب، نه دګل او پړول؛ او د اسبابو درملنه، نه د اعراضو درملنه په پام کې نيول.
دوه اويايمه ماده:
له روزنيزو ضوابطو سره سم په جزا ورکولو کې تدرج (پړاويزتوب) په پام کې نيول، او له اهانت، سپکاوي او د نورو په مخ کې له جزا ورکولو څخه ډډه کول.
درې اويايمه ماده:
له لس کلنۍ څخه مخکې له وهلو، او په ټولو عمري پړاوونو کې پر مخ وهلو او داغلو څخه ډډه کول.