د قـضائي لـمونـځـونـو قـضاء راوړول 

كه له چانه لمونځ فوت (قضاء) شونوكله چه ور پياد شى دهغه لما نځه قضاء دى راوړى، قول دعليه السلام دى ﴿من نام عن صلوة او نسيها فليقضها اذا ذكرها﴾ يعنى كه څوك ويده شوله لمانځه څخه يائې هيرشونوكله چه ورپيادشى قضاء دى راوړى، قضائي لمونځ دى دوخت دلمانځه ترمخه وكړى، كه ويره وه چه د قضائي لمونځ په كولو د وخت لمونځ قضاء كيږى نودوخت لمونځ دى تر مخه كړى بيادى قضائي لمونځ وكړى.
كه له چانه ډير لمونځونه قضاء شو يوه نوپه ترتيب سره دى قضاء راوړى لكه څنګه چه په اصل كښى واجب شويدى، دبخارى اودحديثونو په نورو كتابو كښى ذكر شوى دى چه دخندق په مشهوره غزاكښى له رسول الله (ص) او اصحابانو(رض) څخه څلورلمونځونه قضاء شول نوعليه السلام په ترتيب سره راوګرځول بيائې داسى وويل ﴿صلو كما رايتمونى اصلى﴾ يعنى لمونځ وكړۍ لكه څنګه چه زه مو وليدم چه لمونځ مى وكړ، څرنګه چه هغه لمونځونه په ترتيب وه نوپه امر د عليه السلام ترتيب واجب شو، كه له چانه ترپنځه لمونځو ډيرقضاء شول نودقضاء راوړلودپاره ئې ترتيب ساقط شو مګر قضاء به ئې راوړى .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب