د مالټې او کينو له ګټو خبر یاست!؟

مالټه او کينو چې په مني کې پخېږي او اوس یې موسم دی. د وينې لپاره ډېره ګټوره ميوه ده، د شريانونو د تورېدو، د فلج د مخنيوي او نورو ډېرو ناروغيو لپاره مهمه ميوه ده او دا لاندې مواد لري؟
۱ـ د سي ويټامين ستره زېرمه ده،
۲ـ کاروټين بيټا پکې ډېر دي
۳ـ د تبې د کمېدو، او په پښتورګو کې د وينې له ټينګېدا (کلک کېدا) کېدا څخه مخينوي کوي
۴ـ د ضد عفوني خاصيت په درلودلو سره د سيفليس په درملنه کې مهمه ميوه ده
۵ـ د A ويټامين په ډېره پيمانه لري، او د سرطان په مخنيوي کې هم اغېزمنه ده
او د لاندې ناروغيو په درملنه کې مهمه ده:
• چاغښت
• برونشیټ
• د کولمو التهاب
• ساه بندي
• زکام
• د وينې لوړ فشار
• د پوستکي بېلابېلې ناروغي
ايا د مالټې يا کينو پوستکی هم مهم دی؟
*طبي څېړونکي وايي: چې د مالټې او کېنو پوستکی ژوول د کلسټرول په کمولو کې ونډه لري، چې لکه نور درمل جانبي عوارض نه لري
*د Q40 په نامه يو ترکيب د مالټې په پوستکي کې موجود دی، جې سرطاني حجرو انزايمونه له منځه وړي
*د Antioxidants کچه د مالټې په پوټکي کې د اوبو په پرتله ۲۰ ځلې ډېر دی
*د زړه له ناروغيو څخه ساتنه کوي
*عصبي ناراحتي، ژورخپګان، دماغي فشار، او د خوب نه راتللو په اړه موثره ميوه ده
* ددې مېوې له شنه رنګ څخه د وينې د ټيټ فشار او التهاب څخه مخنيوی کولای شو.
*د مالټې پوټکی له مينځلو وروسته د لمر وړانګو ته وچ کړئ ، بيا يې د پوډر په ډول ميده او په ډېری خوړو لکه سوپ ، وريجو، چای او د چرګ په غوښه د خوند د ښه والي لپاره دوړولی شئ.

ژباړه: نور احمد عایل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب