د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ 

   د مارچ اتمه نيټه هر کال د ښځو د مسائلو , حقوقو او مشکلاتو د حل په خاطر لمانځل کيږي.1907 م کال په همدې ورځ ښځو د خپلو حقونو لپاره بغاوت کړي وؤ. په 1907 ميلادي کال کښې د امريکا د جامو ګنډلو د يو سوداګريز مرکز ښځينه کارکوؤنکو د لس ساعته کار کولو په عوض د معاشاتو د زياتولو لپاره لاريون وکړ او د پوليسو لخوا د وهلو ټکولو سره مخ شوې .
يو کال وروسته  په 1908 ء کښې يو ځل بيا 1500 ښځو د رايې ورکولو او يو شمير نورو غوښتنو لپاره لاريون وکړ چې يو ځل بيا د حکومت او امنيتي ادارو لخوا د ډير سخت تاؤ تريخوالي سره مخ شوې خو دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او په 1910 ميلادي کال کښې په کوپن هاګن  ښار کښې د ښځو لومړی نړيوال کانفرانس جوړ شو چې په هغې کښې د نړۍ د 17 هيوادونو څخه د سلو په شا وخوا کښې ښځو ګډون وکړ چې په هغې کښې د ښځو سره د کيدونکو ظلمونو خلاف د ښځو د نړيوالې ورځ د لمانځلو پريکړه هم وشوه.
د ښځو لخوا دغو ټولو هڅو او مبارزې رنګ راوړ او په اتم مارچ 1913 کښې  دغه ورځ په نړيواله کچه ولمانځل شوه او په لويديځو هيوادونو کښې ښځو ته د رايې د استعمالولو حق هم ورکړې شو.
که څه  هم د ښځو  نه پرته زموږ ژوند او کور نامکمل دي خو بيا هم په انساني ټولنه کښې ښځو ته سپک کتل کيږي . په امريکا کښې اوس هم په هرو شپږو دقيقو کښې په يوې ښځې جنسي تيری کيږي. په هند کښې هر شپږ ساعته وروسته يوه واده شوې ښه د زور زياتي له امله مري. په پاکستان کښې هره ورځ دوه ښځې او په افغانستان کښې په اونۍ کښې يوه ښځه د غيرت يا نورو رواجونو په نوم وژل کيږي.
که دا ووايم نو غلطه خبره به نه وي چې پرون هم  ښځې د غلام په سترګه او سپک کتل کيدل او د نارينه ؤ د هوس او د جذباتو د سکون لپاره استعماليده او نن هم د سړي د جنسي, جذباتي, نفسياتي او کاروباري هوس ښکار ده . د نن سبا د پرمختللو هيوادونو نارينه چې ځانونه د ښځو د حقوقو مدافع هم بولي د خپل کاروبارونو د مشهورتيا لپاره د ښځې جسم استعمالوي. په غربي نړۍ کښې ښځه د ازادئ په نوم د تشهير د يوې الې په حيث استعماليږي او تحقير يې کيږي . دغه راز په نړۍ کښې هر کال په زرګونو جينکئ د جنسي کاروبار لپاره خرڅيږي.
۔اسماعیل زاهد۔
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب