د مباشرت آداب

د مباشرت يا له خپلی بی بی سره د يوځايوالی آداب :

لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب  پر يوه ځل سره  ټولی دجاهليت دوخت بی شرمی له مينځه يوړی دهغه  پر ځاي  يی په ټولنه کی  يوازی  اسلامی نکاح منځ ته راوړه  .

څنګه چه د ټولنی پر سطحه دنکاح سپيڅلی سنت  طريقه شوه همدارنګه  دنکاح په منځ کی د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه ددغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دی  .

د مباشرت آداب :

۱- دلومړی ځل لپاره چه کله ناوی له خپل خاوند سره يوځای کيږی سنت طريقه داده چه اول  د خپلی بی بی د تندی ويښتان ونيسی بسم الله ووايی بيا دا دوعا ووايی :

الهم انی اسلک خيرهاوخير ما جبلتها عليه واغوبک من شرها وشرماجبلتها عليه  ((ای خدايه  زه له  تا څخه خير ددغه ښځی غواړم ، په عاداتو دهغه له تا نه د خير سوال کوم اوله شره دهغه پناه غواړم )) .

۲- دجماع دشروع کيدلو وخت کی بسم الله  ويل ضرور دی  چه ډير ذيات برکات لری يا دا دعا ويل  الهم جنبنا الشيطن و جنب الشيطن ما رزقتنا (( ای خدايه مونږ د شيطان له شره لری وساتی  او شيطان زما له آل اولاد نه لری کړی ،چه تا زمونږ  په نصيب کی  ليکلی  وی )) .

۳- دکورواله په وخت کی بايد سړی ځان لوڅ نه کړی  يوه پرده پر ځان واچوی .

اوخپل انسانی کرامت وساتی .

حضرت محمد (ص) فرمايی : دحيوان په څير ځان مه لوڅوی .

۴- دحيض ( ماهوار دوينی جريان )او نفاس (دولادت وينی )  په جريان کی له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی  ځکه  حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کی ښځه په عادتی شکل د رحم ناپاکه وينی  غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کی يوځای کيدل  دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوی

همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی  جريان لری اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وی چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوی .

الهی لارښوونه :

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ  ( البقره 222 ).

(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).

نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دی ،داسی نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځی څخه د حيض او ولادت په دوران کی کرکه وشی .

بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شی ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وی او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی  تياری وی .

۵- دخپلی بی بی سره دشاه په طرف  يوځايوالی سخته کناه ده .

بی حده لويه بی شرمی ده چه په حيواناتو کی هم داسی کار وجود نلری

ددی ګناه په خطرناکو پايلو ټول ښه پوهيږی چه د لوط (ع)  قوم څنګه تباه شو

پدی اړه حضرت محمد(ص) فرمايی : هغه کس ملعون يا  لعنتی دی چه له خپلی ښځی سره د شاه (مخرج مواد غايطه ) په طرف کی جماع وکړی (رواه  ابوداود ،احمد ) .

۶- دخپلی بی بی سره مباشرت يوراز دی چه ددی راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بی ننګی ده .

دحضرت ابوسعيدالخدری (رض) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايی : چه دقيامت په ورځ  به دالله تعالی په مخکی هغه سړی بدترين درجه کی وی چه د ښځی سره جماع  کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوی (رواه مسلم ).

يادونه : نورټکی هم شته ولی هغه کوم چه ضروری ؤ دلته ذکر شول .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب