زنا ته مه نږدې کېږئ

وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً

دمسلمان له پاره ترټولو لوی لارښود دالله سپیڅلی کتاب او له هغه وروسته نبوی حدیث، قران کریم د زنا دممانعت په اړه له حکمته ډکه لارښودنه کړی ده قران مسلمانانو ته امری کوی چی زنا ته مه نږدی کیږئ ! ځکه زنا ډیره لویه ګناه ده او ډیره بده لاره ده دقرانکریم الفاظ دادی : ” ولا تقربوا الزنى إنه كان فاحشة وساء سبيلا” دلته دقرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم کی د شرک ،غیبت، ظلم او نورو ګناهونوپه اړه الله جل جلاله مستقیما له هغی ګناه نه دمنعی امر کړی دی لکه ولاتشرکوا یعنی تاسو شرک مکوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعنی تاسو دیوه بل غیبت مکوئ ! ولاتظلموا یعنی ظلم مکوئ ! خو دزنا په اړه الله جل جلاله وایی : ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدی کیږئ ! داسی یی ونه ویل چی : ولا تزنو ا یعنی زنا مکوئ ! بلکی ویی ویل ولاتقربوا الزنی یعنی زناته مه نږدی کیږئ !

دزناپه اړه قرانکریم داسلوب ددی تغیر په اړه مفسرین لیکی چی داسی ځکه شوی دی چی په دی سره مطلب دادی چی یواځی زنا نه بلکی هغه ټولو اړوند کارونه چی دزنا لامل اوسبب کیږی هغه ټول حرام دی لکه له نامحرمی ښځی سره یواځی کیدل یا بی ضرورته خبری ورسره کول یا لکه په نیټ کی چی نن سبا له پردیو ښځوسره خبری کیږی داراز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یی انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چی زناته سړۍ را کاږی هغه ټول حرام دی .

امام مسلم بن الحجاج القشیری په خپل صحیح کتاب القدرکی له ابوهریره رضی الله عنه نه یوحدیث روایت کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :بنیادم ته دزنا برخه لیکل شوی ده هغه به خامخا بیامومی دواړه سترګی زنا کوی او دسترګو زنا نامحرمو ښځوته کتل دی ،غوږونه دواړه زنا کوی او دغوږونو زنا اوریدل دی یعنی دنامحرموښځو بی ضرورته خبری اوریدل،اودواړه لاسونه زنا کوی او دلاسونو زنا نیول دی ، اودواړه پښی زنا کوی او دپښو زنا تګ دی یعنی له نامحرمو ښځو سره یاهغوی ته ورتګ ،اوپه زړه کی دزنا خواهش او مینه پیداکیږی او دانسان تناسلی غړی هغه رښتیا کوی یا یی دروغ کوی . ” عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : { كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه . أخرجه مسلم في ” كتاب القدر.

د زنا په اړه یوتفصیلی حدیث

رسول الله صلی الله علیه وسلم دبشریت مهربانه اوستر لارښوددزنا په اړه ډیری له حکمته ډکی لارښوونی کړی دی تاسو په دی لاندی حدیث کی دهغه هوښیاری او مهربانی ته ځیر شي چی یوځوان په څومره ښکلی توګه له زنا نه منعه کوی !! سره له دی چی هغه ځوان نور خلک رټی او غوسه ورته کوی خو دی یی له ځانه سره کښینوی او په مستقیمه توګه نه ورته وایی چی زنا مکوه بلکی له دی ستر جرم او لویی ګنا ه نه دمنعه کولو له پاره هغه ته یوه مقدمه پیل کوی چی په هغه کی ده ته دا وښیی چی زنا څومره بده لاره ده او څومره بده ګناه ده اوپه اخر کی یی دیوه مهربانه پلار په څیر پر اوږه لاس ږدی او دعا ورته کوی امام احمد له ابوآمامه رضی الله عنه نه روایت کوی لومړۍ دحدیث متن را اخلو : وقد قال الإمام أحمد حدثنا يزيد بن هارون حدثنا جرير حدثنا سليم بن عامر عن أبي أمامة أن فتى شابا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله ائذن لي بالزنا فأقبل القوم عليه فزجروه وقالوا : مه مه فقال ” ادنه ” فدنا منه قريبا فقال ” اجلس ” فجلس فقال ” أتحبه لأمك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأمهاتهم قال ” أفتحبه لابنتك ” ؟ قال لا والله يا رسول الله جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لبناتهم قال ” أفتحبه لأختك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأخواتهم قال ” أفتحبه لعمتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لعماتهم قال ” أفتحبه لخالتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لخالاتهم قال فوضع يده عليه وقال ” اللهم اغفر ذنبه وطهر قلبه وأحصن فرجه ” قال فلم يكن بعد ذلك الفتى يلتفت إلى شيء .
ژباړه : یوځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویی ویل : یارسول الله ماته دزنا اجازه راکړه ! مخکی له دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړی خلکو سپک کړ، بد رد یی ورته وویل او ورته ویی ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدی شه ! او ورنږدی شو هغه ورته وویل کښینه او هغه ځوان درسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کښیناست او ورته ویی ویل : ایا ته دا خوښوی چی څوک ستا له مور سره زنا وکړی ؟هغه ځوان وویل : الله می دی له تا قربان کړی په خدای سوګند چی نه یی خوښوم . رسول الله ورته وویل چی نور خلک هم دا نه خوښوی چی څوک یی له مندو سره زنا وکړی . بیا یی ورته وویل چی ته دا خوښوی چی څوک دی له لور سره زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : الله می دی له تا قربان کړی نه والله نه یی خوښوم . هغه وویل چی هیڅوک دا نه خوښوی . بیا رسول الله ورته وویل : ایاته دا خوښوی چی له خور سره دی څوک زنا وکړی ؟ هغه ځوان وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله که یی خوښوم . هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له خوندو سره یی څوک زنا وکړی . بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له عمی سره دی څوک زنا وکړی ؟ هغه وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله نه یی خوښوم . رسول الله وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له عمه ګانو سره دی څوک زنا وکړی . بیا یی ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له خالی سره دی څوک زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : خدای می دی له تا قربان کړی نه والله که یی خوښوم . هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوی چی له خاله ګانو سره دی څوک زنا وکړی . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه پر وږه لاس کیښود اوداسی دعا یی ورته وکړه : ای الله دده ګناه معاف کړه ! او دده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره ! او وروسته بیا دا ځوان دومره پاک شو چی دزنا لوری ته یی هم نه کتل .

your ads

دلته له زنا نه ددی ځوان د منعه کولو له پاره رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره ستر او له حکمته ډک اسلوب کار ولی دی !! لومړۍ خو دا ځوان دومره ناخبره و چی دعامو خلکو په منځ کی یی له رسول الله نه دزنا اجازه غوښتله خو دخلکو دترټنی په منځ کی د ستر پیغمبر غوره او مهربانه چلند هغه دومره متاثر کړ چی له هری خبری سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایی جعلنی الله فداک یعنی خدای می دی له تانه قربان کړی !! اوهغه رسول الله دزنا بدی ته په ډیره حکیمانه توګه متوجه کړ هغه داسی چی مور ، لور، خور، عمه او خاله په هر انسان ګرانی وی نو یو انسان چی له کومی ښځی سره زنا کوی هغه به حتما دچا مور یا لور یا خور یا عمه یا خاله وی او انسان ددی خپلوانو له پاره هیڅ کله نه خوښوی چی څوک دی زنا ورسه وکړی نو بیا دبل چا په حق ولی تیرۍ کوی ؟او دنورو له خپلوانو سره ولی زنا کوی .

ابن کثیر په خپل تفسیر کی دابن ابی الدنیا نه یو روایت را اخلی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له شرک نه وروسته بله دومره لویه ګناه نشته لکه په ناروا رحم کی چی انسان خپله نطفه واچوی. یعنی زناکول له شرک نه وروسته ترټولو لویه ګناه ده دزنا په اړه او دزنا د بدی او خرابی په اړه په قرانکریم کی نور ایتونه هم شته او په نبوی حدیثو کی دومره زیات تفصیلات پراته دی چی که په دی اړه دا لیکنه وغځوو نو یو پوره کتاب به تری جوړ شی . ځکه یې په همدې ځای بس کوو.

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب