د لړم زهر درمل دی

د لړم د بڼې اوشکل څخه د هر چا په دې کرکه کیږی چی دلړم زهراغیزمن اووانسان ته تکلیف ورکوی اوکله هم دانسان دژوندپاڼې راټولې اودمرګ وکندی ته ئې وغورځوی، خوبل لورته داهرڅه الله جل جلاله پیداکړیدی اوپه هرڅه کی ئې ډېرحکمتونه نغښتی دی نودلړم نیښ چی زهرلری ولړم ته درزق دپیداکولویوه اله ده، چی لړم پخپل نېښ سره ډېرې خزندې(حشرات) لکه ملخ، خسک، خزدکه، جولاګی (غڼې) اونورپخپلودمخ په پښونیسی اودنېښ په استفادې سره هغه بې هوښه کوی، کله داحشره وژنی اوکله هم ژوندی وې، چی دادده لپاره خوراک شی، چی دلړم دزهرواغیزې پرحشراتو(Insects) باندی په څوډولوسره صورت نیسی، چی دادلړم په زهروپوری تړاولری، داځکه چی لکه څرنګه چی په لړمانوکی ډېرې نوعې شته همدارنګه ئې په زهرواودزهروپه جوړښت کی هم ښکاره توپیرشته؛ ځینی لړمان حشره بې هوښه کی، ځینې ئې فلج کوی اوځینی بیاداسی دی چی هرډول حشره ځای پرځای ختموی، دحشراتوڅخه علاوه لړم کله دانسان دمرګ سبب هم کیدلای شی، خوساینس پوهان بیاداوایی چی لړم ددومرې کرکې اونفرت وړنه دی چی هرځای په لړم پسې پلټنه وکوواوله مینځه ئې یوسو؛ خودااړینه ده چی بایدانسان دهرډول زهردرلودونکوخزندواوحشراتوڅخه ځانونه وژغوری۔
اوس ساینس پوهانودلړم زهرایستلی دی اوپه لابراتوارکی ئې تجزیه کړیدی، دلړم دزهروپه رازاوس ساینس پوهان پوه شویدی، اوپه پایلوکی ئې ددې زهروڅخه کیمیاوی موادهم جوړکړیدی؛ زهرپېژندونکی په دې انددی چی دد ی پرځای چی دحمله کوونکی سره مقابله وشی بلکه داپکارده چی دحمله کوونکی څخه دهغه توان سلب کړل شی اوورڅخه واخیستل شی اووڅیړل شی چی ددې څیړنوپه پایلوکی ساینس پوهان ودې نتیجې ته رسېدلې دی چی دلړم زهردسرطان (Cancer) څخه علاوه ددرد اونوروډېروناروغیولپاره بې بېلګې درمل اوعلاج دی۔ دحشراتودعلم پوهان په دې عقیده ده چی یوقسم زهردټاکسین (Toxin) په نامه سره لری چی لړم دهمدې ټاکسینوپه درلودلوسره پرنوروحشرانویرغل کوی، چی داټاکسین زموږلپاره یوه طبعی زېرمه ده، چی بایدپوره استفاده ورڅخه وشی چی په دې سره به دزهروڅیړنه په اینده کی ډېره روښانه شی چی دانسانانولپاره به هم روښانه اینده ولری۔
دزهرونړۍ:
ډېرحیوانات زهرلری لکه مار، لړم، غالبوزه، غڼې، مچمچۍ، ځینی کبان، ځنځه، میږی، حلزون اوداسی نور چی دهرحیوان دزهرونوعیت اوځانګړتیاوې بېلې دې، دڅیړونولپاره دلړم زهرترټولوساده جوړښت لری چی هغه وشیدوته ورته رنګ لری، اوڅه ترشیدوخټه دی، دلړم زهردمختلفومالیکولوڅخه جوړشویدی چی په دې زهروکی په سلهاووکوچنی پروتینونه شتون لری چی دپیپټایډس (Peptides) په نامه سره یادیږی، چی زیات داپروتینونه زهری دی، چی ددې مطلب دادی چی داپروتین کولای شی چی وژونکو(حجرو) ته ضررورسوی اویائې له مینځه یوسی چی په نتیجه کی دګوزڼ سبب کیږی؛ دازهرجن مرکبات وحجروته داخلیږی ، تخریبوی ئې اوله میځه ئی وړی ؛ دازهرپه مختلفوبڼوسره حجرې تخریبوی، په لومړی ځل یوه حجره تخریبوی، مخکی له دی څخه داتخریب شوی حجره وبلی حجرې ته دویجاړیدوپیغام ورسوی پربلې حجرې حمله کوی اوهغه له مینځه وړی، چی په دې تسلسل کی دحجرودتخریب عملیه صورت نیسی۔
ساینس پوهانو دلړم دزهرودلاسته راوړولولپاره یوه اوږده فلزی اوکله هم غیرفلزی اله استعمالوی اولړم په څه واټن کی په دغه اله کی ټینګ نیسی، دنیولوڅخه وروسته ولړم ته معمولی دبرېښناتکان ورکوی، چی ددې تکان وروسته دلړم دنېښ څخه زهردفوارې په شان په تیزی سره وزې چی ساینس پوهان بیادازهرپه ټیوب (Test Tube) کی ساتی، دغه دزهرویوه فواره د(50ـ5) مایکرولیتره پوری کیږی، چی یومایکرولیتردلیترمیلیونمه برخه ده چی (50) مایکرولیتره اندازه یووړوکی څاڅکی کیږی۔
دلړم زهرپه زرهاووزهرجن مرکبات لری، چی په دې زیات خطرناکه دی، اولړمان ډېرډولونه هم لری، افریقایی وژونکی لړم چی پنډه اواوږده لکۍ لری د (Parabuthus Transaalicus) نومیږی، ځینی ددې لړمانوڅخه یوډول خزدکې وژلای شی اوبس، په ټولولړمانوکی دزهردلاسته راوړلولپاره همدغه افریقایی لړم ښه طبعی سرچینه ده۔
ټاکسین (Toxin)
ټاکسین څه شی دی؟
ټاکسی هغه زهردی چی په ځانګړی ډول سره هغه پروتین یامزدوج پروتین چی دځینوبوټو، ځناورو، حشراتو اوپتوجن باکتریاګانوپه وسیله تولیدیږی اودنوروژوندیوموجوداتولپاره زهرجنی اغیزې لری۔
که یوه لورته ځینې خلک زهرتجزیه کول غواړی اوڅیړنې پکښې کوی خوبل لورته ټاکسین یودرمل هم دی، چی د انسانانواوزراعت لپاره مهم رول لری، دټاکسینوپه استعمال سره حاصلات دحشراتوڅخه ژغورل کیږی چی دحشراتوپه کنترول کی لړمان ارزښتناکه رول لری، دحشراتودهرډول وژونکوڅخه (ټاکسین) ترټولوښه اغیزې لری، چی دډېروکلونوراهیسی ئې ډېره ښه نتیجه ورکړېده دبېلګې په ډول سره ځینی افریقایی لړمان چی پنډه لکۍ لری اوډېرښه (ټاکسین) تولیدوی چی د (AaIT) په نامه سره یادیږی، داډول زهریواځی اویواځی حشرات له مینځه وړی اووانسان ته هیڅ ګواښ نه دی چی داډول لړما ن یواځی ملخ اومچخ وژلای شی اوبس، چی دالړمان په حقیقت کی ددهقان لپاره ډیرګټوردی، ځینی لړمان داسی (ټاکسین) تولیدوی چی صرف غوماشی وژلای شی اوحال داچی غوماشی دډېروناوړوناروغیوسبب دی، اودغوماشووژل په حقیقت کی یوګټورکاردی۔ وبل لورته مخکی دزراعت دښه ودې لپاره ساینس پوهانودحشراتودوژلولپاره دباکتریاوو اوفنجی څخه درمل جوړول اوس په طبعی ډول سره دلړمانوڅخه دادرمل بېله تکلیفه په لاس راځی اوکله چی دلړم زهرراټول وپاشل (Spray) شی دادحشراتوپه وژولوکی ترټولواغیزمن کاردی۔
ځینی لړمان داسی (ټاکسین) تولیدوی چی پرځینوتی لرونکوحیواناتواغیزی لری لکه پرلیوه، ګیدړې اوموش خرما چی داهم وانسانی ژوندته ګټورکاردی، ځکه داحیوانات هم وانسان ته ګواښ دی۔ټاکسین ژونکې (حجری) هم وژنی چی روغتیاپالان دسرطانی غوټو(Turmors) په کنترول کی ورڅخه زیات کاراخلی، ټاکسین دژونکوپه بې حسه کولوکی هم کاراخیستل کیږی، چی ددرد ارامولو(Pain Killer) لپاره ترټولوښه اغیزمن دارواودرمل دی۔ اواوس په عام ډول سره ددرد دارامولولپاره دسمندری حلزون دټاکسینوڅخه استفاده کیږی۔
دالیکنه د
Truth International, Vol:7, Issue No: 14
رااخیستل شویدی۔
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب