د لیکنې ارزښت

کله به مو کور یا موټر یا بل شی اخیستې وي ممکن که مو اخیستي نه وي لیدلي یا اوریدلي خو به مو وي چې صرف په یو سپین کاغذ باندې یو څو کرښې لیکل کېږي او د ثبوت لپاره ، له اخیستونکي او پلورونکي سره محفوظ پاتې کېږي مثال که یو څوک کور واخلي د هغه کور د څښتن له لورې یو کاغذ ورکول کېږي چې د هغه کور ټول خوصیات پکې له ورایه لیکلي وي که بیا ورسته څه مشکل پېښ شي د هغه کاغذ له مخې یې حل کوي، که څه هم اوس نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی او د پرمختګ په حال کې ده نوې ټکنالوژي منځته راغلې ده انټرنیټ موبایل اودې ته ورته نور ، کله چې موږ یو هېواد ته سفر کوو پاسپورت اخلو چې په هغه کې مو ټوله پېژندنه له ورایه لیکل شوې وي دا هم د لیکنې ارزښت دی ، بل زموږ په داخل د هېواد کې په لیکنې بڼه یو څه لرو ترڅو مو په خپل هېواد کې پېژندګلوي وشي هغه هم تذکیره ده که څوک تذکیره ونه لري هغه نشي کولای چې په کوم دولتي ځای کې کار وکړي او نه د هېواده بهر سفر کولای شي داسې له نورو ستونزو سره هم مخامخ کېږي تذکیره په لوستو خلکو پورې نه ده باید لوستي او نالوستي یې دواړه ولري ځکه د هر چا لپاره اړینه ده ، په همدې اړوند تېره اونۍ په لوګر ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی وه، له هغه سره نه تذکیره وه او نه بل څه داسې لیکنه چې سړی ورباندې پوی شوی وی چې داکس د کوم ځای دی یعنې هيڅ هویت یې نه معلوم یوه اونۍ د لوګر په روغتون کې وساتل شو وروسته د ټولنېزې رسنۍ چې اوس یې په هېواد کې بې ساری پرمختګ کړی ، انځورونه خپاره شول چې وروسته یې دوستان پیدا شول

بل دا چې تاسوبه ډېر کاري باري شریکان یا وروڼه لیدلي وه چې دوی یو پر بل هیڅ د اعتماد لپاره څه نه لري خو په یو کاغذ کې داسې څه لیکي چې کله څه مشکل راپیداشي دهمدې کاغذ له مخې یې ګوري یعنې څوک نشي کولای چې د بل په مال تیری وکړي ، بل اړخ ته که راشو دتعلیم په برخه کې کله به تاسو ورور یازوی په مکتب کې نوی داخل کړی وی لومړی کله چې په لومړي ټولګي کې داخل شي دمکتب دمدیرلخوانه د سوانح په نوم یوه ورقه جوړیږي په هغه کې د شاګرد نوم د پلار نوم یعنې ټول شهرت پکې لیکل کېږي ، دا د اړوندې ادارې سره محفوظ پاتې کېږي بیاورسته پوهنتون هم په همدې شکل خلاصه دیوکس ټول اسناد په لیکني بڼه ساتل کېږي ، او دیو شخص لپاره غوره ثبوت دی چې دهمدې لارې کولای شي هېوادوالوته خدمت وکړي

تاریخ کې د لیکنې ارزښت:

راځو تاریخ ته که چیرې د تاریخ پس منځر ته ځیر شو ټول موږ ته په لیکنې شکل راپاتې دی یعنې هره کړنه چې پخواتیره شوی موږیې په لیکنې شکل ګورو ، غوره خبر خو داده کله چې ستر سپیڅلی کتاب قرانکریم پر حضرت محمد (ص) نازل شو

لیکنې ارزښت

نو د ټولو د لارښوونې لپاره وه وروسته حضرت محمد ص اصحابو کرامو ته وویل چې حفظ یې کړئ ، د وخت په تیریدو سره یې داهم ورته وفرمایل چې قرانکریم باید راټول او د خرما په لرګیواو پوستوکو ولیکل شي دې ته ورته که حدیثونو ته ځیرشو موږ ته په لیکنې شکل راپاتې دي داهم د لیکنې یو لوی ارزښت دی

بله خبره داده چې په لرو او پرتو سیموکې ډری وګري په لیک اولوست نه پوهیږي کله چې دوی یوله بله جدا کېږي د یولړ مشکلاتو سره مخ کېږي زیاتره خویې ان تر مرګ پورې رسیږي ماډېر لیدلي دي چې اوس هم خپل ورو دښمن ګڼي که د دوی ترمنځ ګټه لیکلې وی نودوی ته به معلومه وه خو متاسفانه زموږ په ټولنه کې دا ډول ستونزه هم په لوستوکې شته هم په نالوستو کې زماپه اند هرهغه څوک چې لیک او لوست کولای شي باید د یادښت کتابچه له ځان سره ولري.

ترټولو اړینه خبره پکې داده چې دلیکنې ارزښت له ورایه پکې ښکاري هغه هم فرهنګ ، دود او دیوې ژبې ادبیات دي، که فکر وکړو میلمه پالنه د افغانانو یو دود دی بل په ودونو کې اتڼونه داهم زموږ د فرهنګ یو دود ، دی دا ټول موږته په لیکنې بڼه راپاتې دی که خدای مکړه لیکنه نه وای شاید یوه ټولنه له ناخوالو سره مخ وی، همدارنګه کومه ژبه چې ډېر ویونکي ولري هغه بډایه ښکاري یعنې هغه ډېر کتابونه لري او ډېری وګړي غواړي چې په ورځنیو چاروکې ترې استفاده وکړي ، او کومه ژبه چې هغه په یوملک کې کمزوریې شي هغه دوخت په تیریدو سره ورکېږي یعنې لیکنې څوک نه پرې کوي او نه ورڅخه څو ک استفاده کوي ، داهم د لیکنې یو ارزښت دی چې موږ دبل فرهنک سره اشنا کوي او هغه مطالعه کوو او باید یوه یادونه وکړو په اوسني عصر کې چې کومې ژبې پرمختګ کړی هغه انګلسي ده چې ډېر کتابونه اولیکنې ورباندې کېږي ، نورا ځئ خپل کلتور او تاریخ په لیکنې شکل راتلونکي نسل ته پریږدو ترڅو ترې استفاده وکړي .

لیکنه: عبدالصمد بهیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب