د مسلمان مرتبه- حدیث

عَنْ أَبِي مُوسَى ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ جِيءَ بِالْيَهُودِ وَالنَّصَارَى ، فَقِيلَ : هَذَا فِدَاؤُكَ مِنَ النَّارِ يَا مُسْلِمُ ، يَعْنِي يَدْفَعُ إِلَى كُلِّ رَجُلٍ مِنْهُمْ رَجُلاً مِنْهُمْ.[مسندالبزار 3198]

ژباړه: دابوموسی رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی ورځ دقیامت شی ، نویهود اونصاری راوغوښتل شی ، نو وویل کړه شی دغه ستا فدیه ده  د اور څخه أئ مسلمانه! یعنی  هرمسلمان ته یو کافر ورکوی چی دهغه دځایه یی ودوږخ ته ور واچوی.

توضیح: الله پاک مسلمان ته پرکافر باندی دومره فضیلت ورکړئ دئ چی په آخرت کی یی کافر دمسلمان لپاره فدیه ګرځولیده ، إمام نووی رحمه الله فرمایی: الله پاک وهرچاته په جنت اودوږخ کی ځای ټاکلئ دئ ، نوکله چی مسلمان جنت یوسی ددی په مقابل کی کافر بیا ودوږخ ته ځی ، نوداسی کیږی لکه کافر چی ددی مسلمان قربانی اوفدیه شوه[شرح سنن ابن ماجة].
نو دهرمسلمان لپاره لازمه ده چی خپل کرامت اوشرافت وپیژنی ، دځان اوکافر ترمینځ په توپیر باندی خپل سرخلاص کړی ، کافر ته په دنیا کی په درنه او لوړه سترګه و نه ګوری ، هغه دځان لپاره مشر اومشاور جوړنکړی ، دهغه سره دشرعی حدودو څخه بهر دوستی ونکړی ، دهغه سره دمسلمانانو پرضد تړون او پیمان لاسلیک نکړی، هغه دځان دښمن وبولی او په عمل کی یی هم باید ثابته کړی.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب