د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو ځنې علتونه

زما په نظر سره د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو یو علت د مسلمانانو د قول او د عمل تر منځ څرګنده او ښکاره توپیر دی، او د دوی د خبرو او عمل تر منځ‌ توپیر ورو ورو په زیاتېدو دى. په اسلامي نړۍ کې زیاتره خلک په خپلو دیني علماو او سیاستوالو شکمن دي، او شک کول د ټولو بد بختیو ستره بلا ده. ځنې مسلمانان ډېرې ښایسته خبرې کوي، لیکن عمل یې بیا باالکل سرچپه وي. په اوسنۍ زمانه کې د هر ملک خلک له خپلو سیاستوالو څخه ښې خاطرې نلري، او ټولو ته دا تقریباً منل شوی حقیقت دی چې د خلکو د خبرو او عمل تر منځ ډېر توپیر شته دی. د مسلمانانو ملکونو وګړي هم له دغه حالت څخه په امن کې ندي پاته شوي. زما په فکر سره یو مهم علت همدا دی چې مسلمانانو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
د مسلمانانو دپاره، الله(ج) دغه خبره په واضح ډول په قرآن شریف کې ذکر کړېده چې هغه څه مه وایی چې د هغو د کولو نیت او اراده نلری.

د خبرو او د عمل تر منځ د ښکاره توپیر خرابه نتیجه هره ورځ پخپل ژوند کې په خپلو سترګو وینو.
د مثال په توګه، که یو پلار خپل اولاد ته د ښو کارو نصیحت کوي او ورته وایي، چې دروغ مه واىٔی، نو کله چې اولادونه بیا خپل پلار ویني چې د دنیوي ګټو په خاطر دروغ واىٔي، نو اولادونو ته د خپل پلار قدر ډېر کمیږي، او هغه ورو ورو په خپل پلار بې اعتباره کیږي. که چېرې خدای ناخواسته، د یوه کور پلار د هغه د اولادو په نزد بې اعتباره شو، نو هغه کور ته بیا کور مه وایه. د یوه کور اولاد ته د هغه د پلار د قول او عمل یو شانته والی، ډېر د اهمیت وړ دی.

همدارنګه، د دیني علماو قول او عمل بیا تر ټولو مهم دی. د مثال په توګه، که یو دیني عالم د سود حراموالۍ بیانوي، لېکن، همدغه دیني عالم بیا د سود کاروبار کوي، او کور په سود اخلي، نو همدغه د قول او د عمل توپیر، هغه دیني عالم د خلکو په نزد ډېر بې اعتباره کوي.

په همدا ډول، د یوه مسلمان سیاستوال قول او عمل ډېر مهم دی. نن سبا ځنې مسلمان سیاستوال د یو څو رأیو د لاسته راوړلو په خاطر خلکو ته ډېرې دروغجنې غوړې وعدې ورکوي، لیکن هغه بیا په عمل کې نه پیاده کوي. چې په نتیجه کې خلک په هغه سیاستوال بې اعتباره کیږي.

د پام وړ ټکی:
یو مسلمان باید هر وخت کوښښ وکړي، چې خپل قول په عمل کې پیاده کړي. نن سبا ټول خلک د یوه چا عمل ته ګوري، او د چا په خالي وعدو نه غولیږي. ټول خلک د خپلو دیني علماو، خپلو سیاستوالو، او مشرانو عمل ته سترګې په لاره دي، او عمل غواړي، او باید مونږه خپل نېک قول په عمل کې پیاده کړو. یو څوک چې کله د خلکو په نزد بې اعتباره شو، نو بیا د هغه په صحیح خبره هم څوک باور نکوي. هغه هېڅکله هم بیا خپل لومړنی اعتبار نشي لاسته راوړلی. هغه دیني عالم چه څه وایي، او هغه په عمل کې پیاده کوي، هغه خلکو ته ډېر د قدر وړ ښکاري، د هغو خبرو ته خلک ښه غوږ‌ نیسي، او هغه د زړه له کومي مني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب