قرآن اړوندملحدینو شبهاتو رد

د قرآن کريم په اړه د مستشرقينو بدګماني

مشرکينو به ويل چې قرآن کريم د الله کتاب نه، بلکې د محمد کلام دی، دوی به کله ويل چې محمد شاعر دی، کله به يې هغه غوره ناثر ګاڼه، کله لېونی او کله به يې نورې اپلتې ويلې .

لیکوال: الأستاذ الدكتور محمد مهر علي
ژباړه: حماد حليمي

مقدمه

مستشرقينو تل دا هڅه کړې ده چې دا ثابته کړي چې قرآن کريم د بشر کلام دی، دوی د تاريخ په اوږدو کې تر ننه دا کوښښ کوي چې او په دې ګمان دي چې قرآن کريم د محمد صلی الله عليه وسلم تأليف دی .

د دوی دا اوسنی دريځ نه دی، بلکې ريښې يې ان د اسلا م د ستر پيغمبر او نبوي پېر کې هم موندل کېږي، په مکه کې قريشو هر ډول هڅې وکړې چې نبي صلی الله عليه وسلم په يوه نه يوه بهانه له اسلامي دعوت څخه منع کړی، آن تر دې چې په پای کې يې د هغه د وژلو پرېکړه هم وکړه، خو الله تعالی د دوی له شر څخه وساته  (والله يعصمک من الناس).

مشرکينو به ويل چې قرآن کريم د الله کتاب نه، بلکې د محمد کلام دی، دوی به کله ويل چې محمد شاعر دی، کله به يې هغه غوره ناثر ګاڼه، کله لېونی او کله به يې نورې اپلتې ويلې .

قرآن کريم دا ډول ټولې اپلتې بابېزه خبرې بللې دي .

الله تعالی فرمايي چې قرآن کريم د بشر کلام نه دی، نه شعر او نه د کوم کاهن خبره ده: { وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنْبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُبِينٌ } (يس: 69).

الله تعالی په خپل کتاب کې دا څو څو ځله تکراروي چې قرآن کريم يې پر خپل پيغمبر د ټولو عالمونو لپاره په روانه عربي ژبه نازل کړی دی .

ج . وانسبوره (J. Wansborough)  او ملګري يې هماغه د مکې د مشرکينو بابولالې تکراروي .

اګناس ګولدزېهر Ignaz Goldziher د تېرې نولسمې پېړې په وروستيو کې هڅه کوله چې د اسلامي تاريخ مصادر او سرچينې غلطې ثابتې کړي ، ده به ويل چې د احاديثو اکثره روايتونه  د دويمې پېړۍ په اوږدو کې او د درېيمې په لومړيو کې هغه مهال رامنځ ته شول، چې هغه مهال د مسلمانانو ترمنځ سياسي، عقيدوي او قانوني اختلافات اوج ته رسېدلي وو.

دی وايي چې هرې ډلې ځانته خپل روايتونه جوړ کړل، چې د خپلې ډلې ملاتړ پرې ځواکمن کړي، چې د ده په وينا باور ورباندې کول ناشونی دی .

ګولدزېهر په خپله نظريه کې له څو اړخونو غلط دی، اساسي يې دا ده چې دی په دې نه دی خبر چې د احاديثو علماوو د حديث په روايت کې تر وروستي بريده له ثقت او باور څخه کار اخيستی دی ، هم په متن او هم په سند کې ، په حقيقت کې د دې مستشرق فرضيه د شلمې پېړۍ لومړۍ ربع کې يوه بل مستشرق ج. هورووېټس  (J. Horovitz)، چې يو لړ علمي پېچلې ليکنې يې هم کړې دي، دا يې په کې ويلي چې د احاديثو د راغونډولو او تدوين لړۍ د لومړۍ هجري پېړۍ په دويمه ربع کې شوی دی .

خو ډېری مستشرقينو خپله هم د ګولدزېهر نظريه ناسمه بللې ده او د پېړۍ په نيمايي کې جوزف شاخت (Joseph Shacht)، چې هغه مهال د لندن د ختيځو او افريقايي څېړنو په ښوونځي (School of Oriental and African Studies) کې ښوونکی و، د ګولدزېهر له افکارو اغېزمن شوی و او په خپل کتاب : د اسلامي تشريع د  فلسفې اصول :(Origins of Muhammadan Jurisprudence) ده په خپل کتاب کې ويلي چې اسلامي روايتونه هېڅ صحت نه لري، ان تاريخي روايات يې هم بابېزه بللي دي او باور ورباندې کول يې ناممکن بللی دی ‎، ده ويلي چې دا ټول د تشريعي موخو لپاره وضع شوي دي، او اسلامي تشريع د اسلامي دين له چوکاټ څخه بهر دی. او قرآن کريم يې د لومړۍ او دويمې پېړيو په اوږدو کې هېڅ مصدر ګرځېدای نشي.

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close