
د ماهیانو ډير خوراک د زړه د درېدو (سکتې) لاملونه کموي
هغه کسان چې په اونۍ کې ماهيان څو وارې خوري دوی د زړه د ودريدو (سکتې) سره کم مخامخ کیږي په نسبت د هغو کسانو چې ماهیان کم خوري او يا يې بلکل خوري نه.
او دا څيړنه د ۴ لکو کسانو چې د ۳۰ او ۱۰۳ کلنو ترمنځ يې عمرونه ول د تجربې وروسته ثابته شوې، او دا يې په ډاګه کړي چې هغه کسان چې ډير زيات ماهیان په یوه اونۍ کې خوري،
د هغو د زړه د ودريدو (سکتې) ستونزه ۱۲٪ د هغه چا په پرتله کمه وي چې هغوی ماهیان کم خوري.
سوسانا لارسون او نیکولا اورسینی د سويډن د (کارولینسکا) له پوهنتون څخه وایي: پروتيني غوړینه ماده (اومیګا۳) چې په ماهيانو کې په زياته اندازه موندل کيږي د زړه د سکتې لاملونه تر ډيره اندازه له منځه وړي، ځکه دغه ماده د وينې پر فشار او پر کولسترول باندې مثبتې اغیزې پريږدي.
او دغه نتیجه پر ۱۵ پخوانيو څيړنو چې په امریکا، اروپا، جاپان او چين کې ترسره شوي جوړه او مبني ده، او په دې څيړنو کې څيړونکو د تداوي تر لاندې بیمارانو څخه پوښتنې وکړې چې دوی په یوه اونۍ کې څو ځله ماهیان خوري، او بیا يې د دوی حالات د ۴ نه تر ۳۰ کلو په اوږدو کې د مراقبت لاندې ونيول، چې وګوري چې په دوی کې څوک د زړه له سکتې سره مخامخ کيږي.
(اروش موظفاریان) د هارفورد پوهنتون د صحت عامه له پوهنځۍ څخه دا په ډاګه کوي چې: «په عام توګه ماهی د زياتو خوارکي ګټو لرونکی دی، او په ځانګړي ډول چې د (اومیګا۳) ماده په زياته اندازه لري، چې دا په خپله د دې لامل ګرځي چې هغه کس چې د ماهي خوراک ډير کوي د زړه د سکتې څخه بچ پاتې شي، او په دې ډير دلایل شته چې په اوني کې دوه وخته یا درې وخته د ماهیانو خوارک د نوموړو فائدو څخه د برخمن کيدو لپاره کافي دي».
او څيړونکو دا هم جوته کړې چې صحي خوارک د سپورټي منظم ورزش سره او سربیره پردې ښه تعليمي مستوی لرل، د زړه د سکتې لاملونه کموي.