د عمر بن الخطاب (رض) د شهادت له درده ډکه کیسه

دایې وروستي حج و، د عرفات په غونډۍ یې داسي دعا وکړه: څښته! عمر مي زیات شوی، بدن مي کمزوری شوی، رعیت او ولس زیات شوی ده، په داسي حال کې مرګ راکړه چې د مسلمانانو په حق کې زیاتی نه وي رانه شوی. “يارب كبرت سني وضعف جسدي وانتشرت رعيتي ، فاقبضني إليك غير مفرط في حق المسلمين ” .

پنځلس ورځي له حج وروسته د عدل او انصاف غر، د حق پیاوړی امام، د حق او باطل بیلوونکی، د انسانیت د تاریخ نمونه سیاستوال، امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه په شهادت ورسول شو .

له حج نه چې مدیني ته راستون شو خوب یې ولید په خوب کې چرګ ټونګره ورکړي، له خوب وروسته یې خلک راجمعه کړل او په خطبه کې یې ورته وویل: اې خلکو! خوب مي لیدلي او حق راته ښکاري، خوب مي ولید چرګ دوه ټونګرې راکړي، او تعبیر یې زما مرګ یا شهادت ده، او زه ګومان کوم زما قاتل به عجمي وي عرب نه دی، او بیا یې دعا پیل کړه: ای الله! ستا په لاره کې ستا د رسول په ښار کې شهادت رانصیب کړه. “اللهم ارزقني شهادة في سبيلك وموتة في بلد رسولك “.

بیا خپلي لور ام المؤمنین حفصه رضي الله عنها ته ورغی، هغې ورته وویل: مدینه خو د مسلمانانو مزبوته کلا ده ته به څنګه مدینه کې مرې؟! ده ورته وویل: که د الله خوښه وه دلته به یې راته راولي. او ده به ویل: ای الله! د فاجرانو د قوت او د کره خلکو د کمزوري شکایت کوم، اللهم أشكو إليك قوة الفجرة وضعف الثقات . دی د امت حالت ته ډېر خواشینی و، خلکو ته به یې ویل: داسي څوک راوښیئ چې د امت کار ورته وسپارم.

د فتنو ویره

عمر بن الخطاب رضي الله عنه همداسي له خپل وفات مخکي د امت په غم کې څو ورځي کړیدی او زوریدی، یوه ورځ یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راز ملګری حذیفه بن الیمان رضي الله عنه راوغوښت او ورته ویې ویل: اې حذیفه! په الله قسم درکوم چې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم په منافقانو کې شمیرلی یم؟ هغه ورته وویل: یا امیر المؤمنین! ما مخکي هم درته ویلي دي چې ته یې منافقانو کې نه یې شمیرلی، عمر وویل: الحمد لله.

بیا یې هغه ته وویل: حذیفه د فتنو په اړه راته ووایه! هغه ورته وویل: د سړي پخپل کور کې به فتنه وي، په مال او اولاد کې، او په لمانځه زکات او خیرات سره به یې ختموي، عمر ورته وویل: دا فتنې نه ښیم، هغه فتنه ښیم چې امت به لړزوي، حذیفه ورته وویل: امير المؤمنین! ته د هغې فتنې په اړه اندیښنه مه کوه، تر څو چې ته ژوندی یې ستا او د هغې فتنې په منځ کې دروازه تړلې ده، عمر ورته وویل: ایا هغه دروازه به خلاصیږي که ماتيږي به؟ هغه وویل: بلکي ماتيږي به، ده وویل: بیا به نو بیرته پخپل ځای نه شي، حذیفه وویل: هوکي، امیر المؤمنین! عمر ولاړ شو او ژړل یې .. خلکو ورته وویل: دروازه څوک دی؟ ده وویل: دروازه عمر دی، کله چې عمر وفات شو د فتنو دروازې پرانستل شوې.

د عمر رضي الله عنه د مرګ دسیسه

عمر رضي الله عنه پریکړه کړې وه چې بالغ کفار غلامان به له مدیني بهر اوسي، مشهور صحابي مغیره بن شعبه رضي الله عنه له عمر نه غوښتنه وکړه چې د ده یوه ځوان کافر غلام ته په مدینه کې د اوسيدلو اجازه ورکړي، ځکه هغه غلام یې د نقاشي او پښتوب تکړه کاریګر و او هغه ته یې ګټه کوله، نو عمر رضي الله عنه هغه ته اجازه ورکړه.

د مغیره دا غلام مجوسي و، نوم یې فیروز او په ابو لؤلؤ المجوسي سره یې شهرت لاره، مغیره به له دې غلام نه د میاشتي 100 درهمه اخیستل نور یې هغه ته په مدینه کې د ازاد کار اجازه ورکړې وه، یوه ورځ ابو لؤلؤ عمر رضي الله عنه ته ورغی(دا د عمر له خپل قاتل سره لومړۍ لیدنه وه) او د خپل بادار (مغیره) شکایت یې ورته وکړ چې ظلم راسره کوي او د میاشتي سل درهمه رانه اخلي، عمر ورته وویل: ته کاریګر سړی یې دا پیسې خو مناسب دي، او کوښښ کوه خپل بادار خپه نه کړې، بل لورته یې مغیره راوغوښت هغه ته یې وویل: د خپل غلام په اړه له الله نه وویریږه دومره زیاتي پیسې مه ورته اخله کمي یې کړه، او ابو لؤلؤ المجوسي مغیره ته د عمر په دې وصیت نه و خبر.

ابو لؤلؤ المجوسي یوه ورځ مدینه کې روان و خلکو ته یې ویل: عمر له هر چا سره انصاف کوي خو زما سره نه، له دې ځایه یې د عمر رضي الله د وژلو دسیسه پیل کړه، یو دی و، دوه نور مجوسیان وو ورسره او یو ملګری یې یو یهودی و، دوی څلورو واړو مشوره وکړه چې عمر به وژني، یوه ورځ عبد الرحمن بن ابي بکر دوی څلور واړه یو ځای لیدلي وو، له یوه نه یو خنجر لویدلی و چې دواړه لوري یې تیره وه. خو عبد الرحمن د دوی په مطلب نه و پوهیدلی.

یوه ورځ عمر رضي الله عنه له څو صحابه کرامو سره یو ځای روان و، ابو لؤلؤ المجوسي پرې راغی، عمر ورته وویل: ته رښتیا داسي ژرنده جوړولی شې چې په باد چلیږي، هغه ورته وویل: زه به تاته داسي ژرنده جوړه کړم چې ټول خلک به خبري پرې کوي، صحابه کرامو فکر وکړ دا به رښتیا کوم نوی شی اختراع کړي خو عمر هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: وامو وریدل، دا ماته اخطار راکوي، او زما د وژلو اراده لري، هغوی ورته وویل: نو باید دی ووژنو، عمر ورته وویل: ایا زه په ګومان سره یو انسان ووژنم؟ په الله قسم زه نه غواړم الله ته داسي حال کې ورشم چې په ګومان سره د تویه شویو وینو پور مي په غاړه وي، په الله قسم که دا کار وکړم، هغوی ورته وویل: له مدیني به یې وشړو؟ ده ورته وویل: دا هم د ګومان پر اساس له یوه انسان سره ظلم دی، د الله تعالی چې څنګه خوښه وه هغسي به کیږي.

د غدر ګړۍ

عمر رضي الله عنه د ذوالحجي په 26 کال: 23هـ د سهار د لمانځه په مهال په نبوي جومات کې د ابو لؤلؤ المجوسي په لاس په خنجر ووهل شو، د اسلام د تاریخ دا خونړۍ او دردمنه پېښه له مشهور تابعي عمرو بن میمون رحمه الله نه اورو چې بخاري رانقل کړې ده، دی وایي: د دې پېښي په مهال زه په دویم صف کې د عبد الله بن عباس شاته ولاړ وم، عمر لومړی تکبیر وويلې، فاتحه یې لا نه وه پیل کړې یو پیاوړی عجمي کافر راغی هغه یې د بدن مختلفو ځایونو کې شپږ ځله په خنجر وواهه، عمر چیغه کړه چې سپي مړ کړم، سپي په خنجر ووهلم، صحابه پرې ورټول شول، خو قاتل د هغوی په وهلو برید وکړ او 13 کسان یې په خنجر ووهل، چې له هغوی نه 9 کسان مړه شول. اخیر عبد الرحمن بن عوف د هغه په سر څادر ورواچوه، او د هغه په غاړه کې یې تاووه، په دې وخت کې هغه پخپل خنجر ځان خپله حلال کړ څو یې صحابه ژوندی ونه نیسي.

په دې وخت کې عمر رضي الله پوښتنه وکړه چې ابن عوف چرته دی؟ هغه ته یې وویل: مسلمانانو ته لمونځ ورکړه، شاته خلک له لمانځه نه وو وتلي، هغه لمانځه ته مخته شو، دوه رکاته لنډ لمونځ یې وکړ، لومړي رکات کې یې انا اعطیناک الکوثر او دوم کې یې اذا جاء نصر الله وويلې، بیا عمر وویل: عبد الله بن عمر چرته دی، هغه راغی او ډډه یې ورکړه، چا بالښت ورته راوړ چې په هغه سر کیږدي خو ده وویل: نه، زما مخ په خاورو کیږدئ، که چرته د عمر رب په هغه رحم وکړ، بیا یې وویل: زما له پاره افسوس دی، زما د مور له پاره افسوس دی، که مي زما رب ونه بښي، بیا یې عبد الله ته وویل: چې زه ومرم سترګي مي راپټي کړه درمیانه کفن راکړه، ځکه زه چې خپل رب ته ورشم او هغه رانه راضي وي نو زما له ګفته به ښه کفن راکړي او که هغه راته غوسه و نو دا به هم رانه وکاږي.

کورته یې یووړ، هلته اوږده بېهوښي پرې راغله خلک په دې فکر شول چې وفات شو په دې وخت کې عبد الله بن عباس رضي الله عنهما راغی، هغه وویل: ما ته د عمر بن الخطاب د بیدارولو چل راځي، چا ته یې وویل چې ورته ووایه د لمانځه وخت راغی، هغه ورته ودریدی او ویې ویل: امیر المؤمنین! د لمانځه وخت دی! دی رابیدار شو، ویې ویل: ایا خلکو لمونځ وکړ؟ هغوی ورته وویل: هوکي، ده وویل زه هم اودس او لمونځ کوم او ویې کړل، بیا طبيب ورته راغی، هغه شیدې وغوښتلې، هغه یې ده ته ورکړې چې ویې څښي، شیدې یې چې وڅښلې له زخمونو یې راووتلې، طبيب ورته وویل: وصیت وکړه نه رغیږې، عمر رضي الله ورته وویل: جزاک الله خیرا چې زه دي رښتینی کړم. کله چې طبيب له ده نه ووت د هغه جامې په ځمکه څکېدلې، ده ورته وویل: مهرباني وکړه جامې درټولې کړه، یو به دې جامې پاکي او ساتلې وي او بل به الله درنه راضي وي.

دری ورځي به کله بیدار او کله بېهوښه و، یوځل چې رابیدار شو عبد الله بن عباس ته یې وویل: ته ووځه پوښتنه وکړه زه چا ووهلم؟ زه غواړم هغه کس وپیژنم، هغه ولاړ او بیرته راغی، ورته ویې ویل: یا امیر المؤمنین! د مغیره بن شعبه غلام ابو لؤلؤ المجوسي وژلی یې، عمر وویل: افسوس دی هغه لره له هغه سره خو ما ښه چلند کړی و، بیا یې وویل: الحمد لله د داسي کس په لاس ووژل شوم چې هغه مسلمان نه دی، ترڅو د الله په وړاندي خپله سجده دلیل راته ونه ګرځوي.

عمر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې له ابو لؤلؤ سره خو به په دې کار کې مسلمانان ملګري نه وو، عبد الله بن عباس خلک وپوښتل چې له ابو لؤلؤ المجوسي سره څوک ملګري وو، ټولو مهاجرو او انصارو په ژړا ژړا ورته وویل: په الله قسم موږ هیله لرو چې عمر ته خپل عمرونه ورکړو، ځکه د هغه په ژوند کې د مسلمانانو مرسته ده او زموږ عمرونه خو هسي تېريږي، د مدیني ښځو وویل: په الله قسم که د عمر بن الخطاب په ځای زموږ اولادونه ومري موږ به خوشاله یو، په دې وخت کې د عمر ميرمني په ژړا کې ویل: واعمراه!، واعمراه! فتنې دي وژلې او سنت دي ژوندي کړي وو، او د مدینې ټولو خلکو ویل: په الله قسم له دې لوی مصیبت موږ نه دی لیدلی. ام المؤمنین عائشي رضي الله عنها دومره زیات وژړل چې پخپل پلار یې هم دومره نه و ژړلي.

عمر رضي الله عنه عبد الله بن عباس ته وویل: تا او ستا پلار غوښتل چې مدینه کې دي عجم کافران غلامانان زیات شي خو ما به درته ویل نه، ودي لیدل ماته څه راپېښ شول؟! هغه ورته وویل: که ستا خوښه یې ټول به ووژنو؟ عمر ورته وویل: معاذ الله! له دې وروسته چې اوس زموږ وطن ته راغلي، زموږ سره خوراک کوي او زموږ په ژبه ګړېږي؟! بیا یې وویل: که ابو لؤلؤ تراوسه ژوندی وي بدن یې مه بدرنګه کوئ او که مړ وي هم.

له عائشي نه اجازه

یو ځوان ورته راغی او ورته ویې ویل: یا امیر المؤمنین! د جنت زیری درکړم! تا هجرت کړی، د اسلام مرسته دي کړې ده، کله چې تا اسلام ومانه مسلمانانو په کعبه کې په ښکاره لمنځونه پیل کړل، مخکي یې نسوي کولی، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي حال کې وفات شو چې ستا نه راضي و، عمر په دې خبرو زیات وژړل، بیا یې وویل: زما پورونه به څنګه کوم؟ د ده پورونه یې وشمارل 86 زره درهمه شول، عمر وویل: یا ربه! دومره شتمني زه له کومه کړم چې دا پورونه پرې ادا کړم، خپل زوی عبد الله ته یې وویل: زما له مرګ وروسته زموږ کورنۍ راوغواړه، او زما د پورونو پرې کولو کې مرسته ورنه وغواړه، په همدې وخت کې خلکو د دې پیسو په راجمعه کولو پیل وکړ او په شاوخوا اونۍ کې یې د ده پور پرې کړ.

کله یې چې مرګ رانږدې شو خپل زوی ته یې وویل: ام المؤمنین عائشي ته ورشه، ورته وا عمر بن الخطاب د خپلو دواړو ملګرو (رسول الله او ابو بکر) څنګ ته ځان دفن کول غواړي که ستا اجازه وي، داسي مه ورته وایه چې امیر المؤمنین اجازه غواړي، زه اوس د مومنانو امیر نه یم، ورته وا عمر بن الخطاب اجازه غواړي، او هغې ته ووایه: دا مي یواځنۍ هیله ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته دفن شم، که یې اجازه درکړه نو په بیړه بیرته راشه.

عبد الله عائشي رضي الله عنها ته ورغی، دی وایې: زه چې هغې ته ورغلم هغې سخت ژړل، ورته ومي ویل: عمر بن الخطاب غواړي د خپلو دواړو ملګرو څنګ ته دفن شي که ستا اجازه وي؟ ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها ورته وویل: په الله قسم دا ځای مي ځان ته خوښ کړی و، خو ابن الخطاب خو ابن الخطاب دی هغه په ځان غوره کوم، عبد الله بیرته راغی عمر ورته انتظار و، کله چې هغه راښکاره شو ده چاته وویل: ما کښېنوئ، هغه راغی ده ورته وویل: عبد الله څه دي وکړل؟ هغه ورته وویل: زیری درکوم هغې اجازه راکړه، ده وویل: الحمد لله، په الله قسم دا څو کاله مي دا مهمه ارزو وه چې د خپلو ملګرو څنګ ته دفن کړی شم.

بیا یې زوی ته وویل: کله چې ما د دفن له پاره هلته وروړئ یوځل به بیا له عائشي نه اجازه غواړئ، ځکه دا اجازه به یې ځکه درکړې وي چې ستا نه به شرمیدلې وي، عمر بن الخطاب رضي الله عنه په مسلمانانو لس کاله شپږ میاشتي او څلور ورځي حکومت وکړ او په داسي حال کې وفات شو چې د ولس هر وګړي هیله لرله چې کاش خپل ژوند یې ده ته ورکیدلی شوی. دی د خپلو ملګرو څنګ ته دفن شو، او په دې ورځ په مدینه باندي د درانه غم او لوی ویر وریځي خپرې وې.

لیکوال: حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب