د مسلمانې او غربي پېغلې د ژوند تر منځ مهم توپیرونه

په دې لنډه او پرتلیزه مقاله کې مو هڅه کړې ده تر څو د غرب مېشتې پېغلې ژوند، د یوې مسلمانې پېغلې له ژوند سره پرتله او مُقایسه کړو؛ او د دواړو تر منځ د بنسټیزو فرقونو په اړه څو اړین مطالب او ګټور مفاهیم له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړو. په سر کې به دا مقاله په غربي ټولنه کې د یوې پیغلې له ژوندنیزو پړاوونو څخه راپیل کړو.

د غرب مېشتو پېغلو د ژوند مختلف پړاوونه:
1- کله چې په غربي ټولنه کې یوه ماشومه تولد شي؛ نو دا یوازې او یوازې د هغې مور ده چې په راتګ سره یې د خوشحالتیا احساس کوي؛ خو د پلرنۍ پېرزوینې څخه دا ماشومه په بشپړه توګه محرومه او بې برخې وي.

2- کله چې همدا ماشومه لږه رالویه شي او وړکتون (کودکستان) ته یو وړل شي؛ نو بیا هم یوازې او یوازې دا د هغې مور ده چې پالنه او روزنه یې کوي؛ ژوندنیز مصارف یې پرغاړه اخلي؛ خو د پلار په اړه یې لاهماغسې په کور کې چوپتیا خپره وی؛ او څوک یې په اړه کره او دقیق معلومات نه لري.

3- : بیا کله چې همدا ماشومه د وړکتون څخه ابتدائي لېسې ته یووړل شي؛ نو هلته هم د پلرنۍ لورینې څخه بې برخې او د یوې یتیمې ماشومې په څېر په دې نړۍ کې ژوند تېروي.

4- : په همدې توګه سره د ابتدائي پړاوونو څخه وروسته همدا انجلۍ متوسطې لېسې ته ځي؛ خو لا تر اوسه یې په حاضري کې د پلار پر ځای یوازې او یوازې د مور نوم لیکل کېږي؛ او د هغې په نوم یې رابلل کېږي؛ خو دا انجلۍ دخپل حقیقي پلار له پېژندګلوۍ څخه لا تر اوسه ناخبره وي.

5- : د ژوند لړۍ یې همداسې پر مخ ځي؛ تر دې پورې چې د دولسم (12) ټولګي پورې زده کړې ترسره کړي؛ خو ولې بیا هم د تېر په څېر تل یوه پوښتنه ورسره وي؛ او هغه دا چې: اوس بالآخره زما اصلي پلار به څوک وی؟

6- : تر دې پورې چې همدا ماشومه پېغله شي؛ د مکتب دا ټول پوهنیز (علمي) پړاونه په بریالیتوب سره پر مخ یوسي؛ ګوري چې مور یې وخت په وخت د دنیوي لالچ په خاطر له مختلفو نارینه ؤو سره ودونه کوي؛ کله له یو او کله له بل سره انډیوالي او مُعاشقه کوي؛ او د همدې بې عفتۍ په مقابل کې د نارینه ؤ څخه یو څو روپۍ تر لاسه کوي؛ او د ژوند د امرار او استمرار لپاره دا بدمرغه لړۍ تر هغې پورې د هغې د مور په ژوند کې جاري او ساري وي، تر څو یې د ژوند بیړۍ روانه وي(او مړه شوي نه وي).

7- : بیا کله چې همدا انجلۍ 18 کلنه شي؛ نو د مور په څېر، د هغې د بدمرغۍ لړۍهم پیل شي. دا خبره په دې معنا ده چې: همدې لور چې کلونه کلونه یې د خپلې مور سره په ګډ کور کې ژوند کاوه؛ اوس د پېغلتوب سره سم دوه لارې پر مخ کې لري؛ یا خو به د خپلې مور سره ګډ ژوند تېروي؛ او مالي مرسته به ورسره کوي تر څو مور یې پرې د کور کرایه آداء کړي؛ او یا خو به هم د نه قبلولو په صورت کې د همدې مور په لاس له کوره شړل کېږي. په غرب کې د مور په لاس دا ډول غیر انساني چلند دې ته اشاره کوي چې: دا انجلۍ د پلرنۍ پېرزوینې څخه له پخوا بې برخې شوې وه؛ او اوس د مورنۍ پېرزوینې څخه هم بې برخې شوله.

8- د همدې انجلۍ په ژوند کې د بدبختۍ لړۍ هغه مهال پیل شي چې کله د ټولنې د یو هلک(Boyfriend) سره ملګرتیا پیل کړي؛ او بیا ورسره دا خوښه وګڼي چې په یوه کور کې ورسره ژوند وکړي. زنا او فحشاء ورسره تر سره کړي؛ او د هغې په مقابل کې د خپل پوهنتوني فیس لپاره یو څه پیسې وګټي. په غربي ټولنو کې هغه څوک چې د یوې پېغلې انجلۍ سره کومک کوي، هغه یوازې او یوازې د هغې ملګری(Boyfriend) دی.

9- په غربي ټولنو کې که چېرې مونږ امریکا ته یوه ځغلنده کتنه وکړو؛ او هلته تعليمي نظام تر کتنې لاندې ونیسو؛ نو دلته وینو چې: (د امریکا په لېسو کې مخکې له دې چې انجونې له خپلو زده کړو څخه فارغې شي؛ نو د دوی 45 سلنه (%) بې عفته فارغیږي؛ حتی په غربي نړۍ کې کله کله د پولیسو له خوا په خپرو شوو راپورونو کې داسې راپورونه هم خپرېږي چې: په دغو ټولنو کې نهه (9) کلني انجلۍ هم کله کله د اولاد لرونکي وي؛ نو له دې څخه داسې ښکاري چې: دا ټولنه په اخلاقي لحاظ لا تر اوسه د جهالت پر کنډوالو روانه ده؛ او په اخلاقي او انساني ډګر کې خورا بې تفاوته او یوه داسې نابالغه ټولنه ده چې لا تر اوسه د رُشد، عقلانیت او عقلي پُختګۍ پړاو ته نه ده رسېدلی. (1).

10- : په هر صورت! بیا کله چې همدا انجلۍ د پوهنتون پړاو پیل کړي؛ نو په دې پړاو کې مجبوره وي چې د ټولنې په هره برخه کې کار وکړي؛ دا ورته مهمه نه وي چې آیا دا دنده به د هغې د شخصیت سره مناسبه وي او که به نه وي؛ خو مهمه ورته دا وي چې تر څو یو څو روپۍ وګټي؛ او په دې توګه سره پرې د خپل پوهنتوني فیس تر څنګ د کرائي کور لپاره یو څه پیسې پیدا کړي. (دا هم په هغه صورت کې چې کله یوازې او یوازې له یو هلک سره پاتې شي).

11- : اوس په دې کرائي کور کې يې هم د هغې ژوند خوندي نه وي؛ هره ورځ د دې انجلۍ سره ډول ډول ظلم تر سره کېږي؛ او په دې صورت کې دا انجلۍ دوه لارې پر مخ کې لري؛ یا خو به ددې هلک هرې بلنې ته مثبت ځواب وائي او هره غوښتنه به یې قبلوي؛ او یا به هم د نه قبلولو په صورت کې له یو کرائي آپارتمان څخه بل آپارتمان ته کډه کوي او کله له یو او کله له بل هلک سره به ملګرتیا پیلوي؛ او په همدې توګه سره به لالهانده او ستومانه ژوند پرمخ وړي.

12- : په غرب کې بله ستره بدمرغي داده چې: په دې ټولنو کې داسې تجارتي شرکتونه هم شتون لري چې د پیسو په مقابل کې د ټولنې له یو لړ پېغلو سره قراردادونه تر سره کوي؛ او له هغوی څخه غواړي چې د یو څو روپو په مقابل کې مُبتذل او سکسي فلمونه ورسره ډک کړي. بیا همدا شرکتونه دا ډول منحوس او ضد اخلاقي فلمونه بازار ته وړاندې کوي او په دې توګه سره د انسانانو پر عفت لوبې او له دوی سره د نانځکو په څېر چلند کوي او په مقابل کې یې له بازاره مالي ګټې ترلاسه کوي.

13- : په دغو غربي ټولنو کې نه یوازې دا چې ډېرې پېغلې خپل عفت او خوندي ژوند له لاسه ورکوي؛ بلکې ډول ډول غیر انساني مجازات هم ورکول کېږي؛ او په دې ټولنو کې دوی دومره ناخوندي ژوند لري چې د یو لړ مافیایي بانډونو (ګروپونو) له لوري څخه اختطاف کېږي؛ او حتی کله کله خو د ناپېژانده وګړو په لاس ترور او وژل کېږي او بیا د یو بې ارزښته متاع (مال) په څېر یې جسدونه د سرک پر غاړه غورځول کېږی.(په دې توګه سره ویلای شو چې په غربي ټولنو کې یوه پېغله خَسِر الدنیا والآخِره ګرځي). په دې ټولنه کې د بشریت پر ضد دا روان جنایتونه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بهیر لا تراوسه هم جریان لري.

14- : بیا د دې ټولو غمیزو ترڅنګ چې کله د همدې پیغلې د ځوانۍ سپرلې په رژېدو شي؛ ښکلا او ځواني یې ورځ تر بلې په ختمېدو او د سر ویښتان یې په سپنېدو شي؛ نو دا هم د خپلې سپین سرې مور په څېر د خپل اولاد په لاس، د زړو خلکو لپاره په پام کې نیول شوو کورونو ته یو وړل کېږي؛ او یا هم د خپلو اولادونو په لاس د بوډاګانو کور (Old age homes) ته استول کېږي. دا پورتني ټول حقائق مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې په غربي ټولنو کې یوه پېغله له زوکړې (تولد) څخه تر مړینې پورې له بلا ډېرو ستونزو سره مخامخه وي.

د مسلمانې پیغلې د ژوند مختلف پړاوونه
1- : خو کله چې په اسلامي ټولنه کې یوه ماشومه خپلې سترګې پرانیزي (او تولد شي)؛ نو نه یوازې دا چې مور یې پرې د رضایتمندۍ او خوښۍ احساس کوي؛ بلکې د دې تر څنګ یې پلار، نیا، نیکه او نور داسې ډېر بې شمېره خلک،اقارب او دوستان یې په زېږېدلو د خوشحالتیا ښکارندوینه کوي. (حتی د ماشوم په اوومه ورځ عقیقه پرې ترسره کېږي).

2- : بیا همدا ماشومه انجلۍ په بشپړې آرامتیا او هوساینې سره خپل زده کړه ئیز (علمي او درسي) پړاوونه پر مخ وړي او د خپلې مور او پلار سره په ګډ کور کې د هغوی د رحمت تر سیوري لاندې خپل ژوند تېروي.

3- : ـ نېک اولاد د الله تعالی ـ جل جلاله ــ یو بې سیاله نعمت دی؛ نو ځکه خو مور او پلار، وروڼه او خپل خپلوان ټول د اولاد په پیداکېدلو د خوشحالتیا احساس کوي؛ ورته د احترام او درنښت په سترګه ګوري؛ په ځانګړې توګه مور او د پلار د نوي ماشوم په راتګ ځکه ډېر خوشحاله وي چې دوی نېک اولاد د خپل ژوند ثمره او خوږه مېوه ګڼي. په اسلامي ټولنو کې مونږ د غرب په ځېز دا ډول مبتذل فرهنګ او بدمرغه دود نه لرو چې: یو مور دې خپله پېغله لور له کوره وشړي.

4- په اسلامي ټولنو کې یوه مسلمانه پېغله په څېر بشپړه او بې مهاره آزادي نه لري، بلکې یو لړ معقول او مناسب محدودیتونه ورته وضع شوي وي؛ او دا هم ددې په خاطر تر څو په اسلامي ټولنه کې د بې مهاره خپلواکۍ او خپلسرۍ مخه ونیول شي، شهوت او شهوت پاله وګړي ورته د غربي ټولنې په څېر لاس رسې ونلري او د جرائمو مخه ونیول شي.

5- : په اسلامي ټولنو کې پلار خپله لور د ځان سره د امانت په توګه ګڼي؛ نو له همدې کبله کله یې چې لور پېغله شي او د ټولنې یو ځوان ورته د جرګې لپاره څوک کور ته ورواستوي؛ نو پلار یې لومړی د هلک په اړه دقیقه څېړنه ترسره کوي او د هغه د اخلاقو څخه خپل ځان خبروي.

6- : تر دې پورې چې د دې مسلمانې انجلۍ واده تر سره شي؛ د ګډ ژوندانه له کبله یې اولادونه په برخه شي او په دې توګه سره دا انجلۍ مور او د واده هلک پلار وګرځي. د دوی نېکمرغه ژوند همداسې پر مخ ځي؛ او د ژوند خوږې شېبې یې د الله تعالی ــ جل جلاله ــ د حکمونو سره سم تېرېږي. په نېکمرغه کورنیو کې خاوند او مېرمن دواړه داسې انګیري چې: د کورني ژوند سټه په هیبت نه؛ بلکې په محبت او صمیمیت ولاړه وي؛ نو ځکه دوی یو له بل سره سره مینه پالي؛ او په دې توګه سره نېکمرغي تل د دوی د کور مېلمنه وي.

7- : خو که چېرې په مسلمانه کورنۍ کې د مېرمنې او خاوند تر منځ کومه ستونزه او لانجه رامنځ ته شي؛ نو دواړه لوري د ډیالوګ، تفاهم او یو بل ته د بشپړ احترام په فضاء کې خپلې ستونزې هواروي، ننګونو ته د حل لارې لټوي او یو له بل سره ژر پخلاینه کوي، له کینې او حسد پر ځای یو له بل سره مُصالحه او جوړجاړې رامنځ ته کوي.

8- : بیا کله چې همدا مېرمن سپین سرې شي؛ نو بیا یې اولادونه د هغې په خدمت کې یو له بل سره سیالي کوي؛ هر وخت یې پالنه او خدمت ترسره کوي؛ وخت ناوخته یې د صحت پوښتنه کوي او د دوی له ناقدرۍ څخه خپل ځانونه لرې ژغوري؛ او د غرب په څېر د بوډاګانو کورونو ته یې نه ورسپاري؛ بلکې مسلمانان د دوی خدمت د خپل ځان نېکمرغي او الله تعالی ــ جل جلاله ــ ته د تقرب له وسائلو څخه یوه وسیله ګڼي…… اوس تاسې ووایاست؛ که چېرې د غرب څخه یو بې عقله انسان راشي او مونږ ته په غربي ټولنه کې د مېرمنو د حقوقو او د هغوی د خوندي ژوند، او د دې ټولنې د هر اړخیز پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړي؛ نو دا به څومره د تعجب وړ خبره وي !!!!.

ګرانو لوستونکو !
د دې مقالې په پای کې غواړو یوازې دومره ووایو چې: په اسلامي ټولنو کې زمونږ پېغله خور په حجاب کې پټه وي؛ په عفت او حیاء کې خپل ژوند تېروي؛ حتی ښکلی مخ یې هم څوک نشي لیدلی. د خپل ځان ساتنه او ژغورنه کوي؛ په زړه کې الهي وېره پالي؛ او خپل ځان د ټولنې له فتنو؛ او ټولنه د خپل ځان له فتنو څخه خوندي ژغوري.مونږ نور باید د غفلت له خوبه رابېدار شو؛ او د یو ځیرکه مسلمان په توګه د غرب په غولوونکو شعارونو چې د آزادۍ تر نامه لاندې یې زمونږ په اسلامي ټولنو کې راپورته کوي؛ دوکه او فرېب ونه خورو. او د وروستۍ جملې په توګه سره باید ووایوچې: الحمدُ لِله، لوی څښتن تعالی پر مونږ ټولو مسلمانانو باندې د اسلام د نجات بښونکي دین په څېر د یو ستر نعمت لورینه کړې ده.


(1): د مولانا مودودي ــ رحمه الله ــ كتاب: (حجاب ) او د استاد نعمت الله (شهراني) صاحب فارسي ترجمه /82 صفحه (موضوع: مرحله یی تعلیم).

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ