د عبدالله واده او د محمد (ص) زېږېدل

اوس نو عبدالله ځوان دى او پلار يې غواړي چي واده ور وکړي نو يې يوه د عزت او شرف خاونده ښځه چي دا هم د عبد مناف بن زهره بن کلاب د اولادې څخه وه ور وغوښتل او  د دې ښځي نوم آمنه بنت وهب ؤ، چي د رسول اللهﷺ سره په نسب کي شريکه او د اسماعيل علیه السلام  د اولادې څخه ده، چي په دې ډول سره رسول اللهﷺ د مور او پلار د طرفه د ډېر مشرف او معزز  نسب خاوند دى، د رسول اللهﷺ ماما ګانو په یثرِب کي ژوند کاوه او آمنه هم هَلته اوسېدل، عبدالمطلب هَلَته په یثرِب کي د عبدالله واده وکړی او  بيا مکې مکرمې ته راغله، په دغه موده کي آمنه حامله سوه او  د دې تر حمل څو مياشتي وروسته عبدالله وفات سو، نو رسول اللهﷺد مخه تر دې چي دنيا ته تشريف را وړي د پلار د طرفه يتيم سو.
کوم وخت چي د محمّد مصطفْیﷺ د ولادت وخت رانژدې سو مور يې خوب وليدى چي د دې يو کوچنئ پيدا کيږي او د دغه کوچني سره يو نُور يا روښنايي او ځلا ملګرې وي چي د مځکي مخ ډکوي او دغه نُور تر شامه پوري ورسيږي او دا په دغه خوب کي وايي (اُعِيذُهُ بِاللهِ الوَاحِد، مِن شَرِّکُلِ حَاسِد) يعني: ده لره په يوه الله سره د هر حسـد کونکي څخه ساتـنه غواړم، سره د دې چي دوى مشرکان وه خو بيا يې هم دغسي خوب وليدى چي پناه او ساتنه يې په يوه الله جل جلاله  سره غوښتل.
 د فيل په کال او د فيل تر واقعې پنځوس ورځي وروسته د ربيع الاول د مياشتي په دوولسمه بلکه په راجحه روايت کي د ربيع الاول د مياشتي پر نهمه د دوشنبې په ورځ سرورِکائنات، اشرف المخلوقات، رحمةٌ لّلعالمين، محمّد مصطفْیﷺ و دنيا ته تشريف را وړى چي دغه مبارکه ورځ د ميلادي سنې د (٥٧١) کال د اپرېل د مياشتي د (٢٠) يا (٢٢) تاريخ سره موافق او برابره ده او  دا چي موږ (۲۰) يا (٢٢) تاریخ وايو دا د هغه وخت په جنتريو کي فرق ؤ، د يوې جنترۍ يا کلنډر په حساب (٢٠) تاريخ ؤ او د بلي جنترۍ په حساب (٢٢) تاريخ ؤ،

د راتګ زیري او علامې

او د ده ﷺ د ولادت په وخت کي ډېر عجيب او د عادته څخه مخالف واقعات پېښ سوه، چي اوس به د هغو واقعاتو څخه ځيني درته بيان سي خو دا بيان يې په دې سبب نه دى چي د دهﷺ شرف او عظمت په دغو شيانو کي دى چي د دهﷺ د ولادت سره پېښ سوه، یا! بلکه دا هغه علامې دي چي د ده ﷺ د را تګ زيري پکښې دي که نه اصلاً د رسول اللهﷺ عظمت او لويي په هغه رسالت او منهج کي دي چي دهﷺ موږ ته را وړي دي، دغه شيان صرف د ده ﷺ د را تګ زيري او علامې دي.
د رسول اللهﷺ د حضور شاعر حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  چي د مدینې منورې د انصارو څخه دی وايي: زما عمر اوه کاله ؤ او په دغه ورځ چي رسول اللهﷺ و دنيا ته تشريف را وړى زه په مدينه منوره کي د يهودو په منطقه کي د يهودو سره وم چي د يهودو يو راهب پر قلا ختلى ؤ او داسي نارې يې وهلې: اې یهودیانو! نن د احمد ستورى ښکاره سو، هغه ستورى ښکاره سو چي نه ښکاره کيږي مګر د احمدﷺ په پيدا کېدلو سره.
يعني: يو ستورى دى چي تر هغو نه راخېژي ترڅو چي خاتِمُ الأنبياء محمدﷺ  پيدا نه سي او  هغه ستورى نن راختلى دى، حَسّان بن ثابت رضی الله عنه  دا شاهدي آداء کوي چي ده دغه خَبَره د يهودو څخه واورېدل او د دې څخه دا هم معلومه سوه چي حَسّان رضی الله عنه  تر رسول اللهﷺ اوه کاله په عمر زيات دى.
 د رسول اللهﷺ د مبارک ميلاد د زيرو او بشارتو څخه يو هم دا دى: کوم وخت چي د ده ﷺ مور حامله سوه دغه د دې حمل بېله دردو او بېله تکليفه څخه ؤ،که څه هم تاسي ته معلومه ده چي حمل یا د ښځي د پاره حامله کېدل همېشه د تکاليفو او دردو سره وي، خو د رسول اللهﷺ مور د دغو دردو څخه آرامه او فارغه وه.
د رسول اللهﷺ د ولادت د عجائبو څخه یوه هم دا ده:کوم وخت چي دئﷺ پيدا سو پر دواړو لاسو يې تکيه کړې وه او سر يې لوړ نيولى ؤ لکه آسمان ته چي ګوري بل دا چي دئﷺ مختون و زېږېدى يعني: سنت کړل سوى ؤ او  مسرور و زېږېدى يعني: نُو يې هم پرې سوى ؤ، زموږ د کوچنيانو نُو خو د مور څخه ور پرې کړي او هغه پاته حصه بيا څو  ورځي وروسته لوېږي خو رسول اللهﷺ د دغو شيانو څخه فارغه پيدا سو او کوم وخت چي د دهﷺ د ولادت زيرى پر عبدالمطلب وسو هغه ډير په خوشاله سو، کوم وخت چي بيا دغه حالات هم ورته بيان سوه چي مختون دى، مسرور دى او  پر خپلو لاسو  يې تکيه کړې وه نور هم خوشاله سو او ويل: والله دغه زوى لره مي يوه درجه او مقام سته څنګه په دغه عجيبه طريقه سره پيدا کيږي؟ دغه زوى مي بې څه نه دى او  د ډيري خوشالۍ څخه يې محمّدﷺ په غېږ کي واخستى کعبې شريفي ته يې دننه ور وستى او  هلته يې د ده پر زېږېدلو د الله جل جلاله   شکر آداء کړى،که څه هم تر دغه وخته لا نوم نه دى پر ايښوول سوى مګر چي بيا يې د محمّد نوم پرکښېښاوه.

نوم ایښول

 په دې کي هم يو سِر او راز ؤ  هغه دا چي: يو وخت عبدالمطلب شام ته په سفر تللى ؤ په دې سفر کي يې درې نفره نور هم ملګري وه او  هلته يې د يهودو د يوه حَبره سره وليدل (حَبر) لوى عالم ته ويل کيږي، حبر پوښتنه ځني وکړه چي تاسي دکوم ځاى ياست؟ دوى ويل: موږ د مکې يو، حبر ورته و ويل: ستاسي په جزيرة العرب کي آخري نبي پيدا کيږي، قصه ډيره اوږده ده خلاصه دا چي دوى پوښتنه ځني وکړه چي د دغه نبي نوم به څه شي وي، حَبر و ويل: محمّد.
تر دغه د مخه په عربو کي د محمّد نوم هيڅ نه ؤ ايښوول سوى که تاسي د عربو په ټول تاريخ کي وګورى تر رسول اللهﷺ د مخه د هيچا نوم محمّد نه دى تير سوى.
کوم وخت چي دغه څلور نفره چي يو يې عبدالمطلب او درې يې ملګري دي بيرته د شام څخه راغله هر يوه دا  قصد او إراده درلودل چي زوى يې پيدا سي نوم به يې محمّد ايږدي، څرنګه چي د عبدالمطلب د عمر په حساب د اولاد اميد نه ؤ، نو ده  دا نيت درلودى چي د ده په زامنو کي که د هر يوه زوى پيدا سو نوم به يې محمّد ايږدم نو ځکه يې د رسول اللهﷺ نوم محمّد کښېښاوه او هغه درې نفره د عبدالمطلب ملګري دغه کسان وه:
 اول:(سليمان بن مُجاشِع) چي د زوى نوم يې محمّد کښېښاوه چي دغه محمّد د عربو د مشهوره شاعر فرزدق نيکه دى.
دوهم: (اُحَيحَب بن حلاج) چي هغه هم د خپل زوى نوم محمّد کښېښاوه.
 درېيم: (عِمران بن ربيعه) چي د زوى نوم يې محمّد کښېښاوه.
په ټولو عربو کي دغه څلور نفره د اول وار د پاره په محمّد سره مسمّْى سوي دي، چي دا د رسول اللهﷺ د نامه سِر او سبب ؤ چي د ده نیکه عبدالمطلب ولي د دهﷺ نوم محمّد کښېښاوه.

د باطل ماڼۍ په لړزېدو سوې

نور هغه حوادث يا علامې چي د رسول اللهﷺ د پيدايښت په وخت کي پيښي سوي دي د هغو څخه يوه دا ده: چي د رسول اللهﷺ د ولادت په وخت کي د کسرْی قصر او ماڼۍ و ريږدېدل او  د کسرْی د قصره څخه څوارلس برجه ونړېدل.
بل د مجوسيانو يا آتش پرستانو اور مړ سو، دا خو در معلومه ده چي د مجوسيانو اور د همېش دپاره بليږي ځکه دوى يې عبادت کوي او خپل اور هيڅکله مړ کېدلو ته نه پرېږدي خو د رسول الله ﷺ د ولادت په وخت کي دغه د مجوسيانو اور مړ سو.
او د کسرْی په قصر کي يوه کوچنۍ درياچه وه چي (بُحَيرءِسا وا) ورته ويل کېده د دغه درياچې يا بُحيرې لاندي مځکه و چاودل او اوبه يې وچي سوې، د دغو واقعو څخه کسرْی و بېرېدى چي دا څه قصه ده نو يې کاهنان او منجمين را وغوښتل.
وروڼو! ځيني کاهنان او کوډګران د جِن او پيرانانو سره تعلق او ارتباط لري او  جِن هم ځيني اخبار د آسمان څخه اورېدل او بيا به يې دغه خبرونه وکاهنانو ته د دې د پاره ويل چي خلك ګمراه کړي او په فتنو کي يې واچوي او  دغه خبره چي جن د آسمانه څخه اخبار اورېدل موږ ته الله جل جلاله  په قرآن کريم کي بيانوي او فرمايي:
(وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ) سورة الجن: ۹
الله جل جلاله  د پيرانانو دغه خبره موږته بیانوي چي دوی به ویل: موږ په پخوا کي و دغه آسمان ته د ناستي په ځايو کي د دې د پاره کښېنستلو چي يو خبر واورو.
خو د رسول الله ﷺ په بعثت سره پر پيرانانو دغه د غوږ نیولو او اورېدلو لار بنده سوه.
نو کوم وخت چي کسرْی د کاهنانو څخه پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟ ځينو کاهنانو ورته و ويل: چي دغه واقعې د نبي د ولادت په سبب پيښي سوې، کسرْی پوښتنه وکړه چي دغه څوارلس برجه ولي ونړېدل؟ کاهنانو و ويل: د دې مقصد دا دى چي د فارس د حکومت به څوارلس پاچهان نور هم تېريږي بيا نو د فارس پاچهي زائليږي، کسرْی و ويل: څوارلس پاچهان به نور هم راځي بيا نو د فارس پاچهي ختميږي دا ډير اوږد وخت دى، خو د ده تر مرګ وروسته د فارس پر حکم مقابله شروع سوه په څلورو کلو کي لس پاچهان رَد او بدل سوه چي دغه ټوله د فارس د حکم د زائلېدلو علامې وې.
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب