د مسافر احکام

مسافر چا ته وايي؟

په شريعت کې هغه چاته مسافر ويل کيږي چه دخپل کور نه داسې ځای ته دتلو يا سفر اراده وکړي چې دده له کور څخه ۴۸ ميله يا ۷۷ کلومتره لری وي (ردالمختار )
کچيری په موټر ،طياره او ريل کې که همدومره يعنی ۷۷ کلومتره لاره وي اګر که په څو ساعتونو کې رسيږی بيا هم د مسافر حکم لري (عالمګيری ) .

د مسافر دلمانځه حکم :

د مسافر لپاره الله ج  او رسول الله ص په لمانځه کې دا اسانتيا راوستلی چې که د څلورو رکعتونوفرض لمونځ وي دوه رکعته به ادا کوي او کوم چې دوه رکعته ده هغه به په خپل حال وي او سنتو په کولو کې څه پابندې نشته که موقع وه اداکوي به يې اونه وه پريږدي به يې .
البته د وترو او سهار سنتو په باب په احاديثو کې ډير ټنګار راغلی هغه به اداکوي .

مسافر کله مقيم کيږي :

مسافر به پوره لمونځ هغه وخت کوي چې کله په خير خپل کور ته راورسيږي يا يې د سفر په ځای کې د ۱۵ ورځو پاتی کيدو يا تر هغه ذيات وخت تيرولو اراده کړي وي ، که يې نيت تر پنځلسو ۱۵ ورځو کم وي نو بيا قصر (مسافرانه ) لمونځ به کوي .

په سورلی باندې د لمونځ حکم  :

که سفر په موټر ، طياره ، ريل وغيره کې وي او ده ته د کوزيدو موعقع نه پيدا کيږي يا په کوزيدو سره دا ويره وي چې سامان به مې ورک شي يا دا ويره وي چې سورلی به رانه ولاړه شي نو پدی حالت کې به په سورلی کې لمونځ کوي .

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب