د مجاهد فضلیت

الهي ویناده وَفَضًَلَ اللّٰهُ المُجَهِدِینَ عَلَی القَٰعِدِینَ أَجرًا عَظٍیمًا.دَرَجَٰتٍ مٍنهُ وَمَغفِرَةً وَرَحمَةً وَکَانَ اللّٰهُ غَفُورًا رَّحِیمًا.ژباړه”او مجاهدینو ته الله جلَّ جلاله پرناستو لویه بهتري ورکړې ده دالله ج له لوري درجې بخښنه او رحمت ورکول کېږي او الله ج بخښونکی اومهربان دی.

همدا رنګه بل ځای الله فرمایي. لَّایَستَوٍی القَعِدُونَ مِنَ المُؤمٍنِینَ غَیرُ أُولِی الضَّرَرٍ وَالمُجٰهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّٰهِ[النساء ۹۵]ژباړه یعنې له عذرپرته په کورو کې ناست او هغه څوک چې دالله ج په لارکې په نفس اومال سره جهادکوي هیڅ وخت برابرنه دي.

همدارنګه أبوهریرة رضی الله عنه فرمایي:اَنَّ رَسُولَ اللّٰهِ صلی الله علیه وسلّم قَالَ لَایَجتَمِعُ فِی النَّارِ کَافِرٌوَقَاتِلُهُ اَبَدًا: نبي کریم صلی الله علیه وسلّم وفرمایل کافر او دده وژونکی هیڅ وخت په اوور کې نه شي سره یوځای کېدای ځکه چې په جهادکې دکافروژل دده دګناهو ازاله کوي[أبوداؤدکتاب الجهاد۳۳۸] [بخاري شریف صفحه ۳۹۵جلد ۱] کې راغلي مَاأَغبَرَتَاقَدَمَاعَبدٌ فِی سَبِیلِ اللّٰهِ فَتَمَسَّه النَّار دکوم چاچې قدمونه (پښي)دالله په لارکې په ګردو ولړل سي ددوږخ اور به هغه قدمونه هیڅ کله هغه مسه نکړي.همداسې نور زیات شمیر آیتونه او حدیث مبارکه دمجاهد دفضیلت په باب کې راغلي.

د عابد د عبادت او د مجاهد دعبادت فرق.

مجاهدعابدته داسي وایې: من کـــان یخضب خدّه بدموعه. فنحـــورنا بدمــــائناتتخضــــب. کله چې ته په جوش اوجذبه کې راسې نو ستاسوسترګي اوښکي بهیوې بارخوګان لندوي او چې بیاکله مونږ جذباتو کې راځو نو مونږ دخپلي غاړو په وینو سره خپلي سیني لنده وو.څاڅکي خو دواړه مبارک دي البته هغه څاڅکي چې عابد بهیولي سپین او کوم څاڅکي چې مجاهد بهیولي هغه سره دي او کوم څاڅکي چې عابد بهیوې هغه هروخت بهېږي او مجاهد چې کومه وینه وبهیوې هغه یوځل بهېږي او هرڅه له ځان سره یوسي.

بل ځای کې بیا مجاهد عابد ته خطاب کوي. ریح العبیر لکم ونــحن عبیرنا: رهج السنابک والغبار الاطیب: تاسو هم خوشبو لګوۍ مونږ هم خوشبو لګوو تاسو هم عطر لګوۍ مونږ هم عطر لګوو تاسو دمشک وعنبر په خوشبویانو کې طوافونه کوۍ او زمونږ خوشبو دالله رب العزت دلاري هغه ګردونه دي چې زمونږ پر جامو او مخونو خواره واره دي،اې عابده! ستاسو دخوشبو په فضیلت کې دجنت وعده نده سوي که څه هم خوشبو ښه شئ ده لیکن زمونږ پر جامو او مخونو پرتو ګردو کې خو دافیصله سوي ده!

لَایَجتَمِعُ غُبارفِی سَبِیلِ اللّٰهِ وَدُخَان جَهنَّم[ترمذي صفحه۲۹۲جلد۱]چې دالله په لار کې ګرد او ددوږخ دودنسې یوځای کېدلای. #هیله مسلمانانو! دجهادعقیده زړه کې وساتۍ بغیر له جهاده ایمان کامل ندۍ لهٰذا راځۍ دخپل مجاهدورور فضیلت وپېږنو خپل ایمانونه مکمل کړو، دجهادعقیده راسخه وساتو آن مسلماني ښځي په خپلو کورو کې دجهاد له اهمیته خبرکړو.

منافقینو ته وایم که چیري ستاسو په زړونو کې دجهاد متعلق څه شکوک او شبهات وي ،فلحاظ دخدای دخپل ایمان دبقاء په خاطر دغه شکوک او شیطاني وساوس دخپل زړه او فکر نه وباسئ وګورئ نن په ټوله اسلامي نړۍ کې زمونږ اوستاسي په لکونو خویندي،میندي بي عزته سوي دهغوۍ حیاء لوټ سوه  قرآن مو وسوځېد،دخوږ پیغمبر بي عزتي مو وسوه،ماشومان مو حلال کړل سول.

خو لا هم خلګ مجاهد ته دشک په سترګه او دپردو مزدور وایې آخر دغه مړ ضمیر کله ژوندی کیږې؟ کله دخپل ناموس و دفاع ته مټي رابډوهي؟ که په اوس عصرکې هم مونږ جهاد ونکړو دمجاهد فضیلت ځانته معلوم نکړو نو: مَن مَاتَ وَلَم یَغزُو وَلَم یَحدث بٍه نَفسَه مَات عَلی شُعبَةٍ من النِّفاق دحدیث مصداق به وګرځو، خدای مکړه چې کوم مرګ مونږ ته راځي هغه مرګ مرګ دنفاق دی……اللّٰهم لَاتجعلنامنهم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب