اسلامي نړۍ او امتټولنهکورنۍ

د مسلمانې کورنۍ تعریف، ډولونه، ځانګړتیاوې او موخې

د کورنۍ تعریف:

د ټولنپوهانو په اند، کورنۍ يو ټولنيز واحد دى، چې یوه جوړه متاهل زوج او د هغوى اولادونه په کې شامل دي.
د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحاديې مشر دوکتور يوسف قرضاوي، کورنۍ یا کهول، داسې تعریفوی:
“اسره (کورنۍ یا کهول) په لغت کې د کورنۍ اهل، چې له ښځې، ميړه او د هغوی له اولادونو څخه عبارت ده. کورنۍ په اصطلاح کی د ټولنيزو واحدونو یو واحد دی، چې مور، پلار او اولادونه په کې شامل او د ټولنې زیربنا جوړوي.”
کورنۍ یو ټولنيز واحد دی، چې اساسي موخه يې د ټولنې د غړو رواني او روحي ارامي تامينول دي. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې د ټولنې ټولو غړو ته په حقونو قایل شوی دی او دغه حقونه د هغو دندو پر وړاندې دي، چې د کورنۍ غړي یې د یو بل په مقابل کې لري. لکه څرنګه چې حضرت باری تعالی د بقره سورت کې فرمایی: ولهن مثل الذی علیهن بالمعروف. ژباړه: بیشکه هماغه حقونه چې نارینه یې پر ښځو لري، ښځې یې هم پر ميړونو باندې لري.
که چېرې دې کورنۍ لاپراخه معنى او تعریف په پام کې ونیول شي، عبارت ده له خور، ورور، خاله، ترور، ماما، تره، نیا او نیکه، اولادونه زوی او لور او بالآخره لمسیان او کړوسیان، دا ټول د کورنۍ غړي ګڼل کيږي، چې ددغه کورنۍ د تشکیل بنسټ، د ښځې او ميړه په تړاو بنا شوی دی.
د اوسمهالي ژوند د شرایطو ایجابات او اړتياوې کورنۍ دېته اړ باسي، څو يو له بله ښې کړنې ولري او د متقابل احترام فضا په کورنۍ کې واکمنه کړي.
حضرت رسول اکرم صل الله علیه وسلم په دې هکله داسی فرمایلی:
من لم یرحم صغیرنا و لم یوقر کبیرنا فلیس منا.
ژباړه: څوک چې زموږ پر ماشومانو رحم ونه کړي او د لویانو احترام و نه کړي، زموږ له ډلې څخه نه دي.

د کورنۍ ډولونه:

کولی شو چې کورنۍ په دریو ډولونو وویشو:
لومړى:- کوچنۍ کورنۍ: چې له ماندینې، میړه او اولادنو څخه عبارت ده.
دویم: – منځنى (متوسطه) کورنۍ: چې عبارت ده له قومونو او خپلوانو لکه پلار، مور، نیکه، نیا، خور، ورور، خاله، ترور، تره، د ترو زامن او داسې نور.
درېم:- لویه کورنۍ: عبارت ده له یوې لویې ټولنې څخه چې په هغې کې گاونډي، قومونه او خپلوان شامل دي، چې متعال خدای د هغه د تړاو اساس، پر اخوت او ورورولی تم کړى او خپل ټول بنده گان یې شفقت، خپلولۍ، متقابل احترام او يو له بله پوهاوي ته را بللي دي.
په دې هکله یې فرمایلي: انما المؤمنون اخوة. ژباړه: یقینا مؤمنان سره وروڼه دي.

د مسلمانې کورنۍ ځانګړتياوې:

مسلمانه کورنۍ هغې کورنۍ ته ویل کيږي، چې د هغې ټول غړي د الهی احکامو او محمدي شریعت په ارشاداتو ټينګ ولاړ وی. د ښو اخلاقو درلودل، د اسلامی آدابو رعایتول، د یو بل احترام، په ماشومانو شفقت او د مشرانو احترام، دعلم او پوهی د لاسته راوړلو لپاره هڅه او هاند او له حلالې لارې د ژوند اړتياوو لاسته راوړل، د اسلامی کورنۍ څرګنده ځانگړتیاوې دي. په دیني او دنیوي وجایبو او مسؤلیتونو ادا کولو کې خیر او سعادت گڼل له کینې، درواغو او غیبت نه لرې والی، ناسمې نفسياتي غوښتنې د الهي احکامو په الهام منکوب او له منځه وړل، له خیانت، ظلم او تيري نه ځان ساتل او ليریوالی ترې وکړي او په هر حالت کې پر خپلو اعمالو خدای جل جلاله حاضر او ناظر وگڼي او د دغه مبارک حدیث مصداق وگرځي: المسلم من سلم المسلمون من لسانه و یده. ژباړه: کامل مسلمان هغه څوک دی، چې مسلمانان یې د لاس او خولې له شر څخه خوندي وي.

د کورنۍ د جوړښت موخې:

د ځينو مفکرینو په اند، کورنۍ یو فعال، ژوندی او بنسټیز سازمان دی او د هر فعال سازمان په شان، د هغه د تشکیل او تداوم له پاره ځانګړې اهداف لري. او د هغه اساسي هدف د بشر د افرادو روحي او رواني جوړښت او سلامتیا ده. د کورنۍ د تشکیل اهداف پر لاندې عمده اصولو ولاړ دي، چې لاندې ورڅخه يادونه کوو:

لومړى- د سالمې ټولنې منځته راوړل:

کورنۍ د ټولنې بنسټيز واحد بلل کيږي، د ټولنې جورښت په دې مانا چې د انسانانو عاطفي غوښتنو ته د اعتدال په بريد کې ځواب وویل شي، څو د اخلاقی او کلتوري انحرافاتو مخنیوی وشی. ټولنيز انحطاط او اضرار هغه وخت ټولنه له ګواښ سره مخامخ کوي، چې د انسان روانی او نفسانی سکون د کورنۍ په چاپیریال کی ترلاسه نه شی، نو د کورنۍ د تشکیل په مقصد هره هڅه، په حقیقت کې د سالمی ټولنې د جوړولو په لور یو مثبت گام اخستل دي. د کورنۍ جوړښت، د مسؤلیت منلو حس او د زوجینو تمه ژوند ته د ډیرولو ترڅنگ، په انسانانو کی د زړه د خوښۍ ژوند لاسرسي لامل ته ځواک ورکوي. کومې هڅې چې د مادی او معنوی اړتیاوو د لاسته راورلو، د اولادونو تحصیلی او تربیتي ژوند د کچې د لوړولو په لور کيږي، دا ټولې د کورنۍ د ښه جوړښت په لور دي. په دی وخت کې ویلاى شو، چې د کورنۍ تشکیل او د ټولنې سلامتیا یو تر بله منطقي او معقول تړاو لري.

دوهم – د نسل دوام:

د کورنۍ د تشکیل له اهدافو څخه یو هم د نسل دوام دی. ښايي اولاد درلودل د ازدواج هڅونکی په توګه، د انسانانو ترمنځ یو شانته قوت ونه لري، خو کيدای شي ځينو ځوانو زوجينو ته د کورني جوړښت د اولاد درلودلو لازم شرط ونه گڼل شي، خو کولى شو چې له هغو عواملو څخه یادونه وکړو، چې هر یو یې د اولاد درلودلو د پاملرنې وړ هڅونکى گڼل کيږي. په ټوله کې، انسانان غواړي د ازدواج له لارې د خپل نسل پايښت ته دوام ورکړي. برسیره پر دی چې اولاد درلودل د ځوانو زوجونو ژوند له ورته والي راوباسي، بلکې یوه ځانګړې مينه، جوش او نشاط هغوی ته ورکوي او د ژوند د تداوم اړتیاوې هم يو له بله بشپړوي.
یوناني مشهور فیلسوف ارسطو پر دې نظر دى چې: د خلقت جاذبه، د نارینه او ښځېنه روح هڅوي، څو د دوه اړخيزه مينې تر سیوري لاندې ځان پیاوړی کړي. اولاد د ښځې او نر یو بل د پاکې مینې ثمره گڼل کيږي.
انسانان د ځانگړې غريزې له کبله، له خپلو اولادونو سره یوه ځانگړې علاقه مندي لري. د کورنۍ تشکیل نه یوازې د نسل د تداوم پایله ده، بلکې د بشر نسل معنوي لوړتیا ته رسوی او له اولاد سره د هميشنۍ سمې او سالمی علاقه مندۍ او روزنې چاپیریال هم برابروي.
کولى شو د کورنۍ د نقش دلیلونه د اولادونو په ټولنيزه روزنه کې، په څو ټکیو کی خلاصه کړو.

الف:

د اولادونو لپاره کورنۍ لومړنۍ او تر ټولو ډیره نفوذ لرونکی روزنیز چاپیریال دی. د والدینو او اولاد ترمنځ عاطفی تړاو، د روزنې د ګڼو اړخونو تحقق ته لاره اواره وي، چې له دغه ډلې يو هم ټولنيزه روزنه ده.

ب:

له پيدايښت تر اووه کلنۍ، د ماشوم د شخصیت د جوړښت لپاره تر ټولو مهم پير گڼل کيږي. د ډیرو پوهانو له نظره، د دغه دورې روزنیزې اغيزې د ژوند تر پایه د انسان په ذهن کې پاتې کيږي.
(Karen Horney) د ارواپوهنې د مخکښانو له ډلې شميرل کيږي، دی په عقیده دی چې: هر هغه څه چې د ماشوم د بې امنۍ او نا قرارۍ لامل وگرځي، په هغه کې د بنسټيز اضطراب موجب گرځي. کیدای شي دغه شانته اضطراب په راتلونکو کالونو کې ماشوم اغيزمن کړي.

پ:

والدین خپل نقش د اولادونو په روزنه کې دهغوی دتقلید اودیوشان کیدلو غوښتنی، پر ځای کوي. ماشوم د خپل ژوند له لومړيو کلونو څخه د خپلو والدینو کارونه اقتباس او د هغوی پر پله پل ږدي. دا کار په تدریج سره خپل ځای د خپل هم جنس پلار سره یوشان کولو ته ورکوی. په دې ترتیب د خپل جنس مطلوبه تگلاره له خپلې مور یا پلار څخه زده کوي. تر لمر رڼه خبره ده، چې د والدینو اغيز پر اولادنو باندې په یوشان کولو تگلاره کې نه خلاصه کيږي، بلکې برسیره پر دې، د والدینو کلامي ارتباط هم د اولادونو د شخصیت په جوړولو کې ستره ونډه لري.

دریم- د اېمان او عقیدې ساتل:

د کورنۍ د جوړښت بله موخه د ایمان ځواکمنتيا ده.
ایمان د زړه له اطمینان سره یو ځای، خدای جل جلاله ته د تسلیمیدو په معنا دی. ډیر عوامل د ایمان په ساتلو او پياوړتيا کې اغيزمن دي، له هغې ډلې کولی شو ځان جورول، ښه معاشرت، هدفمند فکرکول، ځان ساتل او همداراز د کورنۍ جوړښت ته اشاره وکړو. بل پلو، ځينې عوامل د ایمان د کمزورتيا لامل هم گرځي، چې له ځینو عواملو لکه د هوس غوښتنې، له لاسرسي څخه ليرې ارمانونه او هيلې، شخصی غوښتنو ته اصالت ورکول او له نامشروع لارې جنسي غريزو ارضا کولو څخه يادونه وکړو.
د کورنۍ تشکیل د ایمان په ساتلو کې یو اغيزمن لامل دی، چې د اسلام ستر پیغمبر په دې هکله داسې فرمایلي دي:
{نکاح یونیمایی د ایمان دی او بل نیمایی یی باید پوره کړو}
همدا راز په بل حدیث کې د حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه روایت دی:
النکاح من سنتی فمن رغب عن سنتی فلیس منی
ژباړه : نکاح زما له سنتنو څخه ده، څوک چې زما له سنتو سرغړاوى وکړي، له امت څخه مې نه دي.
په دی صورت کی مرتبه د ایمان تر تدین او دین باوری څخه لوړه ګڼل شوې او کولى شو، چې ووایو چې د زوجینو ایمان، د ازدواج له لارې ساتل کيږي. ددی امر دلایل عبارت دي له:

1:

گډ ژوند ددې سبب کيږي، چې نارینه او ښځېنه روحي آرامتیا ته ورسي، د روحي گډوډۍ او د خیال د پریشانۍ څخه خلاصون ومومی او ژوند په هدفمندۍ سره سرته ورسوي او پوه شي، چې بایدڅه وغواړي وکری اوڅه باید وکری، دا کار د دوی پر اړیکو د عالمیانو د پروردگار سره او د هغه د امر اطاعت او د سرور کائنات حضرت محمد صلی الله علیه و سلم د سنتو پر ځای کول اغيز پريباسي، او د خالق او مخلوق ترمنځ مطلوبه اړيکه ټينگوي.

2:

جنسی غريزې هغه وخت په ډير ځواک را څرگندیږي، چې یو تن ځوانۍ او بلوغ ته ورسی، ازدواج او د کورنۍ جوړښت د نفسانی غريزو ارضا کولو لپاره تر ټولو ښه تګلورى دى، چې انسان په فحشاوو او گناهونو کې د لویدو څخه ژغوري.

3:

د گډ ژوند پیوند، یو ډول ایماني او اخلاقي تعهد(ژمنتيا) د زوجینو ترمنځ منځته راوړي او د دوی ترمنځ د مسئولیت احساس را پاروي. داسې مسئولیت چې د هغه په اساس له نورو څخه سترگی پټې یواځې او یو بل ته پام وکړي. چې دا پاملرنه د زوجینو ترمنځ مینه او محبت لا ډیروي. نو ځکه ازدواج موجب د یو ډول کنترول او نظارت د زړه پر غوښتنو گرځي. او له همدغی لارې د ایمان د تقویت له پاره لاره اواروي.

څلورم:- د بنسټيزو اړتیاوو تأمین.

بشري اړتیاوې د ټولو له ورحي دانسان ژوند تر تأثیر لاندې راولي. دا اړتیاوې په دوه ډوله د اولیه او ثانویه او یاهم حیاتي ( د ژوندي پاتي کیدو اړتیاوی) او بنسټيزې اړتياوو ویشل کيږي.
د لومړۍ ډلې اړتياوې عبارت دی د انسان اړتيا آکسیجن، اوبه، خوراک، استراحت، جنسي غريزي او داسې نوری. د دوهمی ډلې اړتياوې عبارت دی له امنیت، اړیکی، احترام، د یو بل درک کول او پر یو بل پوهیدل، تکریم، شایست او داسې نور.
ابرهام مزلو، عقیده لري، چې: لومړى ښايي د ارزښت له پلوه، حیاتی اړتياوې پوره کړی شی. لکه څنگه چې لیدل کيږي د انسان د ژوند تعادل پر حیاتی اړتيا(د ژوندی پاتی کیدو اړتياوې) ولاړ دی، وروسته تر هغه اساسي رواني اړتياوې مخې ته راځي. په دې پړاو کې له ټولو مخکې امنیت ته ډيره اړتيا ترسترګو کيږي. ځکه هغه آرامي چې د امنیت له کبله لاس ته راځي، ددې لامل گرځي چې سړی وکولى شي، چې له روحي او رواني پلوه ښه فکر وکړی. نو دادی چې الله تعالی د کورنۍ د تشکیل د اهدافو په هکله چې عبارت دي له روحي آرامۍ، د خپلوۍ د پیوندونو تړل، دوستي او محبت د زوجینو ترمنځ داسې فرمایلي دي: ومن آیاته خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنو إلیها و جعل بینکم مودة و رحمة إن فی ذلک لایات لقوم یتفکرون
ژباړه: د خدای جل جلاله د حکمت ځینې نښې نښانې دادی چې تاسو یی جوړه پیدا کری، د تاسی له جنس څخه، څو د هغوی تر څنگ سکون او آرم وکړی او تاسی ترمنځ یې مینه او رحمت ته ځای ورکړی بیشکه په دی کې نښانی او دلائل دی د هغه قوم لره چې فکر کوی.
تر حیاتي اړتياوو وروسته، نورو عالي اړتياوو ته لکه اړیکې، احترام او داسې نورو ته وار رسي. بالآخره په پای کې د ځان غوریدو وار رارسی. ازدواج نارینه او ښځېنه ته داسې موقعیت په ګوتو ورکوي، څو د ګډ ژوند تر وړانگو لاندې وکولى شي له حیاتي اړتياوو ځنې، لومړى د پام وړ اړتيا یعنې جنسي غريزې ته په سالم چاپیریال کې ځواب ورکړي. په تکیه کولو پر کومه آرامی چې له دی کبله یی لاسته راوری، په دې قادر کيږي چې خپل مسئولیتونه ادا کړی او خپلو رواني اړتيا ته پام ور واړوي.

پنحم :- د نسل ټولنيز ه روزنه:

د اولادونو سالمه روزنه د کورنۍ د تشکیل له اهدافو څخه يو هدف دى. هغه چې د ځوانو زوجینو د پام وړ باید وگرځي، يوازې د مثل تولید نه، بلکه په بشپړه توگه د اولادونو روزل دي. داسې یو مقصد او هدف باید د کورنۍ د تشکیل په پیل کې د ځوانو زوجینو په پام کې وي. د کاملې روزنې په توضیح کې باید ووایو چې داسې یوه روزنه گڼ اړخونه لري لکه عاطفي، ټولنيز، عقلي، فزیکي او اخلاقي اړخونه. ټولنیزه روزنه داسې یو اړخ دی چې د هغه تحقق مساعد چاپیریال ته اړتيا لري او کورنۍ لومړنی تربیتی بنسټ دی چې دغه اړخ ته مناسب چاپیریال برابروي.

ددی برخی پایله:

کورنی یو تولنیز واحد دی چی اساسی هدف یی د تولنی د غریو روانی او روحی سلامتیا تأمینول دی او په دریو دولونو ویشل کیژی چی عبارت دی له کوچنی کورنی منحنی کورنی او لویه کورنی. مسلمانه کورنی حینی حانگرتیاوی لری چی تفصیل یی په متن کی لوستلی شی. د اسلام له نظره کورنی د خاصو اهدافو د ترسره کیدو په مقصد تشکیلیژی چی هغوی عبارت دی له: د سالمی تولنی منح ته راورل ، دنسل دوام ، د ایمان او عقیدی ساتل ، د بنستیزو ارتیاوو تأمینول او د نسل تولنیزه روزنه.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: