د قرآن شريف په اړه لنډ او په زړه پورې معلومات

قرآن شريف په لاندې مختلفو نومونو باندې ياد شوی دی:

۱ـ الکتاب.   ۲ـ الفرقان.   ۳ـ التنزيل.  ۴ـ الذکر.   ۵ـ النور.   ۶ـ الهدى.   ۷ـ الرحمة.   ۸ـ احسن الحديث.   ۹ـ الوحى.   ۱۰ـ الروح.   ۱۱ـ المبين.   ۱۲ـ المجيد.   ۱۳ـ الحق.

په قرآن شريف کې ۳۰ سپارې، ۱۱۴ سورتونه، ۵۴۰ رکوع، ۶۲۳۶ ايتونه او ۳۴۰۷۴۰حرفونه دي.

قرآن پاک په محمد ﷺ باندې په مياشت د رمضان په مياشت کې د ليلة القدر په شپه نازل شوی دی.

په محمد ﷺ اول ايت ﴿ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ  ﴾ [سورة العلق] نازل شوی دی.

د قرآن پاک آخر ايت چې نازل شوی دا دی: ﴿ وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴾ [البقرة: ۲۸۱].

د نزول په اعتبار سره تر ټولو اول د سورة العلق څو ايتونه او آخر سورة النصر نازل شوي دي.

ټول قرآن پاک په ۲۳ کالونو کې نازل شوی دی.

تر ټولو غټ سورة «البقرة» دی او تر ټولو  کوچنی سورة «الکوثر» دی.

د سورة التوبة په [۸۱] ايت کې د غزوه تبوک ذکر راغلی دی.

د سورة الانفال د [۶] ايت څخه تر [۱۴] ايت پورې د بدر غزا کيسه ذکر شوې ده.

د سورة يوسف په [۳۶] ايت کې د ډوډۍ (مړۍ) يادونه شوې ده.

د سورة التوبة په [۱۱۹] ايت کې د هغو دريو کسانو يادونه شوې ده چې د تبوک له غزوې پاتې شوي وه.

د الحجر په [۹] ايت کې الله تعالی د قرآن کريم د حفاظت او ساتنې وعده کړې ده.

د سورة التوبة په [۳۶] ايت کې د دولسو مياشتو ذکر راغلی دی.

د سورة الاحزاب په [۳۷] ايت کې د زيد بن حارثة رضي الله عنه نوم ذکر شوی دی.

په قرآن شريف کې د ۲۵ انبياؤ کرامو نومونه راغلي دي.

په قرآن شريف کې د پنځو ملائکو نومونه راغلى دى: ۱ـ جبرائيل. ۲ـ مکائيل. ۳ـ مالک. ۴ـ هاروت. ۵ـ مارت.

هغه ۵ سورتونه چې په ﴿ الْحَمْدُ لِلّهِ ﴾ سره پيل شوي دي، دا دي: ۱/ سورة الفاتحة. ۲/ سورة الانعام. ۳/ سورة الکهف. ۴/ سورة الفاطر. ۵/ سورة سبأ.

هغه ۶ شپږ سورتونه چې پيل يې په ﴿ الم ﴾ سره شوی دی، دا دي: ۱ـ سورة البقرة. ۲ـ سورة آل عمران. ۳ـ سورة العنکبوت. ۵ـ سورة الروم. ۵ـ سورة لقمان. ۶ـ سورة السجده.

هغه ۵ پنځه سورتونه چې شروع يې په ﴿ قُل ﴾ سره شوې ده، دا دي: ۱/ سورة الجن. ۲/ سورة الکافرون. ۳/ سورة الاخلاص. ۴/ سورة الفلق. ۵/ سورة الناس.

  په نړۍ کې د قرآن کريم ۷ مشهور قاريان دا دي:

۱ـ ابن عامر الدمشقي رحمه الله.

۲ـ ابن کثير المکي رحمه الله.

۳ـ عاصم بن النجو الکوفي رحمه الله.

۴ـ ابو عمرو بن الهلا البصري رحمه الله.

۵ـ حمزه بن حبيب الزيات الکوفي رحمه الله.

۶ـ نافع المدني رحمه الله.

۷ـ الکسائي ابو الحسن رحمه الله.

او د هغو څلورو صحابه کرامو رضي الله عنهم په باره کې چي رسول الله ﷺ فرمايلي دي چې قرآن به له دغو څلورو صحابه کرامو څخه يادوئ دا دي:

۱ـ حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه.

۲ـ حضرت سالم بن معقل رضي الله عنه.

۳ـ حضرت اُبي ابن کعب رضي الله عنه.

۴ـ حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه.

ــــــــــــــ

ماخذونه:ـ حقائق حول القرآن، والتبيان في اسماء القرآن ، معلومات القرآن الکريم اوردو، مباحث فى علوم القرآن للمناع القطان ، قصص القرآن الکريم.

استاد: حمزه افغان

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب