د مالټې روغتیايي ګټې
مالټه یوه اندازه دA – B & C ويتامينونه او همدارنګه زيات معدني مواد لري، په تيره بيا د سي ويتامين او زياتره کاني مواد يي د پام وړ دي. مالټه د کلسيمو، فلسفورس، اوسپني او د سي او أ په څير ويتامينونو او کاني موادو پر درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره ميوه ده.
همدارنګه مالټه د پروتينو او قند پر درلودلو سره يوه ګټوره ځواک بښوونکي مېوه ده، چې د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره تري کار اخيستل کيږي.
د مالټو په اوبو کې د کاني توکو تر څنګ پوتاشيم هم شتون لري، چې د تشو متیازیو د زياتوالي سبب کېږي، چې په وسيله په بدن کې زهري مواد له بدن څخه وځي؛ خوښي او تازه والي رامنځته کوي، له قبضيت سره د مبارزې خورا غوره او طبيعي لاره له يوې څخه تر دوو پيالو پورې د مالټو د اوبو څښل دي.
د مالټو پوستکي د يو ډول ګازي توکو په لرلو سره مکروبي ضد خاصيت لري، چې د مکروب ضد مرهمو، د ښکلا د محلولونو د جوړولو او د طبي شربتونو د ښه بوي له پاره تيري کار اخيستل کيږي.
لیکوال: محمداغا ډاډمن