د مجلې د مطالبو ډول

د مجلې د مطالبو ډول:

۱- ژوند پېښې یا شخصي لاسته راوړني:
په شخصي تجربو ولاړې لیکنې چي د لیکنې د سفر ، لیدنې-کتنې په ترڅ کي ولیکل شي د بېلګي په توګه د مزارشریف سفر او داسې نور .

۲- فکري لیکنې:
په دغو لیکنو کي لومړی مواد را ټولېږي ،په غور سره لوستل کېږي او وروسته بیا د موضوع په اړه نظر ورکول کېږي خو دغه ډول لیکنې زیاتره د هغو له خوا لیکل کېږي چي نظر او مفکورې ته یې په ولسي کچه هرکلی کېږي او د خلکو په زړونو کي ځای ولري،خو هغوی چي په خلکو کي محبوبیت او یا هم وړ او بې داغه سابقه ونلري؛هېڅوک یې پر لیکنو وخت نه ضایع کوي.

۳- تحقیقاتي یا څېړنیزي لیکنې:
په دغه ډول کي هغه لیکنې راځي چي وروسته له ډېرې مطالعې او څېړنې ترلاسه کېږي،که څه هم د دغو لیکنو او د نظریې د ډلو ترمنځ هومره توپير نه تر سترګو کېږي ؛خو پر دې سربېره دغه لیکنې د ډېرې دقیقې او هر اړخیزې مطالعې په ترڅ کي لیکل کېږي.

۴- تألیف یا ټولوونه :
د دغو لیکنو لپاره کېدای شي مواد یا محتویات د بېلابېلو کتابونو څخه را ټول شي او وروسته لیکوال دغه مواد په خپلو الفاظو کي ولیکي چي دغه لیکنو ته تالیف ویل کېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب