د لرغوني يونانيانو ژوند او دین

د لرغوني يونانيانو ژوند

لرغوني‌ يونان له سپورټي ساليو څخه هم خوند اخيسته. دوی د لوبو سيالۍ يا ټورنمنټ رامنځته کړی وو چې د اولمپيک لوبو په نامه ياديده. دا لوبې هر څلور کاله رابلل کیدلې. د سياليو په وخت کې به يونان جګړې درولې او د بشپړې سولې فضا به يې رامنځته کوله.‌ ځوانو سيالانو به په بيلابيلو لوبو کې سيالۍ کولې چې: ځغاسته، بوکس او د ډیسک اچول په کې شامل وو. د سياليو ګټونکي ته به د زيتونو يوه څانګه ورکول کيدله چې د سولې، درنښت او د لوبې د ګټلو سيمبول به ګڼل کیده.‌ د سياليو ګټونکی به په خپل هیواد کې هم نازول کیده او زياتره وخت به يې د هغه په درنښت يو مجسمه جوړوله.‌

تیاتر د یونانیانو لپاره زيات ارزښت درلود. د ديونسيوس Dionysus تیاتر چې د آتن لومړنی تیاتر وو په پرانستې فضا کې جوړ شوی وو.‌ هر کال به د دې نندارو پر مهال، څارونکي په لومړي کتار کې کيناستل او ګڼې نندارې به يې څارلې او د غوره نندارو په اړه به يې پریکړې کولې. لرغونو يونانیانو دوه ډوله نندارې وړاندې کولې چې يو ډول یې تراژيدي او بل به يې خوشالونکې وې. د غوره نندارې ليکوال ته به يې د ښې نندارې د لیکلو لپاره د پیچک ګل ګيډۍ ورکوله.

دا هغه دلایل دي چې څرګندوي ولی لرغونی يونان په تاریخ کې يو خورا په زړه پورې پیر دی. لرغوني يونان له خپلو ښارونو، پوهنې او بشريت سره د مينې له کبله اوسمهالې ټولنې ته زياتې مرستې رسولې دي.‌ 

د لرغوني يونان دين

لرغونی يونان په يوه داسې دين عقيده درلودله چې ګڼ نارينه او ښځينه خدایان يې درلودل. د يونانیانو لپاره هر يو خدای يوازینی او ځانګړی شخصيت درلود. دوی ګڼ خدایان نیولې وو او په دې عقيده وو چې هر يو خدای د ښاریانو په ورځني ژوند کې ځانګړې ونډه لري. تر ټولو مهم خدای یې زيوس نومیده. يونانیان په دې عقیده وو چې زيوس د ټولو خدایانو شاه دی او پر اسمان ولکه لري چې تالنده او بريښنا رامنځته کوي.‌ د دوی په عقيده زيوس ګڼ اولادونه درلودل چې هغه هم خدایان ول.‌ د يونان په ټولو ښارونو کې د زيوس ګڼې مجسمې وې چې يوه يې ۵۰ فټه لوړه وه.

د زیوس يو زوی آپولو Apollo نوميده چې يو معبود بلل کیده او په اړه یې فکر کیده چې ګڼو شيانو سره يې علاقه درلودله له دې کبله په انګريزي کې اپولونين Apollonian هغه چا ته ویل کیږي چې له زياتو شيانو سره علاقه لري. اپولو د موسيقۍ او غشی ويشتونکو ساتونکی بلل کیده. د اپولو مجسمې داسې جوړې شوي دي چې يا د موسيقي آله او يا ليندۍ او غشی په لاس کې لري. یونانیانو به اپولو ته د فرياد پر مهال يوه سندره ویله چې د paeans يا د خوشحالۍ سندرې په نامه یې يادوله او هيله يې درلودله چې د راتلونکي په اړه به له دوی سره خبرې وکړي او ددوی غوښتنې به هم ورکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب