عبرتناکې کیسې

د مار او موږک معاهده!

 

په یو ځنګل کې اور ولګید ټول حیوانات له خپلو ځالو څخه ووتل، هر چا سره د خپل ځان غم و، مار هم له خپلې سوړې څخه راووت ترڅو چې د ځان لپاره پناه ځای پیداکړي.

کله چې مار له ځنګل څخه راووت نو په لار کې یې موږک باندې سترګې ولګیدې، موږک له مار څخه منډه کړه، مار ورته وویل منډې مه وهه ما اوس خپل مرګ ولید، ډیر ستړی او تږی یم، که لږ اوبه د را باندې لوریږي نو را یی کړه، تا سره وعده کوم چې هيڅ نه درته وایم.

موږک مار باندې زړه بد شو او د خپلې سوړې په لور یې روان کړ اوبه یې ورباندې وڅښلې، مار ورته وویل لږ استراحت کوم که کوم ځانګړی ځای لري؟

موږک خپل د خوب ځای ور وښود او مار بیغمه ویده شو، کله چې مار له خوب نه را ويښ شو نو طبیعت یې ډیر برابر شوی و، د موږک سوړه یې ډیره خوښه شوه یوې خوا او بلې خوا ته یې وکتل بیا یې موږک ته د ښکار په نظر وکتل او ورته وویل زه او ته به همدلته یو ځای اوسیږو په یو او بل باندې به غرض نه لرو.

موږک چې د مار په بد نیت باندې پوه شو نو په ویریدلي حالت کې ورته وویل سمه ده، مګر زه به د خوراک لپاره یو څه راوړم، مار ورته وویل سمه ده زر راشه چې ځنډ ونه کړې.

موږک د خپلې سوړې په خوله کې ودرید او مار ته یی وویل زما کور د تا ته مبارک وي، ما غلطي وکړه چې تا سره مې نیکی وکړه، اوس د خپل کور راڅخه ونیوه او که ما چالاکي نه وای کړې نو ژوند مې هم له لاسه ورکړی و، اوس زه باید خپل ژوند وژغورم،  ځکه چې کور خو مې ستا په خوږو او مظلومو خبرو له لاسه ووت.

عبرت: د قوي او ضعیف حریف ترمنځ معاهده او سوله هیڅکله د دواړو لوریو حقوق نه خوندي کوي، که ضعیف لوری له خپلو غوښتنو څخه تنازل ونه کړي نو ژوند به یې هم په خطر کې وي.

ژباړه: فضل الهي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close